دپاکستان وزيراعظم عمران خان خپل پرنسپل سکرټري ته امر کړی چې زر تر زره دې د ديارلسو بلوڅ کورنیو د لا درکه شوو کسانو صورتحال مالوم کړي.
افغان طالبانو د امریکا د صدر جو باېډن بیان ته خپل غبرګون کې ويلي چې د افغانستان نه د ځواکونو په ویستلو کې د پاتې راتلو په ترڅ کې امریکا د سختو پاېلو سره مخ کیدی شي.
د ښځو د تحريک جوړوونکو ويلي په پاکستان کې هرکال د ښځو لاريون (عورت مارچ) د سختو نيوکو سره مخ کيږي، د دوی وېډيوګانې او ليکونه په نخښه کيږي او د تحريک د بدنامولو لپاره غلط مالومات خپرول کيږي، دوی غوښتنه کړې چې د غلطو ويډيوګانو خپرونکي دې معافي وغواړي.
دپاکستان دتجارت وزارت چارواکیو ویلي چې په تېرو څو کلونو کې د بېلا بېلو علتونو له کبله دهند دوایانو جوړونکو کمپنيانو د پاکستان په پرتله د افغانستان په مارکېټ خپلې منګولې کلکې کړي دي.
څېړونکي وایي امریکا غواړي چې په روس، چين، پاکستان او ایران چې طالبانو سره ښې اړیکې لري فشار راوړي ترڅو دمعنې ډکې او پایدارې خبرې وکړي او دافغان ستونزې یو غوره هواری راوباسي.
څېړونکي وايي دمارچ د۱۸مې نېټې څخه په ماسکو کې دافغانستان په هکله د راجوړېدونکې غونډې مقصد د افغانستان څخـه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتنې وروسته د طاقت تشه ډکول او دغه هېواد د بې ثباتۍ لوري ته تلو مخه نيول دي.
څېړونکي دافغان کشالې دهواري لړ کې اسلام اباد ته دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اوسنی سفر زیات مهم بولی اؤ وایي د پخوا په څېر د جو باېډن نوې انتظاميه هم د افغان کشالې د هواري په لړ کې د پاکستان رول ته ارزښت ورکوي.
دپاکستان مرکزي حکومت دامریکا د نوي صدر جو باېډن د انتظاميې سره په سي پېک پروژه کې د ممکنه سرمایه کارۍ په ګډون د اقتصادي اړیکو د سر دوباره ټينګولو او د نورو اړخونو لټولو لپاره يوه ستره کمېټي جوړه کړې ده.
د قومي اسمبلۍ نه د پي ډي اېم د بایکاټ په اړه داتحاد مشر مولانا فضل الرحمان وویل د یوسف رضا ګیلاني د ګټې په صورت کې په حکومت عدم اعتماد وشوهغه د نویو عامو انتخاباتو اعلان هم وکړو
د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو اېچ او شاوخوا 8500 دپوليو ضد کارکونکو احتجاج نن په درېمه ورځ هم په اسلام اباد کې ددغه ادارې مخې ته روان دی.
پاکستان دپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د پاکستان د پوځي ویاند مېجر جنرال بابر افتخار هغه بیان ستایلی چې ویلي یې وؤ اسلام اباد ددې ملاتړ نه کوي چې طالبان دې د زور د لارې يو ځل بيا په کابل قبضه وکړي.
څېړونکي وايي که پاکستان د جون میاشتې پورې په 27 نکاتي کاريز پلان عمل درامد وکړي نو بیا به ایف ای ټي ایف دپاکستان دننه حالات د نزدې څخه وارزوي او ګوري به چې پاکستان څومره په پائیدار ډول په دغه کاريز پلان عمل کوي.
په اسلام اباد کې د تبادلب نومې غېر دولتي څېړنيز ادارې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2008 نه تر کال 2019 پورې درې وارې د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو لکبله د هېواد اقتصاد ته د 38 اربه ډالرو نقصان رسېدلی دی
پاکستان کې څېړونکي د پوځ د ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ددې بیان سره اتفاق نه لري چې ګنې د هېواد دننه یې دتشدد ډک تندلاریتوب ته یې د هغې په ضد دجوړې بېانيې د لارې ماتې ورکړې ده
مطبوعات وايي د پاکستان چارواکي هيله من دي چې سبا دوشنبه یا د ګل په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې پېل کېدونکې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې به د پاکستان نوم ددغه ادارې د خړ فهرست څخه وويستل شي.
دپاکستان د بشري حقونو وزېرې شيرين مزاري اسلام اباد کې د پارليمان مخامخ په احتجاجي پرلت ناست د بلوڅ لا درکه تنانو د کورنیو غړو ته په جبر د لادرکۍ د کشالې د هواري او د لادرکه بلوڅانو د کورنیو د غړو دوزير اعظم عمران خان سره راتلونکې مارچ میاشت کې د ملاقات کولو باور ورکړی دی.
اسلام اباد کې دپارلیمان ودانۍ ته مخامخ ډي چوک کې د لادرکه بلوڅانو دکورنیو دغړو احتجاجي پرلت نن په نهمه ورځ هم دوام لري .
پاکستان کې د انټرنيټ او سوشل مېډيا د کارونکو د حقونو غېر دولتي تنظيم ډېجټل رايټس فاونډېشن په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تېر کال د کرونا وبا په مهال د ټول بنديز په ورځو کې د ان لاين ځورونې 70 فيصده زيات شکایتونه رپورټ شوي دي.
دپاکستان دبشري حقونو وزيره شيري مزاري وايي حکومت يې راتلونکې مياشت يوه قانوني مسوده پارليمان ته راوړي چې له مخې به يې په جبر ديو چا لادرکه کول جرم ګڼل کيږي
پاکستان کې مذهبي دانشورانو او دديني مدرسو دتعليمي بورډونو ادارې وفاق المدارس استازو د فناننشل ایکشن ټاسک فورس د سپارښتنو په رنا کې جوړ کړل شوی د زمکو اؤ ودانیو د وقف قانون 2020 رد کړی او په حکومت یې غږ کړی چې دغه قانون دې ختم کړي
نور کتل