طالبان: په خپل "فرصت" به پاکستان سره د ډیورنډ په اړه خبرې کوو

طالبان ورته په څه نظر ګوري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د انعام الله سمنګاني وېنا وه چې اوس مهال دوی د هېواد اقتصادي ستونزو د حل کولو کوښښونه کوي او غواړي چې په داسې موضوعاتو اوس نه بلکې په خپل وخت به خبرې وکړي

د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني ویلي طالبان دا مهال د افغانستان د اقتصاد ترڅنګ نورو لویو مسلو ته متوجه دي او پاکستان سره به د ډیورڼد کرښې په اړه په خپل "فرصت" خبرې کوي.

د وي او ای ډیوه سره کابل نه د وټس اېپ دلارې مرکه کې ښاغلي سمنګاني وویل طالبان ژمن دي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پرضد و نه کارول شي او که چېرې څوک داسې وکړي نو طالبان به یې په خلاف ګاومونه اخلي.

نوموړي دا هم وويل چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودګۍ په اړه ورته کوم شواهد لا تر دې دمه نه دي ترلاسه شوي او بايد پاکستان خپلې داخلي ستونزې د خبرو د لاري حل کړي۔

د ډیورنډ کرښه چې پاکستان یې افغانستان سره د نړیوالې پولې په څېر مني او په افغانستان کې "فرضي کرښه" بلل کېږي، طالبان ورته په څه نظر ګوري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د انعام الله سمنګاني وېنا وه چې اوس مهال دوی د هېواد اقتصادي ستونزو د حل کولو کوښښونه کوي او غواړي چې په داسې موضوعاتو اوس نه بلکې په خپل وخت به خبرې وکړي۔

سمنګاني وویل "دا خو يوه ډېړه زړه مسله ده او مونږه غواړو چې دغه شان موضوعاتو باندې په خپل فرصت سره او په خپل وخت سره خبرې وکړو."

سمنګاني وویل "مونږه په يو صورت نه غواړو چې زمونږه د خوري به په ګټه اخېستلو سره بل ګاونډي هېواد ته امنيتي ستونزه پېښه شي."

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید او د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف ویلي وو چې د پاکستان ضد وسله وال د افغانستان څخه په پاکستان کې حملې کوي.

په نژدیو ورځو کې معید یوسف د یو پلاوي ترڅنګ کابل ته تللی و او د طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

سمنګاني وویل د معید یوسف سره خبرو کې دواړه طرفونه دې باندې يو توفق رسېدلي وو چې بايد مونږه يو مېکېنزم جوړ کړو چې ډيورنډ کرښې کې چې کوم امنيتي ستونزې رامنځ ته کېږې د دې مخنيوی وشي

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې د فرورۍ په شپږمه نېټه ويلي چې د خېبر پښتونخوا په کرمه قباېلي ضلع کې د افغانستان د پولې بل اړخ نه شوې ترهګر بريد کې پېنځه امنیتي ځواکونه وژلی شو

د فرورۍ په څلورمه انټرنېشنل کريسز ګروپ په خپل رپورټ کې ويلي چې د هغه وسله والو خلاف د افغان طالبانو لخوا عمل نه کول چې د افغانستان خاوره په مبينه توګه د پاکستان خلاف کاروي د پاکستان داخلي امنيت د ګواښ سره مخ کړی۔

د رپورټ په حقله د يوې پښتنې په ځواب کې د نوموړي وېنا وه په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودګۍ په حقله دوی سره کوم شواهد نه دي شريک شوي ځکه په دې باره کې څه نشي ويلې.

د دې سوال په ځواب کې چې د پاکستان لخوا دا تور لګول کېږي چې تحريک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې موجود دي او د پاکستان خلاف بريدونه کوي د دی خلاف په افغانستان کې د طالبانو لخوا عمليات شوي که نه، د هغه وېنا وه: " په دې اړه مونږه سره کوم کره اسناد او شواهد نه دي شريک شوي او داسې کوم اسناد فې الحال شتون نه لري لهازه دې باره کې مونږه څه نه شو ويلی."

وي او ای ډيوه سره مرکه کې د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني دا هم وويل چې افغانستان کې د طالبانو لخوا د داعش خراسان پرضد عملياتو کولو وروسته دغه ډله اوس په دې هېواد کې په ظاهره شتون نه لري۔