تیراه کې د امن دپاره ولسي پاڅون شوی

تيرا کې ولسي پاڅون شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې خېبر ضلعې په تيراه مېدان کې د باړې سياسي اتحاد او ځايي خلکو د امن دپاره ولسي پاڅون کړی، د پوځ، مرکزي او صوبايي حکومتونو نه یې په کلکه د امن په ځای کولو، هدفي وژنو او قلنګ د مخنيوي غوښتنې کړي دي. نن د خېبر په جمرود کې يو ځانمرګی بريد شوی يو پوليس افسر پکې وژل شوی دی.

د ولسي پاڅون نه پينځه وړاندې د خېبر په باړه کې د تحصيل په مرکزي ودانۍ دوه ځانمرګي بريدونه شوي څلور پولیس پکې وژل شوي وو.

له دې وړاندې په تيرا او نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې شوي او د زیاترو زمه وارۍ پکې تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

د ولسي پاڅون غونډې ته په وېنا کې د باړې د سياسي اتحاد مشر شاه فېصل اپريدی چې د جماعت اسلامي سره یې تعلق دی، وويل، د تیراه خلک نن راغونډ شوي او څوکېدار ته یې پېغام ورکړو چې سمه څوکيداري وکړي کنه دا خلک به خپله ټوپک راواخلي او خپله څوکۍ به په خپله وکړي.

هغه وويل، د تيراه خلکو وړاندې هم خپل امن په خپله ساتلی دی اوس یې هم ساتلی شي.

نوموړي زياته کړه، هيله لري چې امنیتي ادارې به په خپلو پالیسیانو کې بدلون راولي او په سیمه کې به امن په ځای کړي.

غونډې ته بل وېنا کوونکي د عوامي نيشنل ګوند چراغ اپریدي وویل، تر هغې پورې به د پاڅونونو لړۍ دوامداره وساتي تر څو پورې چې په سیمه کې امن نه وي په ځای شوی.

هغه زياته کړه، دوی د عدم تشدد لاره خپله کړې تل هڅې شوي چې د سيمې خلک په خپله ټوپک راپورته کړي خو دوی د عدم تشدد او پرامنه لارې امن غواړي.

اپريدي زیاته کړه، په سيمه کې خلک تېر ايستل شوي د سياست نه لرې پاتې شوي اوس په سیمه کې سياسي هلې ځلې کيږي او دوی هڅه کوي چې خلک سياسي شي او د هر ناوړه عمل ضد غږ پورته کړي.

د ولسي پاڅون غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ افتاب شينواري وويل، د ټوپک او زور د لارې کله هم امن نه شي راتلی دوی به هڅه کوي چې د ولسي پاڅونو د لارې امن راولي.

هغه وويل پي ټي اېم د امن دپاره مبارزه کوي خو په سياسي ګوندونو غږ کوي چې خپل سیاستونه دې يوې ډډې ته کړي د سيمې د امن دپاره یې يو شي غږ دې پورته کړي ځکه چې امن تر ټولو غټه مسله ده.

په غونډه کې اعلان وشو چې بله پاڅون غونډه به د اګست په 13مه په باړه بازار کې کيږي.

خېبر ضلع او په ځانګړي ډول تيراه سيمه د کال 2009م راهسې د ناامنۍ سره مخ پاتې شوې وسله واله فعاليتونه پکې وو، بيا دغلته د [درغلم، بیا درغلم او خېبر ون او خېبر ټو] په نوم پوځي عمليات شوي حکومت او پوځ دغه سیمې د وسله والو فعاليتونو څخه پاکولو دعوې هم کړې وې.

په سيمه کې د پوځي عملياتو له امله د زرګونو په شمېره کې کورنۍ کډه شوې چارواکي وايي زياتره کډوال بيرته ستانه شوي خو د افغانستان سره په پوله پرتو راجګال او خواوشا سیمو ځينې کډوال تراوسه نه دي ستانه شوي.

د خېبر په بېلابيلو سیمو کې د لشکر اسلام، انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان سره امر باالمعروف او توحيدالاسلام وسله واله ډلې فعاله پاتې شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د تېر کال راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره د سوات څخه ولسي پاڅونونه هغه وخت پېل شو چې هلته وسله وال ښکاره شوي د ناامنۍ پېښې شوې وې.

پوليس او پوځ په سوات کې د وسله والو موجودګي هم تاييد کړې وه.

د پاڅونونو لړۍ بيا د سوات نه تر دير، بونېر او پښتونخوا نورو سيمو پله غځول شوې وه. خو د پاڅونونو ترڅنګ په صوبه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې هم دوامداره پاتې شوي دي.