د افغانستان سره په پوله پرتې د بلوچستان صوبې په چمن سيمه کې نن د ليويز ځواک دوه اهلکار په دوو وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وېنا تازه پېښې يوه د چمن په مال روډ او بله په کلي احمد شاه خان کې شوې ده.
د چارواکو په وېنا د چمن په مال روډ نامعلومو کسانو د ليويز اهلکار رحمت الله په هدف کړی دی.
بله پېښه په کلي احمد شاه خان کې شوې او چارواکو ويلي، د ليويز اهلکار په ګشت وو نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي او وژلی یې دی.
تحریک طالبان پاکستان د دواړو بريدونو زمه وارۍ منلې.
د چمن مرستيال کمشنر اسماعيل ابراهيم د پېښو په اړه مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، د ليویز ځواک اهلکار په ګشت وو، ترهګرو په هدف کړي دي.
هغه ویلي د پېښو پلټنې پېل کړی شوي دي.
د سيمې مدني فعالو او سياسي ګوندونو يادې پېښې غندلي دي.
مدني فعال عبدالرازق وي او اې ډيوه ته وويل، تېر کال د اکتوبر په میاشت کې یې د اکا زوی حبيب الرحمان ليويز اهلکار د پوليو په ډيوټۍ مامور وو، وژل شوی وو، تراوسه یې د قاتل درک ونه شو.
هغه وويل، ليويز به اوس د ځان حفاظت کوي که د خلکو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلعي مشر کريم خان وايي، په قلعه عبدالله او چمن کې ناڅاپه د ناامنۍ پېښو کېدو د سيمې امن خراب کړو.
هغه وويل، سرکار ته ويل غواړي په فوري توګه دې د ناامنۍ په پېښو کې ککړ کسان ونيسي کنه دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.
دوه شپې وړاندې په قلعه عبدالله کې يو سپين ږيری سيد عبدالباري نامعلومه کسانو په ډزو وژلی وو. ټي ټي پي د دغه بريد زمه واري هم منلې ده.
پرون په مسلم باغ کې د سيمې سياسي او ځايي مشرانو د امن غوښتنې دپاره جرګه کړې ده.
بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې په امنيتي اهلکارو د بريدونو پېښې سېوا شوي دي.
د روانې میاشتې په 12مه نېټه د پاکستان پوځ ویلي وو، "د شپې شاوخوا درې بجې د بلوچستان په ږوب ښار کې پنځه وسله والو بریدګرو د پوځ پر چاوڼۍ برید کړی وو نهه پوځي عسکر وژل شوي او 14 ټپي شوي وو".
پوځ د پینځو بریدګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. د بريد زمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې وه.
هم په دغه ورځ د بلوچستان په سويي علاقه کې په امنیتي ځواکونو بريد کې درې اهلکار وژل شوي او پوځ د دوه ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.
په 14مه جولايۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د کوټې سفر کړی وو.
د پاکستان پوځ ویلي وو، "په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په خوندي پټنځايونو او ازاده توګه فعاليتونو یې جدي اندېښنې لري".
د پوځ د مشر د سفر وروسته په پوځي بيان کې ويل شوي وو "په افغانستان کې د موقتي حکومت [طالبانو د واکمنۍ] څخه تمه لري د دوحی د تړون د ژمنو سره سم په اصل معنا خپله خاوره د کوم بل ملک پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي".
د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دریځ ردوي.
د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په دې لړ کې په یوه موقع ویلي وو چې افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو مېز ته راوستلي وو او دا چې پاکستان د خپلې مسلې پړه په افغانستان وراچوي.
په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په يوه تازه مرکه کې د پاکستان له لوري افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون تورونه رد کړي او ويلي يې دي، د پاکستان حکومت داسې څرګندونې د دې لپاره کوي چې نړۍ ته دوی (د طالبانو حکومت) بې وعدې وښایي.
العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ملا یعقوب مجاهد ویلي د طالبانو حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس خبرو ته چمتو دی.