سټېټ بېنک: په جولاي کې د پاکستان ترسيلات زر سېوا شوي

د سټېټ بېنک شمېرې ښیې  په جولایۍ کې   دوه اربه او 99 کروړه ډالره پاکستان ته منتقل شوي، يا د بهر ملکونو څخه پاکستان ته رالېږل شوي دي، خو د جون په میاشت کې ترسیلات درې اربه او 15 کروړه وو

د پاکستان سټېټ بېنک وايي د جولاي په میاشت کې د پاکستان ترسیلات زر په کلیز بنیادونو نزدې 48 فیصدي زیات شوي خو روان کال د جون په مقابله کې په ترسیلات زر کې د پينځو نه تر نهو فیصدي پورې کمی راغلی و او په مجموعي توګه کال 2023-24 کې ترسیلات زر 10 فیصده زیات شوي دي.

د سټېټ بېنک شمېرې ښیې په جولایۍ کې دوه اربه او 99 کروړه ډالره پاکستان ته منتقل شوي، يا د بهر ملکونو څخه پاکستان ته رالېږل شوي دي، خو د جون په میاشت کې ترسیلات درې اربه او 15 کروړه وو.

اقتصاد پوهان وایي په پاکستان کې ګراني او د سود شرح زیاته ده ځکه په بهر هيوادونو کی مېشته پاکستانيان خپلو کورنو ته زياتې پيسې راليږي، او دې نه علاوه دا پيسې د پاکستان په بهرنيو قرضونو ورکولو کې هم کارول کيږي.

اقتصاد پوه خبریال طاهر امين وايي، "د جولایي په میاشت کې د پاکستان تجارتي خساره 19 فیصده سېوا شوې، او برآمدات په هغه حساب نه دي زیات شوي په داسې حال کې بیا ترسیلات زر یو مهم رول لوبوي، بله دا چې روان مالي کال پاکستان ته 26.5 اربه ډالره قرضه واپس کول دي ځکه دا ډېر اهمیت لري".

سټېټ بېنک وایي تېر مالي کال 2023-24 کې30 اربه او 20 کروړه ډالره مجموعي ترسیلات زر شوي د جولایي په میاشت کې دوه اربه 99 کروړه او 50 لکه ډالره پاکستان ته راغلي او تېر کال هم په دې موده کې دوه اربه دوه کروړه 90 لکه ډالره ترسیلات شوي وو.

د دې ترڅنګ بېنک ويلي، په میاشتنيو بنیادونو په جولایۍ کې د جون کال 2024 د درې اربه او 15 کروړه ډالرو په مقابله کې 15 کروړه او 30 لکه ډالره ترسیلات زر کم شوي دي.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان زیاتره ځوانان خلیجي هیوادونو ته روزګارونو له ځي او په دې کې ورځ تربلې اضافه کیږي، او دا چې ترسیلات زر کې اضافه د حکومت معاشي پالیسۍ هم څرګندوي.

اقتصاد پوه عرفان خان وايي، "ترسیلات زیات راتلل ښیې چې بهر هيوادونو کې مېشته پاکستانیان د حکومت په معاشی پالیسو اعتماد کوي د مرکزي بېنک چې کومې شمېری راغلي هغې نه دا څرګندیږي چې زیاتې پیسې د خلیجي هیوادونو څخه راغلي او په دغو هیوادونو کې د پاکستانیانو تعداد نور هم زیات شوی دی."

د بېنک ترمخه د سعودي عرب نه پاکستان ته 761 ملينه ډالره راغلي او په دې کې د تېر جون په حساب شپږ فيصده کمی شوی، د متحده عرب اماراتو نه د اووه فیصدي کمي سره 611 ملينه ډالره، د برتانیې څخه راتلونکو ترسيلاتو کې نهه فيصده کمی شوی او 443 ملينه ډالره راغلي، خو بیا د امریکا نه 300 ملينه ډالره او یورپین یونین نه 351 ملينه ډالره پاکستان ته راغلي دي.