سپریم کورټ دعمران خان دلانګ مارچ دمخنیوي خواست غیر موثر ګرځولی

دسپریم کورټ درې کسيزه بینچ د تحريک انصاف د لانګ مارچ مخنيوي لپاره د جمعیت علما اسلام پاکستان دسینیټر کامران مرتضا لخوا شوې عریضه یا خواست غير موثر ګرځولی او ويلي یې دي که چرې د آیين دخلاف ورزی ښکاره خطره وي نو عدالت به مداخلت وکړي

په داسې حال کې چې دلاهور نه پیل شوی د تحریک انصاف احتجاجې مارچ د پنجاب جهلم سیمې ته رسیدلی ددغه لانګ مارچ دمخنیوې او د لارو د تړل کیدو په ضد د پنجشنبې/زیارت په ورځ سپريم کورټ او اسلام اباد هاېې کورټ کې اوریدنې شوې دي-

دسپریم کورټ درې کسيزه بینچ د تحريک انصاف د لانګ مارچ مخنيوي لپاره د جمعیت علما اسلام پاکستان دسینیټر کامران مرتضا لخوا شوې عریضه یا خواست غير موثر ګرځولی او ويلي یې دي که چرې د آیين دخلاف ورزی ښکاره خطره وي نو عدالت به مداخلت وکړي.

بل اړخ ته اسلام اباد هایکورټ ویلي احتجاج د هرچا حق دی خو باید ددې څخه د عامو وګړو ژوند اغیزمن نه شي-

دتحریک انصاف ګوند عمومي سکتر اسد عمر ویلي عمران خان د خالي په ورځ پنډې ته د احتجاجې مارچ د رارسیدو نیټه اعلان کولې شي خو څیړونکي ددې لانګ مارچ اسلام اباد ته رسېدل دپوځ د نوي مشر د ټاکنې دنیټې سره تړي.

د جمعیت علما اسلام پاکستان سینیټر کامران مرتضا سپریم کورټ کې داير کړي درخواست کې دریځ خپل کړی چې د تحریک انصاف داحتجاجي مارچ اسلام اباد ته په رارسیدو ورځنی ژوند اغېزمن کیدای شي.

چیف جسټس عمر عطا بنديال خپل ريمارکس کې ویلي لانګ مارچ سياسي مسله ده چې په سياسي توګه حل کيدای شي.

د چیف جسټس په وینا دغه معامله کې به د عدلیې مداخلت د وخت څخه وړاندې وې اؤ که چرې د ایین دښکاره خلاف ورزۍ خطره وي نو عدالت مداخلت کولی شي-

سینیټر کامران مرتضا که څه هم ویلي چې درخواست یې د ګوند له اړخه نه بلکې په شخصې حیثیت دایر کړی خو جسټس اطهر من الله نوموړي سینیټر ته ویلي دا دمنلو نه ده چې حکومت کې د ایتلافي تر څنګ هغه په ذاتي حیثیت درخواست دائر کړی اؤ ویلي‌ یې ديمعامله دې د انتظامیې د لارې هواره کړی شي-

بل پلو ته اسلام اباد هایکورټ کې هم د پي ټي ایي داحتجاجي ناستې له امله په ممکنه توګه دلارو تړل کیدو په ضد د تاجرانو د درخواست اورېدنې شوې اؤ چيف جسټس عمر فاروق ویلي چې جلسې کول دهرچا حق دى خو ددې څخه دې د عامو خلکو حق اغیزمن نه شي.

دتحریک انصاف ګوند احتجاج مارچ په داسې حال کې دپلازمینې اسلام اباد لوري ته روان دی چې د پوخ مشر جنرال قمر جاوید باجوده په ممکنه توګه د روانې میاشتې په ۲۹ مه نیټه دخپلې څوکۍ نه ریټاير کیدونکی دی او احتمال ښودل کیږي چې هم په دغه ورځ به د پوځ نوی مشر خپله څوکۍ ترلاسه کړي.

د څیړونکو وینا ده دا سې ښکارې چې عمران خان د پوځ د مشر د ټاکنې نیټې ته نزدې اسلام اباد ته رارسیدل غواړي-

جرنلسټ مظهر عباس وایي" عمران خان پنډۍ ته د راتلو خبره هم ځکه کوي چې هغه پوهه دی چې د اسلام اباد واک ته لاره د پنډۍ څخه ځي اؤ دا هغه سخت حقیقتونه دي چې سترګې پرې پټې نه شې ساتل کیدای"

څېړونکي مدام دپاکستان په طاقتور پوځ اؤ استخباراتي ادارو سیاست کې دلاسوهنې تورونه لګوي خو پوځ په دې وروستیو کې ویلي چې خپل ځان یې دسیاست نه په ډډه ساتلی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې خبریال مظهر عباس وایي د پوځ د ژمنو سربیره راتلونکو کلونو کې به په ډاګه شي چې پوځ واقعي په سیاست کې لاس وهنه نه کوي اؤ کنه دعوه یې یوازې دعوه پاتې کیږي-

پخوانې وزیراعظم عمران خان که څه هم خپلو وینا ګانو کې هر کله د پوځ څخه د مداخلت غوښتنې کړې البته پوځ د دې څخه وړاندې وخت په وخت ویلې سیاست کې مداخلت نه کوې او سیاست مداران دې هم پوځ د سیاست څخه لرې وساتې-

د دفاع وزیر خواجه اصف تیره ورځ د شخصې ټیلی ویژن سره خبرو کې ویلې وو دپوځي مشر دټاکنې په اړه پرېکړه د روانې میاشتې تر ۲۵مې نیټې کیدای شي.

بل لوري ته د مرکزي حکومت له اړخه که څه هم د تحریک انصاف دغه احتجاجې مارچ لپاره اجازه تر اوسه نه ده ورکړی شوې خو د مارچ د مخنیوې د پاره تیارۍ دوام لري،پایه تخت اسلام اباد کې د سړکونو په غاړو په لوېې شمیر کنټینرې لیدلې کیږې او حکومت د پوځ او امنیتي ځواکونو دګمارلو اعلان هم کړی دی-