بشکيک کې ايسار پاکستاني زده کوونکي او کورنۍ یې وايي، اوس هم د مشکلاتو سره مخ دي

په کرغزستان کې د تشدد د پېښو وروسته د پاکستاني زده کوونکو د واپسۍ لړۍ روانه ده، مرکزي او صوبايي حکومتونه وايي واپس راتلونکو زده ‏کوونکو ته وړيا اسانتياوي ورکوي، خو د زدکوونکو کورنۍ وايي بچي یې اوس هم د بېلا بيلو ستونزو سره مخ دي او د هغوي د واپسۍ د پاره يې په ‏مشکله د ټکټ پېسې ليږلي دي.‏

د مردان سردار اصف وايي، وخت په وخت د ټېليفون د لارې په کرغزستان کې خپلو بچو سره رابطه کوي د هغه زوی او لور په بشکيک کې د طب زدکړې ‏کوي. ‏

وي او اې ډیوه ته یې وويل، د بچو په محفوظه توګه را ايستلو د پاره يې د ټکټ پېسې قرض راخستي، او دغسې د هغوي په تعليم يې تراوسه د ‏‎70‎‏ لکو ‏روپو نه زياته خرچه راغلې ده.‏

‏"اول داسې ګنګوسې وې چې ويړيا ټکټ ورکوي، او هغوي د دې په تمه ناست وو، خو هغوي ته مېلاو نه شو، او هلته حالات هم خراب دي، د دې وجې ‏هغوي هلته د ايسارېدو تاب نه لرلو او ذهني پريشانيو سره مخ دي".‏

مرکزي حکومت وايي تراوسه پورې د کرغزستان نه د ‏‎500‎‏ نه زيات زده کوونکي پاکستان ته واپس شوي دي، د ګل/دوشنبې په ورځ هم په يوه الوتکه کې ‏‎170‎‏ زده کوونکي د لاهور په هوايي اډه کوز شوي دي.‏

د خېبر پښتونخوا حکومت هم د زده کوونکو د واپسۍ د پاره د ويړيا اسانتیاو ورکولو اعلان کړی دی.‏

پېښور کې د باچا خان هوايي اډې چارواکو ويلي د نهې/سه شنبې په ورځ د بشکيک نه د زده کوونکو دوه الوتکې رارسيږي، خو دوی د زده کوونکو کومه ‏کره شمېره نه ده ښودلې.‏

صوبايي حکومت وايي چې کوم زده کوونکي هم پاکستان ته واپس راتلل غواړي نو د صوبايي حکومت سره دې خپل ځان رجسټرډ کړي، او دا اسانتيا د ‏‏(لومړی راشئ لومړی ترلاسه کړئ) د فارمولې لاندې ورکول کيږي.‏

چارواکي وايي، تراوسه پورې د خېبر پښتونخوا حکومت سره د ‏‎600‎‏ نه زياتو زده کوونکوخپل نومونه د واپسۍ د پاره رجسټرډ کړي دي.‏

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د هغوی راوستل زمونږ زمه واري ده،مونږ به يې راولو، دې نه علاوه نور چې کوم خلک دي، هغوي ته ‏هم دا پېغام ورکوو، چې تاسو رابطه وکړئ، هغه که د پاکستان د هر ځای سره تعلق لري، د پښتونخوا حکومت ستاسو د واپسۍ د پاره هرقسمه ويړيا ‏اسانتياوي درکوي".‏

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، په بشکيک هوايي اډه د زده کوونکو بورډنګ شوی خو خبر دی چې وزير دفاع خواجه اصف د ‏لاهور هوايي اډې څخه د الوتکې روانېدو اجازه نه ورکوي.‏

خواجه اصف يا مرکزي حکومت دغه تور ته کوم ځواب نه دی ويلی، خو دوه ورځې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ويلي وو، هڅه کيږي چې ‏پاکستاني زده کوونکي په کرغزستان کې د کوم مشکل سره مخامخ نه شي، حکومت به په دغه معامله په قلاره نه کښېني.‏

د اتوار په ورځ د پاکستان د خارجه چارو وزارت ميډيا ته ويلي وو په مجموعي توګه ‏‎11000‎‏ زده کوونکي چې زياتره یې د طب د څانګې زدکونکي دي په ‏کرغزستان کې موجود دي.‏

‏ په دغو زدکوونکو کې د يوې اندازې ترمخه د ‏‎1000‎‏ نه زيات زده کوونکي د خېبر پښتونخوا دي. ‏

په بشکيک کې زدکوونکي وايي د مې په ‏‎13‎مه نېټه د ځايي خلکو او د مصر د زدکوونکو ترمينځه نښته شوې وه او د هغې پېښې ويډيوز په ټولنيزو رسنيو ‏خپره شوې، وروسته بیا ځايي کسان د تعليمي ادارو په هاسټلو ورغلي او په بهرنيو زده کوونکو يې تشدد کړی وو.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)‏