په سوات او اورکزو کې د امن لپاره لاريونونه شوي او د جنوبي ضلعو خلک عملياتو اندېښمن کړي

Orakzai protest

د خېبرپښتونخوا په سوات او اورکزو قبايلي ضلعه کې د امن غوښتنې او نا امنۍ پرضد لاريونونه شوي، او د صوبې د جنوبي ضلعو اوسېدونکي وايي، دوی د حکومت لخوا د ترهګرۍ ضد نوو عزمِ استحکام عملياتو اندېښمن کړي دي.

په سوات کې پرون د جمعې په ورځ د سوات ولسي پاڅون په دوو علاقو کې لاريونونه کړي او د امن غوښتنه یې کړې ده. د سوات ولسي پاڅو مشر فواد خان وي او اې ډيوه ته وویل، په پښتونخوا کې يو ځل بيا د ناامنۍ پېښې سېوا شوې، په باجوړ او مردان کې چاودنې وشوې، د پوځي عملياتو اعلان شوی، په خلکو کې ويره سېوا شوې ده، ځکه دوی لاريون وکړو.

هغه وویل، د رياست زمه واري ده چې خلکو ته د مال او ځان تحفظ ورکړي او که امنیت نه شي که نه شي ورکولی خلکو ته دې وویل شي دوی به خپل ګامونه پورته کوي.

هغه زياته کړه، بله دا چې اوس د کومو عملياتو اعلان شوی ولس په هغې هم نه دی خبر چې دغه عمليات به څنګه کولی شي، خلک اندېښمن دي چې بيا د ناامنۍ او خلکو د وژنو لړۍ پيل نه شي او خلک بيا په کډو کولو مجبوره نه شي.

فواد خان وويل، د دوی سره د ولسي پاڅون په لاريونونو کې د سياسي ګوندونو عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمعيت علمااسلام او پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم شامل وو.

بل لور ته د صوبې په اورکزو قبايلي ضلعه هم د امن غوښتنې او ناامنۍ پرضد لاريون او جلسه شوې ده. ياد لاريون د (اورکزي رايټس مومنټ، او آر اېم) په نوم د اورکزو د حقونو د تنظيم د سيوري لاندې شوی دی.

د ياد تنظيم مشر محمد نواز ويلي، د دوی لاريون او جلسه په سيمه کې د امن په پلويتوب او ناامنۍ پرضد وه. هغه ویلي،په کال 2010م کې په اورکزو کې پوځي عملیات شوي وو، خلک بې کوره شوي، هنګو ته کډوال شو بيا دغه خلک بيرته ستانه شوي خو هلته ابادي نه وه، کاروبارونه تباه شوي، او په علاقه کې بيا ناامني شورو شوې ده. هغه وويل د سيمې خلک د ناامنۍ د خاتمې او امن غوښتنه کوي.

د ياد لاريون او جلسې يو بل غړي محمد فاروق اورکزي ویلي، شل کاله وړاندې دوی په هیڅ نه پوهېدل اوس خلک خبر دي چې څوک هم وژل کيږي، د وطن وژل خلک کيږي، سيمې ته مصنوعي جګړې راوستل شوي، که څوک هم جنګ راوړي دوی به یې مخالفت کوي. په ياد لاريون او جلسه کې هم د سياسي ګوندونو غړو ګډون کړی دی.

‎په داسې وخت کې چې حکومت د ترهګرۍ د مخ په زياتېدونکو پېښو وروسته د عزمِ استحکام په نوم عملیاتو اعلان کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ‎صوبې د جنوبي او قبایلي سیمو خلک وايي، دوی د نوو عملياتو اعلان اندېښمن کړي، ځکه د دوی په وينا د کلونو راهسې ناامنۍ پرضد د پوځي عملياتو باوجود امن په ځای نه شو.

‎ځايي خلک وايي، د ناامنۍ او جنګونو له امله د دوی ژوند سخت ګډوډ شوی، او د عادي حالت بیرته راستنېدو لپاره څه امېد نه لري.

د بنو په بکاخېل کې د عوامي نېشنل ګوند مشر ولي الله وايي، "کله د جاسوس په نوم وژنې کيږي او کله د عملیاتو په پایله کې کورونه پریښول وي، نور خلک تعلیمونه او کاروبارونه کوي او د خپلې مرضۍ ژوند کوي خو زمونږ نه خو کاروبار پاتې شو او نه مو ماشومانو تعلیمونه وکړل".

د جاني خېل سیمې قامي مشر ملک مويز وايي، "د عملیاتو په ترڅ کې مونږ ډېر څه له لاسه ورکړل. خپل کورونه، خپل کاروبارونه، زمونږ عزیزان. دلته امن نشته، یوازې ویره او بې باوري ده".

ځايي خلک وايي د ناامنۍ او بیا د ناامنۍ پرضد پوځي عملیاتو کې له اوږدې مودې نه ښکېل دي، د عملیاتو په پایله کې د پاکۍ دعوې کیږي خو حقیقت بل ډول دی او وضعيت لا هم کړکېچن دی.

د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عيد رحمان وايي، "حکومت له ضرب عضب عملیاتو وروسته له مونږ سره د امن ژمنه کړې وه، خو هغه څه چې مونږ په شمالي وزیرستان کې ولیدل له هغې لرې دي. د عملیاتو پای ته رسېدو راهیسې، په هدفي بریدونو کې تر 700 زیات کسان وژل شوي دي".

د سيمې خلک وايي، ناامنۍ نه یوازي عام ولس بلکې د علاقې کاروباري خلک اندېښمن کړي او وايي روانو امنیتي ستونزو له امله کاروبار په ټپه ودرېدلی دی.

ډېره اسماعیل خان کې د دويانو کاروبار کونکی سید رحمان وايي، "ما به وزیرستان او نورو ضلعو ته درمل رسول. د امنیتي وضعیت له امله زما کاروبار د سقوط په درشل کې دی، اوس دغلته په ډېره اسماعیل خان کې لرې پرتو سیمو ته دارو نه لیږل کیږي ځکه چې زیاتره خلکو خپل کورونه او کاروبارونه پرې ایښي دي".

د ځایي خلکو وینا ده چې د تېرو شلو کلونو نه د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد روانو پوځي عملیاتو سره یوازې د دوی کړاوونه نور زیات شوي دي. دوی وايي نوره دا ناامني او جنګونه نه شي زغملی.