د خېبر ضلعې په تیراه سیمه کې د اېف سي دوه اهلکار وژل شوي، ټي ټي پي حمله منلې

د تيراه مېدان علاقه

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر په تيراه سیمه کې په اېف سي ځواک وسله وال برید شوی، دوه اهلکار پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د برید زمه واري منلې ده.

د تیراه پوليس مشر [اېس اېچ او] مسلم خان اپريدي وي او اې ډیوه ته ياده پېښه تاييد کړې ده.

هغه ويلي، نن غرمه د تيرا توند خوله علاقه کې وسله والو په اېف سي ځواک برید کړی او بيا د وسله والو سره د اېف سي ځواک نښته شوې ده.

هغه زياته کړې، د وسله والو په ډزو کې د اېف سي دوه اهلکار وژل شوي او څلور نور ژوبل دي، د دوو روغتيايي مرګونی دی.

په نښته کې وسله والو ته د کومې مرګ ژوبلې څه نه دي ویل شوي.

مسلم خان وويل، توند خوله غرييزه علاقه ده دغلته وسله وال پټ وي او وخت په وخت دغه ډول بريدونه کوي.

ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې او د درېو اېف سي اهلکارو د وژلو دعوه یې کړې ده.

خېبر کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

له دې وړاندې د جولايۍ په 25 مخه د خېبر په جمرود کې په يو ځانمرګي بريد کې پوليس افسر وژل شوی وو.

له دغې وړاندې د جولايۍ په 19مه د خېبر د باړې تحصيل په ودانۍ دوه ځانمرګي بريدونه شوي څلور پوليس اهلکار پکې وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو.

د باړې د بريد زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.

د يادې پېښې وروسته په 25مه جولايۍ په تیرا میدان کې د باړې سياسي اتحاد او ځايي خلکو ولسي پاڅون کړی د پوځ، مرکزي او صوبايي حکومت څخه یې په سيمه کې د کلک امنیت په ځای کولو، هدفي وژنو ودرولو، او قلنګ د مخنيوي غوښتنې کړې وې.

ياد ولسي پاڅون په 13م اګست باړه کې د بلې غونډې اعلان کړی وو.

خو د ياد ولسي پاڅون ضد په 27مه جولايۍ مقدمه درج شوې او دعوه شوې چې په ولسي پاڅون کې د امنیتي ادارو او پوځ پرضد نعرې وهلي، او هڅه یې کړې چې خلک د ملک خلاف راوپاروي.

خو د ياد پاڅون مشرانو وي او اې ډیوه سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو چې دوی د امن دپاره ولسي پاڅون کړی د امن دپاره به پرامنه مبارزه جاري ساتي.