د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امیني ځواکونو په قافله ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه نهه عسکر ووژل شوو.
د وي او ای ډیوه سره چې سرچینو کوم معلومات شریک کړي، ترمخه يې په ځانمرګي حمله کې ۲۰ نور عسکر زخمیان شوي دي.
د بنو ضلعې په جاني خیلو سیمه کې د ځانمرګي حملې په اړه په سمدستي ډول څه نه دي وېل شوي چې ایا چا منلې او که نا؟
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د دریو امنیتي چارواکو له قوله وویل ځانمرګي حمله کوونکي په موټر سایکل سور و او د عسکرو کانوای یا قافله يې په هدف کړه.
ای پي وايي پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
په خېبرپښتونخوا کې په ورستۍ موده کې د ترهګرۍ یو حملې شوي دي.
کالعدم تحریک طالبان پاکستان ډلې د یو شمېر حملو مسولیت په غاړه اخیستی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه هم اخستل شوي دي