پاکستان: د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې، د ونډو بازار هم غورځېدلی

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره راغورځېدلې او يو ډالر د 215 روپو برابر شوی دی چې بنيادي وجه يې په وروستيو کې په ملک دننه غېر يقيني سياسي صورتحال دی

په پاکستان کې د غېر يقيني سياسي صورتحال له امله د ډالر په مقابل کې د روپۍ قدر په ريکارډ کچه غورځېدلی او یو ډالر د 215 روپو نه هم سېوا شوی دی، په دوو ورځو کې ډالر څلور روپۍ ګران شوی دی. د دې ترڅنګ د پاکستان د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] نن د ګل/دوشنبې په ورځ [18 جولايۍ] 750 پواينټونه راټيټ شوی دی.

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره راغورځېدلې او يو ډالر د 215 روپو برابر شوی دی چې بنيادي وجه يې په وروستيو کې په ملک دننه غېر يقيني سياسي صورتحال دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغ وویل، داسې څرګنديږي چې په پنجاب صوبه کې د تحريک انصاف حکومت جوړ شي او امکان لري چې د دې سره د پاکستان د حکومت او نړيوالې مالياتې ادارې[ايي اېم اېف] ترمينځه په کاري اړيکو اغېزې وشي.

هغه زیاته کړه، پاکستان له به د اوس نه داسې ګامونه اخستل وي چې د هغې سره خپل خرڅونه، درامدي بل يا کرنټ اکاونټ خساره او بجټ خساره راکمه کړي، ځکه چې که د ايي اېم اېف سره د پور/ قرض ترسره شوې لوظنامه متاثره کیږي نو د پاکستان په مشکلاتو کې به اضافه وشي.

بل لور ته د پاکستان د ونډو بازار هم نن د اوونۍ په لومړۍ کاروباري ورځ د سر د 100 کمپنيانو کاروبار 750 پواينټونه راغورځېدلی دی.

نن سهار چې د ونډو په بازار کې کاروبار پېل شو بازار په 41538 پواينټونو روان وو او نن د وروستيو معلوماتو پورې د ونډو بازار 41306 ته راټيټ شوی وو.

دا په داسې حال کې چې تيره ورځ د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ په 20 څوکيو ضمني انتخابات شوي، او د غېر ختمي نتيجو ترمخه پاکستان تحريک انصاف ګوند په دغو څوکيو کې 15 او مسلم ليګ ن ګوند څلور څوکۍ ګټلي دي او د هغې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان يو ځل بيا په ملک کې د انتخاباتو کولو غوښتنه تکرار کړې ده.

په وروستيو کې پاکستان د ايي اېم اېف سره د پور لوظنامه هم لاسليک کړې او د دغه لوظنامې لاندې به ايي اېم اېف پاکستان ته د يو ارب او 17 کروړه ډالره د اګست په مياشت کې ترلاسه شي.

خو اقتصاد پوهان وايي، په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ له امله د ايي اېم اېف سره شوې لوظنامه هم د خطر سره مخ کېدی شي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې سره د لوظنامې په نتيجه کې مرکزي حکومت ټولې مشکل فېصلې کړي دي او د توانايۍ بيعې په ټېکسونو کې زیاتوالی، او رياعیتونه يې واپس اخستي دي.

هغه وويل هغه نه ګڼي چې حکومت به عامو ټولټاکنو ته لاړ شي خو په ملک کې غېر يقيني صورتحال روان دي او که چرته دا حالات روان وي او د ايي اېم اېف سره پروګرام اغېزمنيږي نو پاکستان به د نورو ډېرو مشکلاتو سره مخ شي.

هغه زياته کړه که حالات په دې ډول روان وو نو امکان شته چې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 250 روپو نه هم سېوا شي.

په پاکستان کې د اپرېل په میاشت کې د عمران خان حکومت د بې باورۍ د تحریک د لارې لرې کړل شوی او بيا د ملک تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې هم د عدم اعتماد د تحریک وروسته د مسلم ليګ ن وزيراعلا ټاکل شوی وو.

د څيړونکو په نظر که څه هم په مرکز کې حکومت يو څه فعاله شوی خو عمران خان پرله پسې احتجاجونه پېل کړي دي او په پنجاب کې بيا د اسمبلۍ د 25 اوښتو/ ممبرانو نااهله کېدو وروسته دغلته ضمني انتخابات اعلان شوي وو.

د اپرېل په مياشت کې د پنجاب صوبې د وزیراعلا عثمان بزدار د استعفا وروسته چې د نوي وزیراعلا په ټاکنه لانجه رامنځته شوې، بيا نوی وزيراعلا ټاکل شوی خو دغه مسله عدالت ته وړل شوې او په پنجاب کې تراوسه پورې سياسي اړی ګړی دوام لري.

څيړونکي وايي بل لور ته که څه هم د ايي اېم اېف سره معاهده شوې او پاکستان وايي چې دوست هېوادونه به ورسره هم لاس وکړي خو څو پورې چې په ملک کې سياسي بې ثباتي وي، د ملک اقتصاد به د دباو لاندې وي.