په خېبر پښتونخوا کې د اوړو تاجران او د اوړو ملونو مالکان وايي پنجاب نه د غنمو په انتقال د بندیز له امله په صوبه کې اوړو نرخونه زیات وي او یو شمېر ملونه د غنمو د نشت والي له امله تړل شوي دي
د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې د تخت باى تحصيل اوسېدونکی محمد رسول چې په دهاړۍ کار کوي او د اوو بچو کور پالي وي او ای ډيوه ته وايي په تېرو دريو مياشتو کې د خوراک د هر څيز قيمت په بره تللی دی
په دې وروستیو کې دپاکستان دننه ورځ تر بلې د صحافيانو او ټولنیزو رسنیو پرضد حکومتي ګامونو کې اضافه ليدل کېږي او تېره میاشت هم د هېواد د دوؤ خبريالانو ابصار عالم او بلال فاروقي پرضد د پنجاب او کراچۍ په ښارونو کې د غدارۍ او بغاوت مقدمې درج کړل شوې وې
د پارلیمنټ یوې کمېټۍ ته وېل شوي چې د افغان ټرانزیټ ټرېډ په کنټېنرو د ډېمرج چارچز یا د ماليي د معاف کولو لپاره دې يوې قانوني مسوده تیاره کړي
د پنجاب یونیورسټۍ د امنيت او طالب علمانو د چارو یو چارواکي بیا وي او ای ډيوه ته ویلي، پنجاب يونيورسټۍ د بلوچستان او قبايلي ضلعو د زده کونکو په کوټه کې هېچ کمی نه دی راوستی.
په پاکستان کې د بې درکو کسانو د پلټنو سرکاري کمیشن ویلي دي په ستمبر میاشت کې 34 کسانو د بې درکه کیدلو رپورټونه درج شوي، د کمیشن تر مخه په پاکستان کې 6886 کسان بې درکه دي.
د بايټس فار ال پروګرام منېجر هارون بلوڅ وايي پاکستان کې چې د ټېکنالوجي د پرمختګ کوم رجحان په نظر راځي هغه د نړیوالو معاهدو برعکس دي او پاکستان د بشري حقونو په لحاظ د چين، ايران او سعودي عرب د پرمختګ ماډل خپلولو ته لومړيتوب ورکوي
پاکستان بار کونسل وايي دا کمېټي د ساېبر جرمونو د سخت قانون په ذريعه د صحافيانو د ځورونې، په ازاده ډول د صحافتي فريضو د مشکل کېدونکي صورتحال او د اظهار د ازادۍ د تروړلو پرضد د حکومت د مبينه تګ لارو په تناظر کې جوړه کړې شوې ده
په کوټه کې د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د درې ورځنۍ غنډې وروسته اعلامیه کې وویل د مېډيا مخالف طاقتونو د مېډيا غږ خاموشه کوولو دپاره د غېر اعلانيه سنسرشپ، مالي مشکلاتو او د خبريالانو د اغوا او په هغوي د تشدد ترڅنګ هره حربه کاروي
دپښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان خان کاکړ وايي پنجاب او پوځي اسټبلشمنټ هڅه کوي چې په سنېټ کې د طاقت توله خرابه کړي او د قامونو په انتظامي توګه د تقسيم د لارې صدارتي نظام راوړلو، اتلسم دستورې بدلون ختمولو ته لاره هواره کړي.
نولس کاله وړاندې هم په دې ورځ د القاعده شبکی ترهګرو د امريکاڅلورجهازونه هائي جيک کړل او په دغه جهازونو باندې يې بيا بريدونه ترسره کړل چې پکې خواؤشا 3,000 کسان وژل شوي وؤ.
د خبريالانو د تحفظ نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس د پاکستان په حکومتي چارواکو غږ کړی چې خبريالانو احمد نوراني او ګل بخاري ته د کیدونکو ګواښونو پلټنې دې وکړي.
په نړيواله کچه د پوليو دخوریدو دمخنیوي د هڅو جاج اخستونکي تنظیم انډپنډنټ مانيټرنګ بورډ په پاکستان کې د پوليو په وبايي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او وايي په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو او دې سره کراچۍ او کويټه کې د اوبو په ذخيره کې د واېلډ پوليو خوریده دوامداره دي.
وزیر اعظم وویل د 2019 د جون په میاشت کې د کرنټ اکاونټ خساره 61 کروړه ډالر وه او کال2020 د جون په میاشت کې هم دا خساره 10 کروړه ډالر ته راکوزه شويده
د وفاقي حکومت د صحت ادارې نېشنل انسټیټیوټ اف هېلت ویلي کرونا وایرس نه د محفوظ پاتې کېدو دپاره دا به په پاکستان کي د وېکسین لومړۍ کلينيکي ازموينه وي
ځینو مېرمنو خبریالانو وویل د دوی سوشل میډیا اکاونټونه هېک شوي دي او شخصي معلومات یې په انټرنېټ خپاره کړی شوي دي. دوې وویل د حملو مزاحمت به کوي او د پارلېمنټ د کمېټۍ نه یې وغوښتل چې د دوی په شکایاتو ته تحقیقات وکړي
عدالت لارښونه وکړه د ژورنالسټ د تښتولو د پېښې دې پاکې پلټنې وشي چې په اسلام اباد کې څنګه داسې پېښې کېدی شي، دا بندېدل پکار دي.
نور کتل