د پاکستان مرکزي بېنک ویلي په مالي کال 2023-24م کې په پاکستان باندې بهرنۍ قرضې د 85 ټريليونه روپیو رېکارډ کچې ته رسېدلې دي. اقتصاد پوهان د هېواد اوسني بد اقتصادي وضعیت ته په کتلو وايي د بهرنیو قرضو دا دروند پېټی د زغملو نه دی. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو لپاره کارکوونکو او د لا درکه کسانو د کورنيو غړو هغه حکومتي اعلان رد کړی چې وايي مرکزي حکومت به د تېرو پینځو کالو نه د لا درکه تنانو کورنیو ته د هر لا درکه تن په سر 50، 50 لکه روپۍ ورکوي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان د خزانې وزارت ویلي د چين په سفر تللي د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب او د توانايۍ وزیر سردار اوېس لغاري د چين د خزانې وزیر او د اېکسپورټ اېنډ کرېډټ کارپورېشن صدر سره لیدلي او ورته یې په رسمي توګه د 15 اربه ډالرو قرضې ستنولو د مودې د پراختیا خواست کړی دی. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان وفاقي حکومت په ټولنيزو رسنيو باندې د رياستي ادارو او د هغې د مشرانو خلاف د پروپېګنډې او کرکه خوروونکو عناصرو د محاکمه کولو لپاره د پيکا اېکټ لاندې خصوصي عدالتونه جوړ کړي او دغه عدالتونو د نن څخه خپل کار پېل کړی دی. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د ډېجيټل حقونو فعال هارون بلوڅ وايي، "کتل به وي چې دا عدالتونه د سايبر جرمونو په اړه څومره پوهه او توان لري، ځکه چې دا ډېر تکنيکي معاملات دي او که د دې قانون لاندې پر چا مقدمې چلول کيږي نو باید چې ججان پوهه وي چې ډېجيټل فارنزک څنګه کيږي"
چين ته د تګ نه وړاندې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب شخصي ټي وي چينل جيو نيوز ته وویل، چې چين ته د هغه د سفر په اېجنډا کې د پاکستان دننه د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو او د پانډه بانډز په سر د چينايي چارواکو سره خبرې کول شامل دي
په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکیب ویلي د ټي ټي پي وسله والو د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په پاکستان کې حملې کولې، وايي کېدای شي د ټي ټي پي ځینې عناصر په افغانستان کې پټ وي، خو ددې مانا دا نه ده چې د طالبانو حکومت یا د افغانستان خلک د هغوي ملاتړ کوي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، د ملک د ايين ماتېدل په نظر ورځي خو نوموړي په ډاګه کړې ده چې د مارشلا لګېدو خبره نه کوي. څېړونکي او قانون پوهان هېواد کې د ژور اييني بحران اندازې ويني او وايي که حکومت د ځانګړي څوکیو په اړه د سپريم کورټ پرېکړه عملي کړه کېدای شي بحران کم شي. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د درجه بندۍ نړیواله اداره موډيز وایي، اي اېم اېف سره د نوي پروګرام له کبله به پاکستان له نورو هېوادونو او مالياتي ادارو په فنډونو ترلاسه کولو کې بهتري راشي خو د حکومت سره د مظبوط انتخابي منډېټ د نشتوالي له امله د حکومت اعلان کړو اقتصادي اصلاحاتو باندې عمل ګران ښکاري. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف په دې وروستیو کې جاري کړي خپل بيان کې د پاکستان سره د نوي قرض پروګرام منظوري د خپل انتظامي بورډ د منظورۍ سره مشروط کړې ده او ورسره یې دا هم ویلي چې پاکستان ته به خپل مالياتي باورونه پوره کول وي
د اسلام اباد پوليس وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ګيله من وزير په وژنه کې د ککړو کسانو د نيولو لپاره يې خصوصي ډله جوړه کړې خو لا یې څوک نه دي نيولي. که يو خوا د ګيله من په مړینه ځایي مېډيا خوله تړلې پاتې ده، مرکزي حکومت هم د نوموړي په مړینه کوم بيان نه دی خپور کړی. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان مرکزي حکومت منلې ده چې د خراب اقتصادي صورتحال له کبله په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه د تېرو درو کلونو په نسبت سږ کال 10.3 فيصده ته رسېدلې او په راتلونکو میاشتو کې به ګراني نوره زیاتیږي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
په پاکستان کې د قامي وسيلو وېش د اووم نېشنل فنانشل اېوارډ لاندې کېږي چې په کې د صوبو او وفاق مابین د وسيلو لويه برخه زياتې ابادۍ لرونکي صوبې پنجاب ته ځي
نور کتل