دپنجاب په څېر قامي اسمبلۍ ته هم نکاح نامه کې دختم نبوت دسوګند شاملولو باور ورکړل شوی

د بشري حقونو کارمندان او د احمدي ټولنې وګړي وایي دغه رقم قانون سازۍ سره  پاکستان کې افراطیت نور هم زیاتیدای شي-

د پنجاب په صوبایي اسمبلۍ کې له منظورۍ وروسته مرکزي حکومت هم قومي اسمبلۍ ته نکاح نامه کې د ختم نبوت دسوګند شاملولو باور ورکړی دی-

دكورنيو چارو پارليماني سېكتر محمد سجاد دا ډاډ دقامۍ اسمبلې د څه غړو لخوا په نکاح نامه كې د ختم نبوت د سوګند د نه شاملولو په اړه دپام راګرځولو دنوټس په ځواب كې وركړی دی۔

بل پلو ته د بشري حقونو کارمندانو او د احمدي ټولنې سره دتړاو لرونکو وینا ده چې د مذهب په نوم دغه رقم قانون سازي د پاکستان په څېر ټولنه کې چې د وړاندې څخه زغم لږ دی، افراطیت نور هم زیاتولی شي-

تیره ورځ ترسره شوې دقامي اسمبلۍ غونډه کې مرکزي حکومت قانون جوړونکو ته ډاډ ورکړو چې پلازمینه اسلام آباد کې به د نېشنل ډیټابیس او رجسټریشن ادارې (نادرا) او پاسپورټ فارمونو په څیر د نکاح سند یا فارم کې د ختم نبوت حلف شامل کړي.

د كورنيو چارو پارليماني سېكتر محمد سجاد پارلیمان ته وویل، هغه دپام راګرځولو ددې نوټس ملاتړ کوي اؤ باور ورکوي چې اړونده وزارت به په دې معامله کار وکړي.

دغه موضوع د لا زیاتو اقداماتو لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمیټۍ ته استول شوې او سپیکر راجه پرویز اشرف دا هم ويلي چې نکاح نامه کې په ختم نبوت دباور لرنې دسوګند شاملولو لپاره دې قانون سازي وشي.

دپاکستان د بشرې حقونو دکمیشن پخوانۍ مشره زهره یوسف وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په پاکستان کې مدام مذهب د سیاست د پاره کارول شوی دی.

دهغې په خبره "دغه رقم قوانین ډیر خطرناک وي، ددې څخه ټولنه کې عدم برداشت زیاتیږي،موږ لیدلي چې کله هم په مذهبې اساس په قانون کې بدلون راوستل شوی لکه ضیا الحق چې د حدو ارډیننس د لارې او بیا د مذهب د سپکاوي او نورو قوانینو کې بدلونونه راوستي وو نو ددې څخه په ټولنه کې د کمزورو طبقو په ضد تشدد زیات شوی دی"

د احمدې ټولنې ویاند عامر محمود وي او ای ډیوه ته وویل د دغه بدلون څخه پر احمدې ټولنه څه اغیز نه کیږي ولې چې د دوي تر مخه په احمدې ټولنه کې د واده دغه فارم نه کارول کیږي.

هغه زیاتوي"دغه رقم د مذهب په نوم کېدونکې قانون سازۍ ته به پام راګرځول وي ولې چې په ټولنه کې د وړاندې څخه زغم لږ دی او تندروي ورځ تر بلې زیاتیږي"

هغه زیاتوي دغه رنګه قانون سازي په اوږد مهاله توګه د پاکستان او د ټولنې د پاره زیانونه رامنځته کولی شي ځکه چې په داسې ګامونو مذهبي توپیر زیاتیږي او د خلکو حقونو ته زیان رسول کېږي-

سږ کال داکتوبر میاشت کې په پنجاب اسمبلۍ کې هم د ختم نبوت سوګند د نکاح په اسنادو كښې د شاملولو قرارداد منظور کړی و-

ددې ترڅنګ د پنجاب وزيراعلا چوهدري پروېز الهي امر کړی و چې په صوبه کې د واده کولو لپاره د "خاتم النبوت" اعلان سره یې نوي فارمونه شامل کړي او د واده په وخت کې به د ناوې او زلمي لپاره لازمي وي چې د ختم نبوت سوګند لاسلیک کړي.

د پنجاب د اعلا وزیر له اړخه د نکاح رجسټرار ته د ختم نبوت د حلف نامې په شمول د نوو فارمونو د جاري کولو لارښوونه شوې وه او دا هم ویل شوې وو چې د د واده هغه رجسټرار چې د ودونو نوي فورمه نه کاروي هغه ته د یوې میاشتې بند او جریمې سزا ورکړل کیدای شي