پاکستان کې د سوداګرو اتحادیي په دوکاندارانو د ټېکسونو پرضد د کاربنديز اعلان کړی

د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې د لاهور یو بازار لیدل کېږي چې د توانايۍ په قيمتونو کې د زیاتوالي په ضد د تاجرانو په کاربندیژ کې تړل شوی دی

په پاکستان کې د سوداګرو اتحادیي د حکومت لخوا تاجر دوست سکيم او توانایۍ د زیاتو بلونو په ضد د روانې میاشتې په 28مه نېټه په ټول ملک کې د کاربندیز اعلان کړی او د ایف بي آر لخوا په دوکاندارانو پاخه ټيکسونه او اېډوانس مالیه یې رد کړې ده.

اېف بي آر وایي 32 لکه د هول سېل او پرچون کاروباریان د ټیکسونو د جال نه بهر دي او غواړي چې سوداګرو نه فېکس ټيکسونه واخلي.

په خېبر پښتونخوا کې د کاروباریانو د اتحادیي عمومي سیکتر احسان الله باچا وایي دا کاربندیز به د ملک ټولو صوبو کې کولی شي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل، سوداګر نه شي کولی چې د دوکانونو د قیمت په سر حکومت ته پاخه ټيکسونه ورکړي ځکه چې په یو ځای کې کاروبار د بل ځای نه بدل وي. دوی وایي کاروبارونه د وړاندې نه تاوان سره مخ دي او د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې په هغوی خرڅونه نور هم زیات شوي دي.

"د هر حکومت بنیادي مقصد دا وي چې زه ټېکس سیوا کړم نو مالیه به ستا هله سېوا کېږې چې ستا فایلرز د 20 لکه نه 50 لکو ته زیات شي نو چې څوک په ټېکس نېټ کې نه دي هغه راوله نو ستا مالیه به زیاته شي د بدقسمتۍ نه زمونږه پالیسۍ په دفترونو کې جوړیږی او د دفتر او د سړک پالیسۍ د یو بل نه مختلف دي".

د ټېکسونو مرکزي ادارې اېف بي آر روان مالي کال په قامي بجټ کې په دکاندارانو ایډوانس مالیه په نان فایلرز 2.5 فیصدو ته زیاته کړې ایف بي آر وایي په هېواد کې 32 لکه دوکانداران د ټېکسونو د جال نه بهر دي او د اپرېل د میاشتې راهسې یواځې 58,000 دوکاندارانو خپل ځان رجسټرډ کړی خو سوداګر وایي هغوي د وړاندې نه حکومت ته مالیه ورکوي او تاجر دوست سکيم هغوی ته د تاوان سبب جوړيږي.

په مردان کې د تاجرانو مرستیال مشر اوېس احمد وايي، "بعضې وخت وړوکي دوکان کې غټ روزګار وي او داسې هم ده چې په یو غټ دوکان کې یو تن د پنجرو دوکان کوي، نو دغه ټېکسونه به د هغه نه هم اخستل کيږی دا ظلم دی زه به حکومت ته د کال 20 لکه روپۍ ټېکس ورکوم هغه بیا هم زما نه پوخ ټیکس اخلي دا د کوم ځای انصاف دی او تاسو ته پته ده د کرونا نه پس تجارت هم اغېزمن شوی".

د ملک د نورو برخو په څېر په خېبر پښتونخوا کې د مالیې او توانایۍ د زیاتو بیعو په ضد احتجاجونه هم کيږي.
دوه ورځې وړاندې سرکاري کارکونکو هم په تنخاګانو 2.5 فیصده مالیې د زیاتوالی په ضد احتجاجونه کړي وو.
د سوداګرو اتحادیه وایي مرکزي حکومت دې په دوکاندارانو اېډوانس او پاخه ټېکسونه ختم کړي او که داسی ونه شي نو هغوی به په پهیه جام هړتال کولو مجبوره شي.

احسان باچا وايي، "ولس زمونږ سره ملګری دی د دې وروسته به مونږ پهیه جام هړتال کوو او امېد دی دا ولس به زمونږ ملګرتیا کوي مونږ ایف بي آر ته خپل تجاویز ورکړي مهرباني دې وکړي حکومت دې په هغې غور وکړي".

مرکزي د ټېکسونو ادارې ایف بي آر روان کال د اپرېل په میاشت کې تاجر دوست سکيم متعارف کړی چې پکې په دکاندارانو، هول سېلرانو او مختلفو کمپنو د دوکان د قیمت په سر مالیه لګول شوې، دا مالیه د 1200 روپو نه تر 240000 روپو پورې د یو دوکان په سر جوړیږي. خو سوداګر وایي د هغوی نه دې د امدن په بنياد ماليه واخستل شي.