ملګري ملتونه وایي افغانستان کې 67 فیصدي کورنۍ د څښلو اوبو ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دي

په افغانستان کې د څښلو د پاکو اوبو د کمښت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې د 2021م کال راهيسې په دغه هېواد کې اوبو ته د خلکو اړتيا سېوا شوې او 67 فيصده کورنۍ په اوبو ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دي چې په 2021 کال کې دغه کورنۍ 48 فيصده وې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ويلي چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسی نور هم سخت شوی او 67 فيصده کورنۍ د اوبو په ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ شوي دي.

د ماحولياتو افغان ماهرين وايي د موسمي بدلون په نتيجه کې پرله پسې وچکالي او د اوبو د بې پرواه استعمال له کبله د څښلو د اوبو کچه مخ په ټيټېدو ده، او که ضروري ګامونه وانه خستل شي، نو ډېر خلک به په کډه کولو مجبوره شي.

په افغانستان کې د څښلو د پاکو اوبو د کمښت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې د 2021م کال راهيسې په دغه هېواد کې اوبو ته د خلکو اړتيا سېوا شوې او 67 فيصده کورنۍ په اوبو ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دي چې په 2021 کال کې دغه کورنۍ 48 فيصده وې۔

د اوبو د چارو کارپوهان وايي په تېرو 24ؤ کلونو کې افغانستان 14 کاله وچکالۍ درلودلې او بيا تېرو دريوؤ کالو کې هېواد پرله پسې وچکالي لېدلې ده چې له امله يې د اوبو سرچينې اغيزمنې شوي دي.

په دې هکله په امريکا کې مېشت د اوبو د چارو افغان کارپوهه نجيب سديد وي او ای ډيوه ته وايي:

"د وچکالۍ له امله ډېرې د افغانستان د اوبو سرچينې متاسفانه اغيزمنې شوې، بل لامل يې د ځمکې د لاندې اوبه دي، متاسفانه سولر پېنل ته ارزان لاس رسي افغانستان کې دا امکان پېدا کړو چې ډېر خلک د ځمکې لاندې اوبو نه د کروندې دپاره استفاده کوي او دا استفاده دومره بې څاره وه چې د ځمکې لاندې د اوبه سطحه په ډېرو سيمو کې ټيټه شوه"

د ملګرو ملتونو د بشرې مرستو د همغږۍ دفتر په ټولنیزه رسنۍ ايکس ويلي چې افغانستان کې د حرارت د درجې سېوا کېدو سره د اوبو د کمښت ستونزه لا پراخه شوې۔

اوچا وايي په کليوالو سيمو کې کورنۍ په اوسطً ډول تر 17 دقیقو د اوبو د راوړلو دپاره مزل کوي او په ښاري علاقو کې د اوبو ترلاسه کولو دپاره د تېرو کلونو په پرتله دوه چنده زياتې پېسې لګوي۔

د چاپېریال ماهرين وايي د اوبو د کمي سره مخ علاقو کې د افغانستان مرکزي او جنوبي ولايتونه شامل دي او که د مخنيوي دپاره يې يو منظم پلان جوړ نه کړل شو نو ممکنه ده چې د اوبو د خاطره خلک په کډوالۍ مجبوره شي.

په اسټريليا کې مېشت د ماحولياتي چارو افغان کارپوهه ډاکټر ممتاز احمد الهام وي او ای ډيوه ته ويلي چې "د اوبو د کمښت علت دا دی چې د اوبو ډسچارج يا راويستل شته او دوباره ريچارچ کېدل نشته او هغه ځکه نه کېږي چې د ريچارج کومې نقطې دي هلته خلکو کورونه جوړ کړي دي او پرشونه يې اچولي دي نو په داسې حال کې به د ځمکې اوبه د کوم ځای نه چارج کېږي"

د ماحولياتو ماهرين وايي که څه هم افغانستان د نړيوالې تودوخې په علتونو کې ډېر کم کردار لوبوي خو بيا هم د موسمي بدلون څخه متاثره کېدونکو په لومړو لسو هېوادونو کې شامل دی او د وچکالۍ او زياتو بارانونو له کبله ورته هرکال په لویه کچه مالي او ځاني زيان رسېږي۔