مرکزي کرمې اوسیدونکي دا هم وايي چې سیمه کې د شناختي کارډونو جوړولو ادارې نادره دفتر نشته چې له امله یې خلک د شناختي کارډونو ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي نو ځکه دې هلته د نادره دفتر هم پرانستل شي
د خیبراېجنسۍ په مرکز لنډي کوتل کې خلک له څو ورځو راهیسې احتجاجونه کوي او وایي چې د سیمې ملېشه ځواکونه یې په نااعلان شوې توګه کورونه محاصره کوي، بې ګناه خلک یې نیسي او پر چیک پوسټونو یې ځوروي.
د قبايلي سيمې خېبر ايجنسۍ په مرکزي تحصيل لنډي کوتل کې نن د دوشنبې،ګل په ورځ د خوګي خېلو ماشومان او ښځې سړک ته راوتي او د ملېشې ځواک پر ضد يې احتجاجي مظاهره کړې چې بېګناه خلک يې نيولي دي.
خیرالرحمان په کال ۱۹۵۰م کې په لنډي کوتل کې ځیږیدلی وو او تر لسمه پورې زده کړې يې د لنډي کوتل هاېي سکول نه ترلاسه کړې وی.
د قبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې د کال ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۲م پورې روانې بدامنۍ او ترهرګرۍ کې ۹۶ سکولونه په بشپړ ډول او د ۵۰ پورې نيم ډوله (جزوي) تباه شوي وو کوم چې تراوسه پورې بيرته نه دي ودان شوي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په جنوبي سیمه ټل کې اسسټنټ کمیشنر په دې تور له خپلې دندې ګوښه کړی، چې هلته یې ځایي سیکانو ته بلنه ورکړې وه، چې اسلام ته را واوړي.
د اتوار، یکشنبې، په ورځ د وي او ای ډیوه خبریال ابراهيم شنواري سره مرکه کې د فاټا سټودنټس فیډریشن صدر خان بهادر وویل د خپل کېمپین په مهال به دوي په فاټا د ایف سي ار قانون د ختمولو لپاره هم غږ پورته کوي
په خیبرهاؤس کې د پولیټکل انتظاميې چارواکو او په باړه کې د سپاه قام مشرانو وویل ځايي انتظاميې د سپاه قام له اړخه د حکومتي غوښتنو پوره کیدو نه پس د دغه قام واړه تړل شوې حکومتي اسانتياوې بيرته پر ځای کړې
د پاکستان حکومت د تازه ترهګرو بریدونو وروستو نن سحر په خپلو قبایلو سیمو کې د افغانستان سره لګېدلې ټولې پولې تر نامعلومه وخته پورې تړلي دي.
که څه هم خپله وزیراعظم نواز شریف او نور حکومتي چارواکې وخت په طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوي او د ترهگرۍ د مسلې د حل یوه لار گڼي، خو مبصرین وايي طالبانو د حکومت دغه تجوزیر ته څه حوصله افزا ځواب نه دی ویلی
تیراه وال وايي که څه هم خپلو کورنو ته په تلو خوشحاله دي خو کلې او کورونه يي ویران دي، لکه د هسپتالونو او سکولونو غوندې بنیادي سهولتونونه محرم دي او د حکومت لخوا چې ورسره د مرستو کوم لوظونه شوي د هغې سره سم لاس امداد ورته نه دی ورکړی شوی