پاکستان کې دتوانایۍ دبحران په اړه به حکومتي ګامونه څومره سودمن ثابت شي؟

وزیراعظم شهبازشریف د کابېنې د یوې غونډې مشري کوي

د پاکستان حکومت په ملک کې د توانایۍ د بچت او په اقتصادي ستونزو د قابو موندلو دپاره اوونۍ کې دوه ورځې رخصتي بحال کړې ده او د سرکاري افسرانو،وزیرانو او د پارلمان د غړو د پټرولو سرکاري کوټه یې هم 40فیصدي راکمه کړې ده.

اقتصادي پوهان دغه ګامونه علامتي بولي او وایي دې سره به تر څه حده په بهرني اکاونټ بوج کم شي خو حکومت له به دې دپاره کوټلي ګامونه پورته کول وي.

پوهان وایي پاکستان دا وخت اقتصادي چیلنجونو سره مخ دی او حکومت له به د توانایۍ ترڅنګ په اقتصادي اډانه کې هم اصلاحات کول وي ځکه چې دحکومت لخوا اخستل شوؤ دې اوسنیو ګامونو سره به ملکي اقتصادي ستونزې هوارې نه شي.

مرکزي کابینې په پاکستان کې په اوونۍ کې د دوؤ ورځو رخصتي په داسې حال کې بحال کړې چې تر دې وړاندې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف په اوونۍ کې 6 ورځې د کار کولو ویلي ؤ خو په ملکي کچه د توانایۍ دسخت بحران وروسته حکومت دغه ګامونه اخستي ترڅو د توانایۍ بچت وکړي.

اقتصادي پوهان وایي حکومتي ګامونه په خپل ځائ خو دا وخت چې پاکستان کومو اقتصادي ستونزو سره مخ دی هغې دپاره به په بنیادي اقتصادي اډانه او دتوانایۍ په څانګه کې اصلاحات کول وي.

داقتصاد ماهر طاهر امین وایي دا وخت دپاکستان دننه او بهرنی اکاونټ د فشار لاندې دی، ګراني مخ په زیاتیدو ده او د روپۍ نرخ ورځ تر بلې غورځیږي او په داسې وخت کې کوټلو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده .

"زمونږ چې کومې غټې ستونزې دي هغه که د توانایۍ او یا ملکي نور اقتصاد سره تعلق لري په هغې توجه ورکول دي او ایي ایم ایف چې حکومت ته د کومو اصلاتو ویلي، هغو بدلونو ته اړتیا ده ،دتوانایۍ او پټرولیم په مد کې به په وخت فیصلې کول وي ،چیلنجونه زیات دي او دا دومره اسانه نه ده چې د توانایۍ د بچت سره به حل شي زمونږه درامدي بل په تیزۍ سره زیاتیږي او ګراني 20فیصدو ته هم تلی شی او ایي ایم نه پور اخستو ته توجه پکار ده"

د پاکستان داطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب تیره ورځ په خبري غونډه کې ویلي دي چې په ملکي کچه د بجلۍ غوښتنه 25000 میګا واټه ده او په ملک کی 21000 میګا واټه بجلی پیدا کیږي.

هغې ویلي د پاکستان کابينې فیصله کړې چې د سرکاري افسرانو او پارلیمان دغړو د پټرولو کوټه 40% راکمه کړي او په دې هم غور روان دی چې د بجلۍ د بچت دپاره کاروبارونه د وخته بند کړل شي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي دا وخت پاکستان د توانایۍ غټ بحران سره مخ دی او په نړیواله کچه د تیلو او ګیس بیعې زیاتې دي او دبجلۍ په پیداوار هم لګښتونه زیات دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د توانایې د بچت دا ګام که عملي شي نو تر څه حده به ګټه تر لاسه کړي او د پاکستان نه چې کوم ډالر بهر ځي هغه به راکم شي.

د پاکستان مرکزي بینک وایي هیواد کې دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 10اربو ډالرو نه کمه ده او کرنټ اکاونټ خساره نزدې 14اربو ډالرو ته زیاته شوې ده چې له امله یې د روپې بيعه هم کميږي