د کوټې ځانمرګي برید کې د 14ؤ پوځيانو په ګډون د وژل شوؤ شمېره 26ته رسېدلې، بي ایل اې یې ذمه واري منلې

د کوټې په ځانمرګي برید کې د 14 ؤ پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ تر 60ؤ زیات نور ژوبل دي ، روغتیایي سرچینې وایي په ژوبلو کې هم تر نیمایي زیات پوځيان دي چې د ځېنو حالت پکې د اندېښنې وړ دی.

بلوچ بیلتون پاله وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي یا بي ایل اې د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې د شوي ځانمرګي برید پړه پغاړه اخستې اؤ وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د بېګناه وګړو وینو تویوونکو ترهګرو ته به د خپل دې ناوړه عمل دروند قیمت پرېکول وي.

د خالي په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې یو ځانمرګي برید شوی چې د چارواکو په وینا 26 کسان پکې وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي دي.

د کوټې ایس ایس پي محمد بلوچ رسنیو ته ویلي داسې ښکاري چې دا یو ځانمرګي برید ؤ.

پولیس سرجنې ډاکټر عایشه فیض ډیوه سره خبرو کې پخلی کړی چې په دې چاودنه کې 14 پوځيان وژل شوي اؤ تر 60 پورې کسان ژوبل شوي چې په ژوبلو کې هم تر نیمایي زیات پوځيان دي.

هغې وویل په ژوبلو کې د ځېنو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی. خو د کوټې ډپټي کمشنر سعد بن اسد بیا ډیوه ته ویلي چې په دې چاودنه کې 10پوځيان وژل شوي دي

چاودنه د خالي یا شنبې په سهار هغه مهال شوې چې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي د کوټې څخه پېښور ته د تګ تابیا نیوله.

امنیتي سرچینې وایي ریل ګاډی لا په پلیټ فارم نه ؤ ولاړ چې په دعه مهال د ټکټونو د خونې تر څنګ یوه درنه چاودنه وشوه .

د کوټې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي محمد بلوچ ویلي چې د چاودنې په مهال په ریلوی سټېشن کې تر ۱۰۰ زیات کسان موجود وؤ اؤ هغوي کې زیاترو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل تنان د کوټې سول اؤ نورو روغتونو ته رسول شوي اؤ په هسپتالونو کې بېړنی وضعیت پرځای کړل شوی دی.

له پېښې وروسته بیلتون پاله بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پخپل یو بیان کې ددې برید ذمه واري قبوله کړه اؤ وې ویل دا ځان وژونکی( چې هغوي ورته فدایي ویلي) برید د پاکستاني پوځ په عسکرو شوی دی.

د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په جاري کړي یو بیان کې ویلي د هغوي د مجید بریګیډ د یو ځانمرګي لخوا دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو په یوه ډله شوی چې دغو پوځيانو په پوځي مکتب کې له کورس ختمولو وروسته غوښتل په جعفر ایکسپریس نومې ریل کې بېرته ستانه شي.

د پاکستان پوځ د بي ایل اې دې دعوې ته لا هیڅ غبرګون نه دی ښودلی اؤ نه یې هم لا ددې چاودنې په اړه کوم بیان جاري کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په دې خونړۍ چاودنه خواشیني ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي ترهګرو ته به د بېګناه انسانانو د وژنې قیمت پرېکول وي.

پخپل یو بیان کې ښاغلي شهباز شریف ویلي حکومت اؤ امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ نوغي ویستلو ته په بشپړ ډول چمتو دي اؤ ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي چې د بېګناه وګړو د ژوند سره لوبې وکړي.

وزیراعظم د بلوچستان د صوبایي حکومت څخه ددې پېښې په اړه تحقیقاتي رپورټ هم غوښتی دی.

د بلوچستان صوبې وزیراعلا ویلي په دې پېښه کې ککړ ترهګر ددې جوګه نه دي چې انسانان ورته وویل شي .

پخپل یو بیان کې هغه ویلي ترهګر له انسانیته غورځېدلي اؤ د هغوي د نابودولو لپاره به اقدامات دوامداره ساتل کیږي.

تر دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نیټه بي ایل اې د کراچۍ هوایي ډګر نه بهر د چینایي وګړو په قافله د شوي هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم پغاړه اخستې وه چې دوه چینایي وګړي پکې وژل شوي وؤ اؤ یو بل د چین وګړی پکې ژوبل شوی ؤ.

له دغه برید وروسته بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې وه چې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ له نړيوال هوايي ميدانه تلونکو د چينايانو له کاروان سره جنګولی اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بریدونو پړه هم یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې دعوه کړې وه چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه وه تایید کړې.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.