په ايران کې د ښځو د مظاهرو لړۍ د تېرو دريوؤ هفتو نه روانه ده، د ايران دننه او دنړۍ نورو هېوادونو کې ښځې په زور د پردې خلاف د احتجاج په توګه سړکونو ته راوتلي دي او په ټولنيزو رسنيو خپلې د احتجاج ويډيوګانې خپروي
منډا هېډ ورکس د مومند ډيم نه پينځه کلو ميټره رالاندې جوړ دی، ددې نه دوه نهرونه وتلي دي چې يو د شبقدر،او بل د تنګي چارسدې نه تر مردان پورې نزدې يو لک اويا زره ايکړه پوري زمکې ته اوبه ورکوي
ځايي خلک وايي کله نه چې ټي ټي پي سره خبرې اترې پېل شوي په قبایلي ضلعو کې وسله وال بيا ليدل کيږي، ځايې مشران او دامنيتي ادارو غړي په نخښه کيږي، د بد امنۍ په ضد په باجوړ،خېبر،مومندو،کرم، اورکزۍ او وزيرستان کې احتجاجونه او جرګې هم شوي دي.
د پېښور اسلاميه پوهنتون د پوليټکل ساینس د زدکړو د څانګې استاذ شاهنواز مشال وايي روانو د ترهګرۍ په پېښو په ملکي ميډيا کې خبرې ځکه نه کيږي چې دلته ميډيا فقط د مرکز سره تړل شوې ده هم د هغه ځاي په مسلو پکې خبرې کيږي
بسراجه بي بي وايي د خاوند او بچو د کلونو په خوارۍ مزدورۍ یې دا د دوؤ کوټو کور جوړ کړی و او د کور د استعمال سامانونه په خوارو زارو اؤ زړه چاودون برابر کړي وو خو سيلاب ترې د کور ټول لوخي لرګي لوهو کړي اؤ تباه کړي دي
د امنيتي چارو کار پوهه د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سيکرټري اخترعلي شاه وايي، امنيت او ترهګرۍ د مخنیوي زمه واري شريکه ده، د ترهګرۍ ضد قانون مرکز جوړ کړی دی، د سرحدي پولو زمه واري د پوځ جوړيږي خو په صوبه کې ورسره پوليس او د ترهګرۍ ضد ځانګړې څانګې هم شتون لري
برسټر محمد علي سېف يو بل شخصي ټي وي ډان سره په خبرو کې منلې چې هغه د ټي ټي پي سره په مذکراتو کې د هغه وخت نه شامل دی چې کله نه دا مذاکرات مرکزي حکومت شروع کړي وو او صوبایي حکومت سره د مذاکراتو هيڅ تعلق نشته
په سوات، خېبر، کوهاټ،کرمه او نورو سيمو کې د وسله والو فعالیتونو ځايې خلک اندېښمن کړې دي، په دې وروستيو کې د وسله والو بريدونه سېوا شوې دي چې پکې د زياتو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده
سياسي ګوندونه چې په حکومت کې او مخالفه دي د الېکشن کمېشن لخوا د ضمني انتخاباتو ځندول يې د يو بل تېښته ياده کړې چې مخالفه امېدوار يې د مېدان څخه تښتېدلی دی.
عایشه بي بي وايي په يو روغتون کې يې څه وخت د پاره دماشومانو د زیږون په وارډ کې کار کړی دی، کله چې سېلاب راغلی او کور يې پريښودو نو د نور قيمتي سامان په ځائ یې هغه سامان دځان سره راواخستو چې د ښځو د ماهوارۍ په وخت کې په کار راځي
د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د مومندو يوه لس کلنه ماشومه وژل شوې، خپلوان يې دعوه کوي د ماشومې سره جنسي تیری شوی او وژل شوې ده. د لاهور پوليس وايي د ماشومې وژونکی تورن کس يې نيولی او د جنسي تيري په اړه د طبي معاينې رپورټ تراوسه نه دی ترلاسه شوی.
په خېبر پښتونخوا کې د جون د څوارلسمې نېټې نه راپه دېخوا په بارانونو او سېلابونو کې نزدې شپيته زره کورونه وران شوي دي چې دې کې خواوشاه نيمایي په جزوي او نيم په مکمله توګه ړنګ شوي دي
نور کتل