امریکې پاکستان کې پر رسنیو اؤ مدني ټولنه په بندیزونو اندېښنه ښودلې

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې امریکا اندیښمنه ده چې د رسنیو محدودیتونه او همدارنګه د خبریالانو په وړاندې د بریدونو لپاره د حساب ورکولو نشتوالی د بیان ازادۍ، سوله ایزې غونډې او اتحادیې ته زیان رسوي

امریکې یوځل بیا پاکستان کې په رسنیو د محدودیتونو معامله په ګوته کړې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس خبریالانو ته ویلي چې واشنګټن په پاکستان کې پر رسنیو او مدني ټولنو د پام وړ محدودیتونو له امله اندېښمن دی-

بل پلو ته په پاکستان کې هم د مطبوعاتې تنظیمونو مشران او دبشري حقونو کارمندان په صحافت لګیدلو غیراعلانیه بندیزونه اندیښنې څرکندوې او وایي هر راتلونکی حکومت د رایې پر ازادۍ او مطبوعاتو د بندیز لګولو هځې کړي او په دې اړه یې تګ لارې جوړې کړې دي-

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په دې وروستیو کې په پاکستان کې دټيلي ویژن چینلو په اړه په اشاره کې وویل چې امریکا اندیښمنه ده چې د رسنیو محدودیتونه او همدارنګه د خبریالانو په وړاندې د بریدونو لپاره د حساب ورکولو نشتوالی د بیان ازادۍ، سوله ایزې غونډې او اتحادیې ته زیان رسوي-

ښاغلي نیډ پرایس وویل باور لري چې ازاد مطبوعات، په ټوله نړۍ کې د ډیموکراتیکو ټولنو کلید دی- دا د پاکستان په شان د نړۍ د نورو هیوادونو دپاره هم ارزښت لري-

د پاکستان د اساسي قانون ارټیکل ۱۹م که څه هم، د څه محدودیتونو سره د بیان د ازادۍ او د مطبوعاتو د ازادۍ ضمانت ور کوي خو څېړونکي ووایي په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په عمل کې د بیان ازادي د رسنیو او همدارنګه د انټرنیټ سینسرشپ یا یندیز له لارې محدوده شوې ده-

په پاکستان کې هم دمطبوعاتې تنظیمونو مشران او دبشري حقونو کارمندان په صحافت دلګول کیدونکو نااعلانه بندیزونو په اړه اندیښنې څرکندوې-

د جرنالسټانو د نتظیم فیډرل یونین اف جرنالسټس عمومې مشره شکیله جلیل وي او ای ډیوه سره خبرو کې واېې، د راېې د ازادۍ په اړه حالات په اوسنې وخت کې اندیښمن دي، ولې چې کله دیو او کله دبل چینل خپرونې ودرولی شي-

هغه وایي هدغه رنګه پر جرنالسټانو دخپلې خوښې په اساس بندیزونه لګول کیږي "د یو رپورټر وقار ستي په ضد خو په لومړې ځل د مذهب د سپکاوي د دروغو مقدمه هم درج کړی شوې- که چرې داسې وې نو حالات نور هم خرابیدای شي"

د پاکستان د الکټرونیکي رسنیو د انتظام ادارې (پیمرا) د تیر اګست په ۲۱مه نیټه په ټي وي چینلو نیغ په نیغه د پخواني وزیراعظم عمران خان په خپرولو بندیز لګولی ؤ.

ددې ترڅنګ د راولپنډۍ په لیاقت باغ کې د تحریک انصاف د مشر د وینا پرمهال هم د هیواد په ځینو برخو کې د آنلاین ویډیو شریکولو پلیټ فارم یوټیوب خدمات هم ګډوډ شوي وو-

ددې څخه وړاندې شخصې ټیلې ویژن ای ار وایي او بیا څو ورخې وړاندې بول ټيلې ویژن خپرونې هم په هیواد کې نه شوې لیدل کیدای-

البته د اسلام اباد هایکورټ د ستمبر په پنڅمه نیټه دغه حکمونه معطل کړل او ویې ویل چې پیمرا "د اعتراضیه څرګندونو پر بنیاد پر ویناو بندیز نه شي لګولی.

د هیواد مطبوعات د تحریک انصاف د حکومت په مهال هم تر سخت فشار لاندې راغلي وو او د حامد میر، طلعت حسین او اسد علې طور په شمول پر بیلابیلو هغه خبریالانو بندیزونه لګول شوې یا ځورول شوي وو چې د حکومتې ادارو د تګ لارو په ضد یې غږ رابرسیره کړی و-

دعمران خان دحکومت ړنګیدو نه وروسته اوس پر ایتلافي حکومت هم نیوکې کیږې چې دخپلو مخالفینو په ضد د ادارو د لارې دفشار اچولو هځې کوي-

د پاکستان د بشرې حقونو د کمیشن پخوانۍ مشره زهره یوسف وې او ای ډیوه ته واېې په هیواد کې هر کله د مطبوعاتو د قابو کولو هڅې شوې دې- تیر حکومت کې د میډيا ریګولیټري اتهارټۍ جوړولو هځې شوې وې چې د بشري حقونو دتنظیمونو په شمول ټولو یې غندنه کړې وه- او هرکله به ددغه رقم قواننیو په ضد غږ راپورته کوي-


سږ کال دمئ میاشت کې خپور شوي د ورلډ پریس فریډم انډیکس کال ۲۰۲۲ تر مخه پاکستان په انډیکس کې 12 پوائنټونه ښکته شوی، چې په 2021 کې د 145 درجې څخه په 2022 کې 157 ته رسیدلی-

پاکستاني مامورینو په هېواد کې په مطبوعاتو د قدغونونو خبره ردوي. د وزیراعظمۍ په مهال عمران خان ویلي وو چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.