یونیسکو: افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې دی چې زیاتې نجونې پکې له زدکړو محرومه دي

د ملګرو ملتونو تعليمي، ساینسي او کلتوري ادارې يونيسکو ويلي چې د افريقايي هېوادونو په ګډون افغانستان له هغو لسو هېوادونو نه يو دی چې ډېرې جينکۍ پکې زدکړې نه کوي۔

ادارې پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې اوس مهال 75 فیصدي هغه افغان نجونې چې عمرونه يې سکولونو د تللو دي د تعليم ترلاسه کولو نه محرومه دي۔

د تعليمي او سياسي چارو افغان پوهان وايي په هېواد کې تېر جنګونه، کلتوري عوامل، د تعليم په برخه کې د خدماتو کمښت او د طالبانو له خوا لګول شوي بنديزونه هغه علتونه دي چې په لکونو شمېره کې جينکۍ یې کورونو کې په ناسته مجبوره کړي دي۔

افغان کارپوهه ښاغلی اصف ننګ وي او ای ډیوه ته وایي، "په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو د جګړو له امله دغه هیواد ويجاړ شوی دی، تعليمي بنيادونه یې ويجاړ شوي دي، د ښوونکو د روزنې پروګرامونه پکې ټکنې شوي دي، غربت، فقر او خطر سیوا شوی دی".

هغه وایي د جینکو د زده کړو نه د محرومتیا بل ستر علت دا دی چې دطالبانو له خوا د نجونو په زده کړو بندیز لګول شوی اؤ ګڼ شمیر نجونې د زده کړو ترلاسه کولو نه محرومه شوي دی.

د يونيسکو د رپورټ ترمخه په 2022م کال کې 80 فيصده افغان جينکۍ له ابتدايي تعليم، 91 فيصده د ثانوي تعليم نه ښکته او 96 فيصده جينکۍ د ثانوي تعليم نه پورته بې برخې پاتې وې۔

په 2021 کال کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې اول د شپږم ټولګي پورته په سکولونو او بيا پوهنتونونو کې د جينکو او ښځو په تعليم بندېز اعلان کړو۔

يو شمېر افغان جینکۍ په هېواد کې واکمن طالبانو څخه د جينکو دپاره د سکولونو دروازو پرانستلو غوښتنه کوي چې په دې توګه قيمتي وخت يې د ضایع کېدو څخه بچ شي۔

د مکتب افغان زده کوونکې فاطمه صافۍ وایي درې کاله وشول چې د هغوي په مخ د مکتبونو دروارې تړل شوي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " زمونږ ډېر وخت ضایع شو او مونږه د زده کړو نه لرې يو او خپل راتلونکي دپاره ډېر اندېښمن يو، نوي تعليمي کال ته د ګوتو په شمېر لږې ورځې پاتې دي نو هيله مو د حکومت نه دا ده چې د مکتبونو دروازې زمونږه د پاره خلاصې کړي".

د طالبانو له خوا د ښځو په تعليم او کار بندېز ته د افغانستان دننه او بهر په پراخه کچه غبرګون ښودل کېږي.

د ښځو د حقونو افغان فعالانې وايي چې د جينکو په تعليم لګول شوی بندېز په دې هېواد کې نه يوازې د ولس او طالبانو ترمنځه واټن سېوا کوي بلکې د ټولنې په کلتور او اقتصاد هم خراب اثر پرېباسي۔

د ښځو حقونو افغان فعاله اغل اصفه ستانکزۍ وایي ،په ښځو د دغو بنديزونو دوام نه يوازې د ولس او اوسني حاکم نظام ترمنځه فاصله سېوا کوي بلکې افغانستان د کلتوري، اقتصادي، سياسي او ټولنيزو مشکلاتو سره مخ کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې وویل "د اوسني واکمنانو نه مخکې هم په ټولنه کې ښځې د فرهنګي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي او هم دا راز په جبري ودونو مجبورولو او داسې نورو ننګونو سره مخ وې".

طالب چارواکو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم پرضد نه دي او د نجونو د زده کړو د ځنډېدو علت د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او یوه طرحه جوړول بولي .

دوی وايي د اسلام او د افغان دود دستور سره سم به د جينکو د تعليم او کار روزګار دپاره حالات برابروي خو تر اوسه یې د نړۍ د زیات ټینګار اؤ غوښتنو باوجود د نجونو په زده کړو د لګیدلي بندیز ختمولو لپاره کومه مشخصه موده یا نېټه نه ده ښودلې.