د بلوچستان او خيبرپښتونخوا په لويه لاره پرته په شېراني ضلع کې د پولیو ضد موجوده کېمپېن کې زياتروماشومانو ته په سکولونو کې ويکسين ورکول کېږي.
د روغتيا د ادارې پي پي ايچ ای په مرسته په روغتيايي مرکزونو کې هم فکسډ سايټونه يا د ويکسين مرکزونه جوړ شوي، چېري چې د کليوالو سيمو ماشومان ويکسین کېږي.
د پي پي ايچ ای بلوچستان ځايي کارکوونکی اکبرخطاب وي او اې ډيوه ته وویل چې اداره يې د بلوچستان په ټولو ضلعو کې د صحت په برخه کې کار کوي، او د پولیو کيمپېن پر وخت د صحت محکمې کومک او د کيمپېن څارنه کوي.
اکبر خطاب وویل د نور بلوچستان په څېر په شېراني ضلع کې هم د پوليو کيمپېن روان دی، چې له مخې به يې شل زره ماشومانو ته قطرې ورکول کېږي. پي پي ايچ ای په ټول بلوچستان کې اووه نيم سوه روغتيايي مرکزونو ته د ميډيسن ورکولو ترڅنګ د پوليو کيمپېن څارنه يا مانيټرنګ هم کوي.
د ډېره اسماعيل خان او ژوب ترمنځ پر غځېدلي سړک د کلي خان عالم په سکول کې اوويا ماشومانو ته په روان کيمپېن کې د پوليو ضد قطرې ورکول شوې دي. د سکول پرنسپل عزيزالرحمن شېراني وايي، چې سيمه يې د پوليو وايرس له مخې حساسه يا های رسک ده.
عزیزالرحمن وویل په سکول کې په دوه سوه دېرش ماشومانو کې اوويا تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي دي، چې د پوليو څاڅکي ورکول کېږي. موږ هر وخت له پوليو ټيمونو سره کومک کوو. دا سيمه له افغانستان او وزيرستان سره پر پوله پرته ده، ځکه نو د وايرس له پلوه ډېره حساسه ده.
عزيزالرحمن زياتوي چې په سکول کې ځيني ماشومان د څرمنې یا د پوستکي په ناروغۍ ليشمينيا اخته دي. په سيمه کې د ناروغۍ له امله پر پوليو کيمپېن منفي اغېز پرېوځي، که يې پر وخت غم ونه خوړل شي.
هغه وویل دلته د ليشمېنيا کېسونه زيات دي. ځکه نو خلک دا اندېښنه او ګيله لري، چې حکومت د دوی اساسي ستونزه نه حل کوي، خو پوليو کيمپېن پرله پسې کوي. بايد چې حکومت د ليشمېنيا د علاج لپاره هڅې وکړي، چې پوليو کيمپېنونه په سمه توګه سرته ورسېږي.
د ضلعې روغتيايي چارواکي وايي، چې پر پوليو کيمپېن منفي اغېز ته په پام سره په سيمه کې د ليشمنيا ناروغي د علاج لپاره ځانګړی مرکز به ژر فعال شي، چېري چې به د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته پنځه زره ويکسين يا انجکشن ناروغه ماشومانو ته ولګول کېږي.
د بلوچستان په اتلسو ضلعو کې د پوليو ضد کيمپېن دوام لري دی، چې له مخې به يې د صوبې دولس لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد قطرې ورکول کېږي.