رپورټ: داعش، ټي ټي پي او مسلح بلوڅ ډلو په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې سږ کال فعالیتونه زیات کړي

داعش خراسان د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شعيه مسلمانانو په جماعت ځانمرګې برېد ومنلو. په حمله کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي دي

د سږ کال د شروع راهسې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې داعش خرسان او تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ مسلح ډلو په امينتي ځواکونو حملې سېوا کړې وې. دا خبره په پاکستان کې د څېړنې یوې ادارې کړې ده.

په اسلام اباد کې مېشته پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز شمېرې ښايي چې د سږ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د ترهګرو فعاليتونه سېوا شوي او په دې دوران کې د ترهګرۍ 97 پېښې رامنځ ته شوي چې پکې ګڼ شمېر امنيتي عسکر، عام وګړي او وسله وال وژلی شوي دي۔

بلخوا د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د ادارې مشر د اپريل په 14 مه ويلي وو چې د شږ کال په لومړیو دريو مياشتو کې د وسله والو پرضد عملياتو کې 128 وسله وال وژل شوي او 270 نور نيولی شوي دي۔

پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د شمېرو ترمخه د سږ کال په لوموړیو څلورو مياشتو کې د ترهګرۍ په 97 پېښو کې د امنيتې ځواکونو په ګډون 474 عام وګړي او واسله وال وژل شوي دي او نور 422 تنان ژوبل شوي دي۔

داعش خراسان د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شعيه مسلمانانو په جماعت ځانمرګې برېد ومنلو. په حمله کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي دي.

د پېښور قيصه خوانۍ حسنين علي او ای ډيوه ته وايي چې د پېښور د محله کوچه رسالدار په جماعت حمله کې يې پلار په حق رسېدلی۔ نوموړي زياته کړه اوس مهال د خپل پلار کمی ډېر محسوسوي ځکه چې خپل پلار ډېر په سختو او مشکلاتو کې دوی رالوی کړي اوس د کور ټوله زمه واري په داسې وخت کې په دوی راغله چې دوی يې لا توان نه لري۔

د محله کوچه رسالدار په حمله کې د کرمې ضلعې ممتاز حسين هم په دواړو سترګو او يوې پښه معزوره شوی، هغه وايي چې کله په هسپتال کې هوش کې راغلو نو غوښتل يې چې خپل ژوند ختم کړي ځکه چې هغه وايي بغير د سترګو ژوند ډېر ګران وي۔

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، سږ کال د تشدد په پېښو کې ملکي خلکو ته د زیان ترڅنګ امینتي ځواکونه هم د تلفاتو ښکار شوي دي او د پاکستان د پوځ او د غېر حکومتي ادارو د شمېرو ترمخه د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو په مهال جګړه کې د امنيتي ځواکونو 131 عسکرو ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د اپرېل په 14 مه د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې ايې ايس پي ار مشر مېجر جنرل بابر افتخار خبري غونډې په مهال وویل: " د دې عملياتو دوران 97 افسران او عسکر په حق رسېدلي دي، د ترهګرۍ خلاف زمونږه قومي جنګ به انشالله د اخري ترهګر خمتولو پورې جاري وي

د داعش خراسان او د پاکستاني طالبانو تر څنګ بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو هم د پوځ پر ضد په جګړه کې بوخت دي۔

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو يوې مېرمنې د اپرېل په 26 مه په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي استازانو په ګاډې ځانمرګې برېد وکړوچې پکې درې چينايي استازان او پاکستانی ډرایور یې ووژل شوو۔

د کال 2022 د فېبرورۍ په مياشت کې بلوڅ وسله والې ډلې د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سيمو کې د ايف سي ځواک په کېمپونو بريدونه کړي وو۔