د پاکستان د بشري حقونو کمیشن: بنو کې د امنیتي ادارو په ممکنه ډزو کې پینځه احتجاج کوونکي وژل شوي

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د پښتونخوا په بنو کې نن پر احتجاج کوونکو د ډزو پېښه غندلې ده چې وایي پاکستاني امنیتي ادارو ورباندې ممکنه ډزې کړې او په نتیجه کې یې لږ تر لږه پینځه احتجاج کوونکي وژل شوي او تر 20 زیات ټپیان شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې نن د جمعې په ورځ د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاج او کاربنديز شوی، احتجاج کوونکي وايي، د بنو ښار د پوځي چاوڼۍ او بنو سپورټس کمپليکس سره پرې ډزې شوي دي.

ایچ آر سي پي د جمعې په ورځ د بنو تر پېښې وروسته پر خپل ایکس په یوه لنډ بیان کې ویلي، داسې ښکاري چې ریاست د خپلو شهریانو د ژوند او پرامنه غونډو د ازادۍ له حقه سرغړونه کوي:

"صوبايي او وفاقي حکومتونه باید سمدستي له مظاهره چیانو سره خبرې وکړي او د هغوی جایزې اندېښنې واروي او د احتجاج کوونکو له وژونکو او ټپي کوونکو ذمه وارو کسانو سره حساب ورکړي".

ایچ آر سي پي غوښتنه کړې چې په سیمه کې د قانون او امن د بحالۍ لپاره پر هر ډول اقداماتو باید په پارلمان کې په شفاف ډول بحث وشي او د اغېزمنو خلکو د حقونو محاسبه دې وشي.

احتجاج کوونکي دعوه کوي، ډزې پرې پوځ کړي او خواوشا د 20 پورې کسان پکې ژوبل شوي دي. پوځ تراوسه پورې د ډزو په حواله څه نه دي ویلي.

بنو کې ځايي خلکو، سياسي او مدني فعالو او تاجرانو نن په ټوله ضلع کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره د احتجاج او کاربندیز اعلان کړی وو. ياد کاربنديز په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ د بريد وروسته شوی وو.

پوځ ویلي وو، په ياد بريد کې اته پوځيان او لس بريد کوونکي وژل شوي وو.

د ننني احتجاج او کاربنديز په اړه بنو کې د تاجرانو د اتحاديې مشر ډاکټر عبدالروف قرېشي وويل، دوی د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی خو په امن غوښتونکو ډزې وشوې.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل، د زرګونو په شمېره کې خلک د بنو ښار ته احتجاج له راټول شوي، سپورټس کمپليکس ته غونډې ته روان شوي، نيم په کوهاټي ګېټ او نيم په پراټي ګېټ باندې، خو د کوهاټي ګېټ په لاره چې چاوڼۍ پرته ده او دوی چې څنګه د ميرانشاه سړک ته وتلي هلته پرې ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه، د ډزو باوجود خلک سپورټس کمپليکس ته روان وو او چې هلته ورسېدل هلته پرې هم ډزې وشوې.

د بنو ضلعې روغتون وي او اې ډيوه ته ويلي، روغتون ته په ډزو لګېدلي 21 کسان ور وړل شوي دي.

بنو کې د احتجاج په وخت خلکو د عزم استحکام په نوم عملياتو مخالفه، سيمه کې د امن دپاره، او سيمه د هر ډول وسله والو څخه پاکولو نعرې وهلې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين په اېکس پوسټ کې دعوه کړې، د امن دپاره مظاهره کوونکو باندې پوځ ډزې کړي، ګڼ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پشتين د پېښې پرضد نن مازيګر د احتجاجونو اعلان هم کړی دی.

خو پوځ د ډزو په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي او نه د بنو انتظاميه او پوليس د پېښې په اړه ځواب وايي.

د خېبرپښتونخوا حکومت هم تراوسه پورې د پېښې په اړه کوم بيان نه دی جاري کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو ځايي مشر فهيم مروت په اېکس يو فهرست خپور کړی چې دغه کسان د بنو په ډزو کې ژوبل شوي دي.

بنو کې د يونين کونسل پخوانی ناظم همايون خان وايي، بنو د امن او ميني نوم وو، د بنو مازيګری د امن او خوشالو دپاره مشهور وو، خو د تېرې يوې مودې نه بنو د خلکو دپاره د ناامنۍ مرکز جوړ شوی ځکه دوی احتجاج ته مجبور شوي دي.

يو بل پخواني تحصيل ناظم ملک محمد حيات خان وويل، د بنو خاوره نوره ناامني نه شي زغملی او نننی احتجاج حکومت ته پېغام ورکول وو، چې د بنو خلک ناامني نه خوښوي او بايد دلته د امن دپاره ګامونه پورته کړل شي.

يو قانون پوه (وکیل) مطيع الله جان وویل، د بنو په بکاخېل او جاني خېلو کې له دې وړاندې پوځي عمليات شوي، او په دغو عملياتو کې تر ټولو زيات تاوان ولس ته اوښتی، کورونه او کاروبارونه یې تباه شوي دي.

هغه وویل، خلک نور د عملياتو نه تنګ دي، امن دې په ځای کړل شي.

بنو کې دا احتجاج په داسې وخت کې شوی، چې تېره میاشت په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.

په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي وو، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث" شوی وو.

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه".