د خېبر پښتونخوا په حنوبي ضلعو لکي مروت او جنوبي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو په ګزمه او کاروان بریدونه شوي چې پکې د یو پوځي افسر په ګډون 16 پوځیان ټپيان شوي.
په ژوبلو پوځيانو کې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
بل خوا د کورمې قبایلي ضلعې مرکز پاړه چنار ته غځېدلې یوازینی مرکزي سړک، ټل-پاراچنار روډ، نن په 22مې ورځ هم د خراب امنیتي وضعیت له امله تړل شوی دی چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
امنیتي سرچینو د شنبې یا خالي په ورځ وي او ای ډیوه ته ويلي ، نن سهار په لکي مروت کې د ګلابي او جنوبي وزیرستان په سرویکۍ سیمه کې نامالوم وسله والو د پوځ پر ګزمه او کاروان ډزې کړې دي .
سرچېنې وایي د لکي مروت په برید کې پنځه پوځیان ټپيان شوي دي، چې د درملنې لپاره د پنجاب میانوالي سیمه کې پوځي روغتون وړل شوي.او د بر جنوبي وزیرستان په سرویکۍ کې په بل برید کې، د پوځ د یو کیپټن په شمول 11 پوځیان ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي تر دغه بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګیره کې اخستې او د لټون عملیات دوام لري .
د حنوبي وزیرستان سروېکی سیمه د 2009 کال د راه نجات پوځي عملیاتو پر مهال د ترهګرو څخه پاکه اعلان شوې وه، خو اوس هم حالات پکې ډاډمن نه دي.
دوه ورځې وړاندې په بنو کې هم د پوځ او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې، چې پکې د یو پوځي مېجر په شمول درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وؤ.
پوځ ادعا کړې وه چې په دغو عملیاتو کې یې اته وسله وال هم وژلي دي.
دا د اکتوبر په میاشت کې 46م برید و، چې پکې 53 امنیتي سرتېري او 80 کسان وژل شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان پوځ د تېرو 20 کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې پوځي عملیات کوي. دا عملیات په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې روان دي.
بل لورته د فرقه ایز تاوتریخوالي اؤ نښتو له امله قبایلي ضلعې کورمې ته غځېدلې د ټل-پاراچنار لاره د ۲۲ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
ځایي خبریال، عدنان حیدر، وایي ډیوه ته وایي د لارې بندېدو له کبله زرګونه خلک په خپلو سیمو کې بند پاتې دي، انټرنیټ هم ځنډول شوی، او په روغتونونو کې ناروغانو ته سختې ستونزې دي.
هغه وایي د درملنې د نشتوالي له کبله ماشومان او یو شمېر نور ناروغان مړه شوي دي.
ځايي خلک غوښتنه کوي چې سړکونه دې د تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شي.
په کورمه کې دا کړکېجن حالت وروسته له هغې رامنځته شوی چې د اکتوبر په 12مه د کونج علیزی سیمه کې عامو خلکو پر قافله برید وشو چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي وؤ.
په سیمه کې د حالاتو د ښه کولو لپاره یوه لویه جرګه روانه ده، چې ددغه جرګې یو غړی او پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی، فخر زمان، وایي،جرګه په ښه توګه خپل کار کوي، او ډېر ژر به حالات سم شي.
د کورمې ډپټي کمېشنر، جاوید محسود، ویلي چې د جرګې او قبایلي مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي، او حالات د ښه کېدو په لور روان دي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وویل، د دوی لومړیتوب د ماشومانو تعلیم او روغتیا ده، او د هغوی د اسانتیا لپاره ګامونه پورته کړل کیږي.
د ډپټي کمشنر په وینا، لار د اکتوبر په 12مه په یوه قافله له برید کېدو وروسته بنده شوې وه. په کنج علیزۍ کې په دغه حمله کې 15 کسان وژل شوي وو، او د برید په ترڅ کې پولیسو شاوخوا 100 شکمن کسان نیولي دي.
د کورمې د پولیسو مشر، احمد شاه، وویل چې د نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي، او د امنیتي خطرونو له امله سړک تړل شوی دی.