څېړونکي: واشنګټن اوس هم په دې باور دی چې ځیني پاکستاني پوځیان له القاعده او طالبانو سره تعلقات ساتي

په امریکا کې یو شمېر څیړونکي د افغانستان د امن پروسې په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ تعلقاتو ته په خاص نظر ګوري. دوی وایي، اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تعلقاتو باوجود، د طالبانو سره څومره ګټورې خبرې کیدی شي؟

سیاسي څېړونکی انټوني کورډزمن د سکایپ د لارې یوې مرکې کې وي او اې ډیوه ته وویل: «د امریکا انتظامیې ډېر کلک یقین درلود چې د پاکستان په پوځ کې ځیني خاص عناصر، په خصوص آی اېس آی، د طالبانو سره نږدې تعلقات ساتل او د القاعده سره یې هم ځینې تعلقات و، او دا باور دلته په واشنګټن کې د انتظامیې په بدلېدو سره به اوس بدل نشي.»

کورډزمن زیاته کړه، پوښتنه اوس دا ده چې آیا کیدای شي د دغو تعلقاتو په نظرانداز کېدو سره، د افغانستان د امن په مذاکراتو کې ځیني جوړجاړۍ او ګټورې خبرې وشي؟

بل اړخ ته د وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز یو څېړونکی مایکل کوګلمن بیا وايي چې پاکستان د افغانستان د امن په پروسه کې په کافي طور همکاري نده کړې، ځکه طالبانو هر وخت دا غوښتل چې له امریکا سره خبرو ته کښیني.

مایکل کوګلمن زیاته کړه: «امریکا د پاکستان نه غواړي په طالبانو فشار راوړي چې تشدد کم کړي، او دا کار ندی شوی. پاکستان د طالبانو سره ځیني خبرې اترې کړي دي، او شاید په دې کار بریالي شوي نه اوسي.»

که څه هم په سیمه کې ډېر باور دا دی چې پاکستان په طالبانو باندې زیات اثررسوخ لري، مګر مایکل کوګلمن وایي چې د طالبانو په حواله د پاکستان په کردار کې باید زیاته مبالغه ونشي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند میجرجنرل بابر افتخار د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرنس ته وویل چې پاکستان به د افغان امن پروسې په تسهیل کولو کې خپل کوششونه جاري وساتي.