عمران خان خپل مخالفین په غبن اؤ نااهلۍ تورنوي خو څېړونکي د هغه حکومت ته څنګه ګوري؟

د عمران خان ځان ته پاک او سیاسي مخالف ته د “غل” ویلو بیانیې ته د پاکستان د انتخابي کمېشن هغې فیصلې هم زیان رسولی چې وايي عمران خان د سرکاري خزانې نه په ارزانه بیعه د اخستل شوو تحفو په اړه یا ناسم معلومات ورکړي وو او یا یې ځېني معلومات د کمېشن نه پټ ساتلي وو

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په احتجاجي مارچ کې پرله پسې په واکمن ایتلاف کې په شاملو ګوندونو او قامي ادارو د نااهلۍ او بډو رشوتونو تورونه لګوي خو د سیاسي او اقتصادي چارو پوهان په مرکز کې د تحریک انصاف درې نیم کاله، پنجاب کې نزدې څلور کاله او خېبر پښتونخوا کې نزدې لس کاله حکومتي کارکردګۍ ته ګوتې نیسې او وايي یاده حکومتي موده د بډو او رشوتونو نه پاکه نه وه.

په خیبر پښتونخوا مردان ښار کې د عبدالولی خان پوهنتون دسیاست او نړیوالو اړیکو د څانګې استاذ جواد خان وي او ای ډیوه ته وایي عمران خان خلکو سره د بډو رشوتونو د ختمولو ، د روزګار ورکولو ، اقتصاد ته د ودې ورکولو وعدې کړې وې خو هغه یې نه دي پوره کړي او بډی رشوتونه لا نور هم دهغه په حکومت کې زیات شوي دي.

"دعمران خان دا بیانیه وه چې پاکستان کې کرپشن دی او دې خلکو (مخالفو سیاستمدارانو) پاکستان لوټ کړو ،په بډو رشوتونو کې د پاکستان اقتصادي حالت نور هم خراب شوی، دعمران خان د پالیسو په وجه د پاکستان د بهر هیوادونو امریکې، یورپین یونین ، سعودی عرب او ایران سره اړیکي خرابې شوې دي"

په نړۍ کې د بډو رشوتونو د څارنې ادارې ټرانسپېرنسي انټر نيشنل د کال 2021 په رپوړټ کې کله چې عمران خان په حکومت کې و پاکستان د بډو رشوتونو په لسټ کی 16 درجې نور هم ټيټ شوی وو او د نړۍ په 180 هیوادونو کې د 124م ځایې نه 140م ځای ته لویدلی وو. د دې وړاندې چې کله د عمران خان د مخالف سیاسي ګوندونو حکومت وو نو پاکستان په دغه لسټ کې په 116 نمبر وو.

د عمران خان ځان ته پاک او سیاسي مخالف ته د “غل” ویلو بیانیې ته د پاکستان د انتخابي کمېشن هغې فیصلې هم زیان رسولی چې وايي عمران خان د سرکاري خزانې نه په ارزانه بیعه د اخستل شوو تحفو په اړه یا ناسم معلومات ورکړي وو او یا یې ځېني معلومات د کمېشن نه پټ ساتلي وو.

سیاسي څېړونکي وایي عمران خان د روزګار، کورونو او اقتصاد په اړه وعدې ډېرې کړې وې خو پوره کړې يې نه دي. د هغه ګوند تحریک انصاف دعوه کوي چې هغوي پخپل حکومت کې د صحت او ولسي ښېګړې په څانګو کې غریبو او بې وزله خلکو ته مالي مرستې ورکړې دي.

جواد خان زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په لسو کالو کې تر اوسه این ایف سي ايوارډ نه دی منظور کړی او د خیبر پښتونخوا حکومت د بي ار ټي منصوبې نه علاوه کومه غټه پروژه هم مخې ته نه ده راوړې او بیا دپښتونخوا په حکومتي واکدارانو او عمران خان په خپله هم د بډو رشوتونو تورونه لګیدلي.

په پښتونخوا صوبه کې په عمران خان دا تور د 2018م راسې دی چې حکومتي هېلې کاپټر د سیاسي ګټو لپاره کاروي. په 2018م کی عمران خان نه داحتساب ادارې د هغو تورونو په اړه پوښتلي وو چې د سرکاري هېلي کاپټر د کارولو په سر یې خزانې ته د 21 لاکهو نه د زیاتو پیسو زیان رسولی وو. په دغه صوبه کې واکمن تحریک انصاف د بډو رشوتونو د مخنېوي اداره احتساب کمېشن هم څلور کاله وړاندې ختم کړی وو.

د خیبر پښتونخوا واکمن تحریک انصاف وایي په صوبه کې یې د صحت په څانګه کې بدلون راوستی او د صحت سهولت کارډ له لارې د 7.2 میلینه کورنیو وړیا علاج کوي چې ورته صوبایي حکومت 18اربه روپۍ ځانګړې کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د تحریک انصاف په حکومت کې د پاکستان بجټ خساره په ریکارډ کچه زیاته شوې او اقتصادي پرمختیا منفي ته اوړېدلې ده او تر اوسه د هغې اثرات په پاکستان پریوځي.

په دې هکله د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي پاکستان تحریک انصاف پخپل حکومت کې یوه بد ترینه کارکردګي مخې ته راوړې.

دهغه په وینا دتحریک انصاف حکومت داسې څه ګامونه نه دي اخستي چې د بهر څخه سرمایه ګزاري راوړي او خلکو ته د روزګار موقعې ورکړي.

د پاکستان مرکزي بینک وایې په کال 2017 او 18م کې د پاکستان اقتصادي پرمختیا 6.10 فیصده وه خو په کال 2018 او 2019 کې 3.12 فیصدو ته راغلې وه او په کال 2020م کې منفی یو فیصده ته کوزه شوې وه خو بیا په دې کې 5.5 فیصده اضافه هم شوې وه.