نړیوال بېنک: سختو بېنکي او مالي بندیزونو د افغانستان د خصوصي سېکټر فعالیتونه راکم کړي

د نړيوال بینک له خوا د افغانستان د خصوصي يا پرائيویټ سېکټر په برخه کې ترسره شوې نظر پوښتنه کې ويل شوي چې په هېواد کې سوداګريز فعاليتونه اوس هم د سختو بانکي او مالي محدوديتونو او د اخيستونکو د طلب له کمي سره مخ دي۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د خصوصي سېکتر فعاليتونه اغېرمن کېدل د هېواد ټول اقتصاد ته ضربه رسوي بايد د دې د پرمختګ او فعاليت سېوا کولو دپاره چټک ګامونه واخستل شي۔

سروی یا نطر پوښتنه کې ويل شوي چې د افغانستان خصوصي سېکټر اوس هم د ژوندي پاتې کېدو دپاره د پام وړ چيلينجونو سره مخ دی۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي دا برخه د افغانستان په معاشي نظام کې ډېر مهم کردار لوبوي او که چرې دخصوصي سېکټر ستونزې حل نه کړل شوې نو د هېواد اقتصاد به نور هم اغيزمن شي.

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهه ښاغلی امین ستانکزی وایي،خلکو ته روزګارونه ورکړل کېږي، حکومت ته ټېکسونه جمع کېږي او د نوې سرمايه ګزارۍ دپاره لا زمينه برابرېږي.

دهغه په وینا "بل هغه بوج چې دولت نه شي کولی چې په پخپل سر یې ترسره کړي او په غاړه يې واخلي، خصوصي سېکټر ورسره پکې مرسته کوي".

دغه نظر پوښتنه چې د نړيوال بینک د خصوصي سېکټر چټک سروی بللې شوې پکې ويلې شوي چې افغان سوداګر د هېواد د اقتصادي وضعيت د مستقبل په اړه اندېښمن دي۔

د سروی ترمخه په افغانستان کې سوداګري اوس هم د سختو بینکي او مالي محدوديتونو او د مصرف کوونکو د تقاضې د کمښت سره مخ ده۔

د ښځو سره د تړلو روزګارونو په هکله په سروی کې ويل شوي چې په دې برخه کې اته فيصده سوداګرۍ په موقتي يا دايمي توګه بندې شوې دي۔

د ښځو د حقونو فعالانې وايي د مېرمنو په کار او تعليم لګول شوي بنديزونه هغه عوامل دي چې کارکوونکې زياتره ښځې په کورونو ناستې دي او په اقتصاد کې ونډه نه لري۔

د افغان ښځو د حقونو فعاله فرزانه نجیب بارکزي،د بندېزونو نه وړاندې تقريباً 40 فيصده ښځې په روزګار وې چې هېواد ته یې هم ګټه وه او خپل خاندان سره يې هم کومک کولو.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " اوس چې دغه فعاليتونه بند شوي دي يا ځنډېدلې دي نو دا خو ډېره لويه ضربه ده زمونږه د هېواد اقتصاد، تعليم او تربيې دپاره".

د اقتصادي چارو پوهان وايي که څه هم د طالبانو n حکومت له خوا د خصوصې سېکټر ځينو کمپنو سره په وروستيو کې د 4 ميليارده افغانیو په لګښت نوي قراردادونه په وروستيو کې لاس ليک شوي خو د دې سېکټر د پرمختګ دپاره به نور مربوط ګامونه هم اخستل وي۔

ښاغلی امین ستانکزی وایي،دولت ته پکار ده چې د خصوصي سېکټر او د پانګوالو د جذب دپاره له بېلا بېو مېکېنزم نه استفاده وکړي او هم دا همدا راز په خپلو پالسېو کې بدلون د بدلون له لارې اساني پیدا کړي او ماليات راکم کړي.

د هغه په خبره ، نړيوالو ته پکار دي چې د خصوصي سېکټر د ودې په خاطر د دولت سره همکاري وکړي.

په سروې کې دا هم ويل شوي چې ډېری افغانان یا هېواد پرېږدي او يا د کار غېر رسمي بازار ته مخه کوي۔

د نړيوال بینک موندنې ښيې چې د غوښتنو يا طلب په کچه کې کموالی د دې لامل شوی چې يو شمېر سوداګرو پانګونې کمې کړي او خپل کارکوونکي له دندو لرې کوي او د دغې اقدام له وجې د بېکارۍ کچه د 2021 اګست مياشتې راهسې نزدې دوه برابره کمه شوې ده۔