د پېښور جوګیواړه کوڅه د زړو کتابونو دپاره شهرت لري

 د پېښور انجينيرنګ پوهنتون نه فارع شوی حارث افريدي وايي د نصاب او نور عمومي کتابونه په جوګیواړه محله کې په کم نرخ ترلاسه کوي

د پېښور ښار جوګيواړه کوڅه د زړو کتابونو د پاره مشهوره ده، د کتاب لوستونکي وايي چې دوی په ارزانه بعیه په ياده محله کې د کتابونو دوکانونو نه د نويو کتابونو په ځای د خپل شوق او ضرورت زاړه کتابونه ترلاسه کوي.

د کتابونو مینه وال وايي کوم کتابونه چې دوی ولولي نو هغه د نورو کتابونو سره په جوګیواړه کې بدلولی هم شي.

د دوکاندرانو په وېنا د زياتې ګرانۍ لوجي د نويو کتابونو په مقابل کې خلک زاړه کتابونه ډیر اخلي۔

د پېښور انجينيرنګ پوهنتون نه فارع شوی حارث افريدي وايي د نصاب او نور عمومي کتابونه په جوګیواړه محله کې په کم نرخ ترلاسه کوي۔ " ځيني وخت کې مونږه څه کتابونه نوي مېلاو نه شي او دالته چې راشو نو دوئ سره وي ځکه چې دغه کتابونه خلکو استعمال کړي وي او بيا يې دوئ ته ورکړي وي، نو هغه که لګ شان خراب شوې هم وي خو بيا هم مونږه ته د مطالعې د پاره موجود وي دلته"

د زدکوونکو په وېنا دوی د هشنغرۍ جوګيواړې سيمي نه کتابونه واخلي او د لوستولو وروسته په کمه بعيه د خپل ضرورت مطابق يې هم دغلته د نورو کتابونو سره بيا بدل کړي۔

د پېښور ګورنمنټ کالج زده کوونکی عامر عزيز وايي چې په دې محله کې بې وزله زده کوونکي په اسانۍ سره د خپل شوق او ضرورت مطابق کتابونه اخېستلې شي۔ " نومږه ته چې استاز کوم کتابونه ياد کړي نو هغه مونږه دلته نه اخلو، د دوئ سره زړه کتابونه وي چې قيمت کې ارزان وي، او زما په خيال چې کوم غريب زده کوونکي دي نو د هغو د پاره يو ښه ځاۍ دې د کتاب اخېستو د پاره"

ځايي خلک وايي چې محله جوګيواړه کې د نويو او زړو کتابونو قریباً ۳۰ د کتابونو دوکانونه وو خو په کاروبار کې د کمېدو لوجې ځينې دوکانداران د کتابونو کاروبار په پرېښودلو مجبوره شوي دي۔

د جوګيواړۍ يو دوکاندار مبشر خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وبا خپرېد وروسته د دوئ د نويو کتابونو کاروبار اغېزمن شوی خو د زړو کتابونو خرڅول ورته ګټه ور دي. " د کرونا وبا راتلو سره زمونږه کاروبار متاثره شوې دي ځکه چې تعليمي ادارې بندې وې او دې وجې نه زمونږه ځينو ملګرو کاروبار پرېخودو، دا ګراني سېوا کېږي نو د نوو کتابونو قيمت هم سېوا کېږي او د زړو کتابونو قيمت کم وي نو خلک ډېر راځي او چې هغه ورته نه مېلاوېږي نو بيا نه راځي"

د کتابونو لوستونکي وايي په ارزانه بيعه ترلاسه کېدونکي کتابونه د ګرانې بعيې کتابونو يو ښه نعمل بدل دی خو دغې د پاره د کتاب لوستلو شوق ساتل مهم دي۔