څېړونکي: د داعش خراسان د مشر په سر د امریکې انعام به د دې ډلې فعالیتونه یو څه کم کړي

امريکايي چارواکو د نومبر په مياشت کې ويلي وو، دوی يقين لري چې داعش خراسان د شپږو نه تر 12 مياشتو پورې د دې جوګه کېدلی شي چې د افغانستان نه بهر حمله وکړي

د امريکي د بهرنيو چارو وزارت د داعش خراسان ډلې مشر ثناالله غفاري د پېژندګلو، ځای معلومولو او د اګست په مياشت کې د کابل په هوايي اډه برید کې ککړو تنانو د معلوماتو ورکولو په سر د 10 ميلينه ډالره انعام اعلان کړی دی. دا خبر رويټرز خبري ادارې خپور کړی دی.

امريکا په تېر نومبر کې ثنا الله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی ځانګړی نړيوال ترهګر ګرځولی وو۔

څېړونکي وايي د امريکا دې اقدام سره به د دغې وسلوالې ډلې په فعاليتونو کې کمی راشي، څېړونکي په دې نظر دي چې د داعش خراسان په بشپړه توګه مخنيوي لپاره په افغانستان کې واکمنو طالبانو، امريکا او نورو هېوادونو د يو بل سره په ګډه کار کول مهم دي.

د امريکي د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي‌ چې دا لس میلینه ډالره به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکول کیږي چې په اساس یې د داعش خراسان ډلې مشر ثناالله غفاري یا وپېژندل شي او یا یې ځای معلوم شي.

ياد وزارت د داعش ډلې د هغو غړو په سر هم انعام ورکوي چې تېر کال د اګست په 26 مه د کابل د هوايي ډګر مخې ته په ځانمرګي برید کې ککړ وو.

په دې حقله د مردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او اې ډيوه ته وايي چې د امريکا دې ګام سره به د داعش خراسان فعاليتونو کې تر ډېره حده کمی راشي:

"دا چې کله مشهور شي ډېر اهميت لري ځکه چې بيا که دغه ترهګر وي او که بل څوک وي خپل فعاليتونه ورته کول ګران شي او پټ پاتې کېږي، چې کله بيا د داسې خلکو په سر پیسې کېښودلی شي نو دا ډېر مهم وي او بيا دغه خلکو لپاره اغېزې پېدا کوي".

داعش خراسان ډله کال 2014 کې په افغانستان کې راښکاره شوی او د طالبانو او د امریکا او لويديځ په ملاتړ افغان حکومت پرضد جنګېدله۔

ثنا الله غفاري، چې په شهاب المهاجر مشهور دی د کال 2020 د مې مياشتې څخه د داعش خراسان مشري کوي.

امريکايي استخباراتو د تېر کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د مخنیوي د چارواکو سره د غفاري په اړوند معلومات شريک کړي وو چې هغه د کابل نه بهر فعاليت لري او ځالې يې جوړې کړي دي۔ امريکا تېر نومبر کې ثناالله غفاري ځانګری نړيوال ترهګر ګرځولی دی.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې پوځ د جمعې په ورځ ويلي چې د د اعش يو ځانمرګي د اګست په مياشت کې د کابل په هوايي اډه برید کې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون 170 افغانان وژلي وو.

په پېښور کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وتلی خبريال حق نواز خان وي او اې ډيوه ته وايي چې په منطقه کې د داعش خراسان په مکمله توګه مخنيوي لپاره پکار دي چې افغان طالبان د امريکا او نورو هېوادونو سره په ګډه ګامونه واخلي:

"افغانستان کې طالبان خو ګڼي چې داعش دومره لوی خطر نه دی، خو حقيقت داسې دی چې د داعش چې کوم غړي يا خواخوږي دي هغه د افغانستان په مختلفو سيمو کې موجود دي او وخت په وخت يې کاروايانې کړې دي لږ شان کموالی پکې راغلی او هغه شان نه دي څنګه چې په ړومبو ورځو کې پېښې شوې وې".

نوموړی وایي "زما په خيال که نړۍ، په افغانستان کې واکمن طالبان دي او که نور ګاونډي هېوادونه دي که دوی يو بل ته لاس ورکړي نو کېدلی شي چې دغه وسلوال ګوند چې دی دغه به له منځه لاړ شي يا يې مخنيوی کېدلی شي".

امريکايي چارواکو د نومبر په مياشت کې ويلي وو، دوی يقين لري چې داعش خراسان د شپږو نه تر 12 مياشتو پورې د دې جوګه کېدلی شي چې د افغانستان نه بهر حمله وکړي.

په تېر کال 2021 کې د داعش ډلې د بريدونو په اړه شوې سروې کې مالومه شوې چې داعش تر ټولې زیاتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې کړې وې او پوهانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نه د امريکايي پوځ د وتلو وروسته دغه ډله زياتيږي.