مطبوعات: پېښور یونېورسټې د داخلې په فېسونو کې بیا د اضافې فېصله کړې

د پېښور یونېورسټۍ زدکونکي وايي په فېسونو کې د اضافې په ضد په بیا احتجاجونه شروع کوي

د پېښور پوهنتون منتظېمینو يو ځل بيا د داخلې په فيسونو کې اضافې فېصله کړې ده چې د زده کونکو اتحاديو پې نېوکې کړي دي او ويلي دي چې په فېسونو کې د ۲۰ فيصد پورې زیاتوالی به په طالب علمانو د یونېورسټۍ دروازې بندې کړي.

د یونېورسټۍ ترجمان نعمان خان په فېسونو کې د اضافې په اړه د مطبوعاتو د خبرونو نه تردېد او نه یې تصدیق کړی.

د مطبوعاتي خبرونو ترمخه پېښور یونېورسټۍ د دولسم ټولګي نه تر اېم فېل او پي اېچ ډي پورې کلاسونو د داخلې فېسونه د زیاتولو فېصله کړې ده.

زدکوونکو د یونېورسټۍ د فېصلې مخالفت کړی او د د دې پرضد یې د احتجاجونوشروع کولو خبره کړې ده.

د پېښور پوهنتون وياند وايي تر اوسه پورې انتظاميه له خوا په رسمي توګه اعلاميه نه ده ايستل شوې خو په رسنيو کې خپور شوي راپورونه دوئ هم ترلاسه کړي دي۔

نور تفصیل پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال فرید شینواري په دې کې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور یونېورسټۍ د فېسونو په زیاتولو د زدکونو تاثرات دلته اورېدلی شئ