د بلوچستان په 15 ضلعو کې د پوليو ځانګړی کېمپين پيل شو

په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، چې د تېرکال له جنورۍ مياشتې راهيسې د پوليو يو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، او په صوبه کې د انکاري خلکو شمېر هم له څوارلس زره اته زره ته راټيټ شوی دی

په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد ځانګړی پېنځه ورځنی کېمپين د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پيل شو، چې له مخې به يې د صوبې په 15 ضلعو کې څه د پاسه درې لکه ماشومان ويکسين شي.

اوسني کېمپين ته کېس ريسپانس کېمپين وېل کېږي چې په افغانستان کې سږ کال د پوليو مثبت کېس په پام کې د نیولو په ترڅ کې ترسره کېږي.

د بلوچستان د روغتيا د بېړنيو عملياتو د مرکز مشر حميدالله ناصر وي او اې ډيوه ته د کېمپين په اړه وویل چې اوسنی کېمپين د صوبې په يوسل درې يونين کونسلونو کې ترسره کېږي او درې لکه يو اتيا زره هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پېنځو کلونو پوري دی پوليو ضد څاڅکې به ورکول کېږي.

ښاغلي ناصر وویل "د اوسني کېمپين لپاره چې د ايالت د مرکز کوټې په شمول په پنځلس ضلعو کې ترسره کېږي، دوه زره يوسل شپږ اتيا ټيمونو کار کوي. او هغه ماشومان چې له افغانستان څخه بلوچستان ته رځي او يا هم له نورو صوبو راځي پر لويو لارو ويکسين کېږي. که څه هم په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی خو البته په افغانستان کې په روان کال کې او په تېرکال کې څلور ماشومان په ګوزڼ اخته شوي وو."

په بلوچستان کې اوسنی کېمپين په داسي وخت کې ترسره کېږي، چې په ګاونډي افغانستان کې په روان مېلادي کال کې د پوليو يو مثبت کېس شوی. د افغانستان مثبت کېس ته پام سره په صوبه کې پېنځه ورځنی کېمپين ترسره کېږي، ځکه چې بلوچستان له افغانستان سره پوله لري او په دې موسم کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ زيات شي.

د صوبې د روغتيا چارواکي وايي، چې په روان کېمپين کې هغه ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، د دې لپاره پر چمن پوله ځانګړي روغتيايي ټيمونه په دنده ګمارل شوي، چې افغان ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي.

په صوبه کې له هغو خلکو غوښتل شوي، څوک چې له پوليو څاڅکو انکاري يا رفيوزل وي، چې خپل ماشومان د اوسني کېمپين په ترڅ کې ويکسين کړي، او هغه د ټول عمر له معذورۍ خوندي وساتي. په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، چې د تېرکال له جنورۍ مياشتې راهيسې د پوليو يو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، او په صوبه کې د انکاري خلکو شمېر هم له څوارلس زره اته زره ته راټيټ شوی دی.