د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال حنيف پشتين د څلور کاله بند وروسته خوشي کيږي هغه د قتل په مقدمه کې بري کړی شوی دی. د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د حنيف پشتين وکیل د هغه د ازادېدو خبر ورکړی دی. حنيف پشتين د کال 2019 د جولايۍ د مياشتې په لومړۍ سر کې د قتل په مقدمه کې نیول شوی وو.
د حنيف پشتين وکیل پير عرفان وايي، په حنيف د مرګ يا قتل د مادې 302 لاندې مقدمه درج وه او د ترهګرۍ ضد ماده پرې د پېښور هايکورټ ختمه کړې وه.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د بنو د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د حنيف پشتين ضد د تېرو څلورو کالو راهسې مقدمه روانه وه خو په هغه کوم ثبوت وړاندې نه کړی شوی او د شواهدو د نشتوالي له امله حنيف بري کړی شو او مقدمه یې خارج کړه.
هغه زياته کړه له دې وړاندې د بنو د ترهګرۍ ضد عدالت، اډيشنل سېشن جج او د پېښور هايکورټ د بنو څانګې د حنيف پشتين د ضمانت خواستونه رد کړي وو.
د پي ټي اېم منظور پشتين په ټويټر ويلي وو، "حنيف پښتين له څلورو کلونو بند تېرولو وروسته نن د خپل تاريخي استقامت او د تحريک د هڅو په پايله کې له زندانه خوشی کیږی. هغه زياته کړې، "زه او زموږ تحريک شاهدي ورکوو، چې حنيف پښتين او د هغه کورنۍ تاريخي استقامت ښودلی او تل يې يوه خبره کړې چې د قام او وطن د ابادۍ لپاره له دې هم زياتې قربانۍ او سختيو ته تيار يو".
د کال 2019 په څلورمه جولايۍ د بنو د هغه وخت پوليس مشر ډي ايي جي عبدالله خان او د ضلعې د پوليس مشر ياسر اپريدي په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه، د بنو پوليس په ټاون شپ علاقه کې په يو کور چاپه وهلې چرته چې د دوي په وېنا پوليس ته په يو شمېر مقدمو کې مطلوب کسان موجود وو.
پولیس چارواکو ويلي وو، کله پوليس دغه کور ته ورسېدل په کور کې موجودو کسانو ته يې د ځان حواله کولو وويل خو دوي پرې ډزې کړې وې.
پوليس افسرانو ويلي وو، په ډزو کې بيا د استخباراتي ادارې يو انسپکټر او يو پوليس افسر په شمول يو سپاهي ژوبل شوي او انسپکټر بيا ژوند د لاسه ورکړی وو.
چارواکو بيا د درېو کسانو حنيف الله، فهيم الله او شاهين الله د نيولو ويلي وو چې تعلق يې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره دی او دوي پوليس او استخباراتي ادارو ته د ترهګرۍ په بېلابيلو مقدمو کې مطلوب وو.
خو شاهین الله د نيولو څو ورځې وروسته په ضمانت خوشی شوی او فهيم الله د حنيف پشتين سره په بند کې وو.
هغه وخت د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي وو ، حنيف مفرور نه وو بيا ولې د هغه پرضد د شپې په مهال چاپه وهل کېده، هغه ويلي وو، "د رياست نه اپيل کوم چې اکثره زمونږ په ملګرو د شپې په مهال په ساده جامو کې په پټ مخ خلک راځي په کورونو کې ننوځي چاپې وهي، مونږ د تشدد او ترهګرۍ پرضد او په عدم تشدد ولاړ يو". نوموړی ويلي وو د درغجنو مقدمو څخه نه تښتي.
حنيف پشتين د شمالي وزيرستان سره تعلق لري زده کوونکی دی او د سیمې څخه بنو ته کډوال شوی وو په بنو ټاون شپ کې اوسېدو په هغه د کوم وراني مقدمه نه وه خو د بنو د جلسې او احتجاج وروسته يې نوم په مقدمو کې اچول شوی وو.
د پي ټي اېم مخکښ او د کور کمېټۍ غړی صمد خان د حنيف پشين په بري کېدو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی د وړاندې نه دا دريځ لري چې د ايین او قانون سره سمه په پرامنه ډول مبارزه کوي خو د دوی پرضد د ترهګرۍ او غدارۍ مقدمې درج کيږي خو عدالتونه چې دوی خوشي کوي او بري کوي دا د دوی [پي ټي اېم] د دريځ د ملاتړ څرګندونه ده.
دا وخت د پي ټي اېم فعال ګيله من په دوه مقدمو کې بندي دی څو ورځې وړاندې په پېښور کې نيول شوی وو. او د مې په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د پي ټي اېم درې نور فعال عيد رحمان، زکيم او جلال نيول شوي وو، پي ټي اېم د دغو کسانو د نيولو تور په پوځ پورې کوي خو پوځ دغه تور ته رسمي کوم ځواب نه دی ويلی.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم وياند مولانا رويد الله وايي،په 15مه جولايۍ د دوی 10 غړي نيول شوي وو، او په 16مه جولايۍ بيا د سيند صوبې محکمه داخله ويلي دغه کسان د يوې مياشتې دپاره د تهري اېم پي او د قانون لاندې نيول شوي او د يوې مياشتې دپاره د جېکب اباد په زندان کې بندي کړی شوي دي.
په دوی تور لګول چې سړک یې بندولو او د امن عامه مسله یې جوړوله.
خو رويد الله دغه تور ردوي او وايي چې دا کسان په يو ځای نه وو، اول دوه کسان د سهراب ګوټ تاڼې ته په خپل کار پسې تللي په دوی پسې بيا دوه دوه او نور کسان ورغلي او ټول بندي کړی شوي وو.