سټیټ بینک:تېره میاشت پاکستان ته غیر ملکي ترسیلات زر 14 فیصدي کم شوي دي

سټیټ بینک وایي روان کال په نومبر کې ترسیلات زر 14.3فیصدي کم شوي او د مالي کال 2022م او23م په وړومبیو پنځوؤ مياشتو کې په دې کې 9.7 فیصدي کمی راغلی دی

د پاکستان مرکزي بینک وایي روان مالي کال په نومبر کې غیر ملکي ترسیلات زر 14 فیصدي کم شوي او د روان مالي کال په پنځوؤ میاشتو کې په دې کې 9.7فیصدي کمی راغلی دی.

اقتصادي پوهان دا ګڼي چې دبینکونو دننه اؤ په خلاص مارکیټ کې د روپۍ او ډالر بيعه کې فرق زیات شوی او زیات خلک اوس د بینکي چینلو په هنډۍ یا غیر قانوني لارو پاکستان ته پیسې رالیږي .

پوهان وایي پاکستان دا وخت د غیر ملکي زرمبادلې د کمي سره مخ دی او باید چې په حکومتي کچه دغیر قانوني پیسو د بدلوونکو مخه ونیسي او د ترسیلات زر کمی د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره نوره هم د فشار لاندې راولي .

سټیټ بینک وایي روان کال په نومبر کې ترسیلات زر 14.3فیصدي کم شوي او د مالي کال 2022م او23م په وړومبیو پنځوؤ مياشتو کې په دې کې 9.7 فیصدي کمی راغلی دی.

مرکزي بینک وایي د بینک سره دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 6.7 اربه ډالره ده .

اقتصادي پوهان وایي غیر ملکي ترسیلات زر د پاکستان په غیر ملکي اداییګو او درامداتو کې بنیادی کردار لوبوي خو دبینکونو دننه اؤ په خلاص مارکیټ کې د ډالر او روپۍ تر منځه په بيعه کې فرق زیات دی چې له وجې یې په غیر ملکي ترسیلاتو منفي اغیزې کیږي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي په بهرنیو هیوادونو کې کار کوونکي پاکستاني د بینکي چینلو پرته پیسې خپلو کورونو ته استوي چرته چې هغوی ته د سرکاري قیمت په مقابله کې زیات رقم په لاس ورځي.

"یو تن چې هغه ته په انټر بینک کی د یو ډالر 230 روپۍ میلاویږي او پرانستي مارکیټ کې ورته 250 ورپۍ ورکړی کیږي هغه به ضرور په شخصي یا د بینکونو پرته په نورو لارو پیسې رالیږي او موجوده د ترسیلات زر د کمي دغه علت ښکاري چې نور وجوهات یې هم شته لکه په نړیوال مارکیټ کې هم ګراني زیاته ده او کارونه کم شوي نو هغې سره هم ترسیلات زر کمیږي"

دمرکزي بینک د شمیرو تر مخه د روان مالي کال پنځوؤ میاشتو (جولایې-نومبر) پورې د بهرنیو هیوادونو څخه کارکوونکو پاکستان ته په مجموعي توګه 12 اربه ډالره منتقل کړي خو تیر کال هم په دې موده کې 13.3 اربه ډالر پاکستان ته راغلي وؤ او په دې کی یو ارب او 30 کروړه ډالره کمی شوی دی .

هم دغه راز سټیټ بینک وایي تیره میاشت په نومبر کې ترسیلات زر 2.1 اربه ډالر ریکارډ کړی شوي خو تیر کال په نومبر کې 2.5 اربه ډالره ترسیلات زر شوی وو .

په پاکستان کې د پیسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي د بهرنیو هیوادونو څخه ترسیلات د زیاتوالی په ځاي کم شوی او که حکومت د غیر قانوني مارکیټ په ضد ګامونه واخلي او د ډالر په بيعه کې فرق راکم کړی نو په دې کې اضافه کیدی شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي بهرنیو هیوادونو ته د پاکستاني وګړو دتګ تعداد زیات شوی نو پکار وه چې ترسیلات زر هم زیات شوي وی خو برعکس په دې کې کمی راغلی دی.

دنوموړي په وینا ترڅو چې په خلاص مارکیټ اؤ دبینکونو دننه د ډالر بيعه یو شان شوې نه وي په ترسیلات کې به کمی راځي او خلک به د هنډۍ په ذریعه پیسي رالیږي او دې سره به د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې په ذخیره، روپۍ او اقتصاد منفي اغیزې کیږي"

د پاکستان دخزانې وزارت په دې وروستیو کې لارښوونه کړې چې باید د غیر قانوني پیسو دکاروباریانو په ضد ګامونه واخستل شي او بیا وروستو د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای دعوی کړې وه چې هغوي د غیر قانوني پیسو دکاروبار کوونکو کمپنیو په ضد ګامونه اخستي دي.

دمرکزي بینک د وینا مطابق د روان مالي کال په پنځوؤ میاشتو کې د سعودی عرب څخه په ترسیلات زر کې 13 فیصدي کمی راغلی او مجموعي 2.9 اربه ډالره پاکستان ته راغلي دي.

د متحده عرب اماراتو نه 11 فیصدي کمی سره 2.2 اربه ډالره او د برتانیه څخه د8 فیصدي کمي وروسته په پنځوؤ میاشتو کې یو ارب او 66 ډالره ترسیلات زر شوي دي.

د پاکستان دخزانې وزارت وایي روان مالی کال کې پاکستان ته د 33 اربو ډالره ضرورت دی او تر اوسه پاکستان ته 4 اربه ډالره مرستې ورکړی شوي او مرکزي حکومت هڅې کوي چې د ایي ایم ایف څخه د پور نهم قسط تر لاسه کړي او ملګرو هیوادونو څخه په سمدستي توګه 4اربه ډالره ترلاسه کړي.