په بلوچستان کې د کولې يا سکرو په کانونو کې د سږ کال په لومړیو درېو مياشتو کې 34 او تېر کال 132 خواریکښ په بيلابېلو پېښو کې مړه شوي، حکومتي چارواکي وايي د کولې په درنګونو کې د مرګونو مخه نیولو دپاره منصوبه جوړوي.
د هرنايي اوسېدونکی 30 کلن لعل خان له خپلو درو وروڼو سره د هرنايي سيمې د کولې په الج/کان کې دوه سوه فيټه لاندې کار کوي، وايي دوی د ماښام ګوله ډوډۍ ګټلو لره له تېرو ديارلس کالو څخه د کولې هره زره د ژوند په بيه را جلا کوي، نه د سر خوندي ساتلو ځانګړې خولۍ لري او نه کومه بله اسانتيا، وايي د ټولو ورڼو د کره ورځې په مزدوري يې 6000 کالدارې هم نه جوړېږي، خو بله لارهم نه لري.
د لعل خان په خبره،" له دې سره مرګ تړلی دی، خو هر څه د خدای پاک په لاس دي، موږ خپل کوشش کوو او په دې امېد ښکته کيږو چې بيرته ژوندي را ووځو".
دوې اونۍ وړاندې د مارچ پر19مه د هرنايي ضلعې په زردالو سيمه کې کوله کان د زهرجن مېتېن ګېس د چاودنې له کبله نړيدلی و چې د کولې 12 مزدوران پکې مړه شوي وو.
کانونو کې ميتين او کاربن مونو آکسايډ زيات خطرناک ګېسونه ګڼل کېږې، که څه هم حکومت د داسي پيښو د مخنيوي دعوي کوي خو په صوبه کې د شاوخوا 5000 کولي کانونو د کارکونکو د ژوند د ژغورلو لپاره تر 40کم انسپيکټران ګمارل شوي دي، د يونيم لک مزدورانو لپاره په 27 طبي مرکزونو کې يو هم فعاله نه دی.
د هرنايي اوسېدونکی نورالله جان وايي، " داسې پېښې هر وخت کېږي، کله يو مړ کله دوه مړه، مګر حکومت و موږ ته سهولتونه نه دي راکړي، هغه که څه زخمي هم وي موږ يې تر کوټې رسوو، ولې چې دلته يو قسم سېنټر نشته او نه ايمبولنس سته، پسمانده علاقه ده، اکثريت د دړد له وجې په لاره کې وفات شي".
روان کال 2024م کې د پاکستان په نورو صوبو کې 22 او يواځې په بلوچستان کې 34 کوله مزدوران مړه شوي دي. په کال 2023 کې د ملک په نورو صوبو کې 148 او په بلوچستان کې 132 کوله مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې مړه شوي وو.
د بلوچستان په کوله کانونو کې زياتره د خېبرپښتونخوا، افغانستان او ځايي مزدوران کار کوي.
د ال پاکستان لېبر فېدريشن صدر لالا سلطان وايي، "په دې صوبه کې له ډيره وخته دا بدقسمتي شروع شوې ده، چې دلته ټهېکداري نظام دی، د کولې کان مالکان چې دي هغه په خپله کار نه کوي او ټهيکه دار ته کار په لاس ورکړي، ټهيکدار کميشن اخلي، دوی ( حکومت) ته ټيکس ورکوي او د ماينونو محکمه دې ته توجو نه کوي".
د بلوچستان د ماينونو او معدنياتو محکمې چارواکي وايي د مرګونې پېښو د مخ نيوي د پلان په جوړولو کار کوي.
د بلوچستان د مانيونو او معدنياتو محکمې انسپېکټر عبدالغني وايي، " موږ پر دغه بحث روان دی، له سيکرټري سره مو ناسته پر کړې ده، پدې کې د کوله کان مالکان، د مزدورانو تنظيمونه، او زموږ محکمه سره په ګډه سره د پېښو د مخ نيوي لپاره يو حل لاره ولټوو".
د ماينونو د محکمي رپورټ ښيې په کال 2020 کي له بلوچستان ايالت څخه تر 27 لکه ټنه زياته کوله وتلي ده، په مارکيټ کې دا وخت د يوه ټن کولي قيمت له 12 زره څخه تر 36 زره روپو پوري دی.
رپورټ زياتوي چې په کال 2020 کي د کولي د ټېکس او امنيت په برخه کې د پاکستان د مرکزي حکومت او خزانې ته تر یونیم اربه زیاتي روپۍ ورکول شوې دي، او د دې تر څنګ د بلوچستان په ايالتي خزانه کي تر 400 مليونه روپيو زيات ټيکس جمع شوی دی، خو بيا هم ورځ تر بلې مرګونې پېښې زياتېږي.