په ټولنیزو رسنیو هم دې احتجاجونو کې دسیاسي ګوندونو دمشرانو په ګډون نه کولو نیوکې روانې دي اؤ پوښتنې راولاړولی شي چې اخر ولې پخپله دګوندونو مشرانو ددې احتجاجونو نه ځان په ډډه ساتلی دی
څيړونکي وايي دې سيمو کې يو ځل بيا د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي او ځائ خلک يې انديښمن کړې دي ځکه د وړاندې نه په حکومت دباو راوړي چې امن ټينګ وساتي او د پخوا په څېر د جګړې او بې کورۍ ژوند نه بچ وساتل شي
د ای اېن پي یو مرکزي رهنما میا افتخار حسین د جرګي په اړه ویلي تر دې وړاندې هم دپښتنو داسې جرګې شوې دي خو دا ځانګړې جرګه ده چې دموجوده صورتحال په ترڅ کې پکې دټولو سیاسي ګوندونو نه رایې اخستل کیږي چې مونږ باید څنګه خپله خبره یوه کړو اؤ بیا خپله دا خبره ریاست ته کښیږدو
د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي، د ګوند تېر حکومت يې تيروتنه کړې د بابړې مقدمه يې نه وه پرانستې خو که بيا په واک کې راځي دغه مقدمه به بيا راسپړي.
د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستاني حکومت لخوا جرګه کې برخه اخستونکي وايي د ډز بندۍ په وخت د ټي ټي پي او حکومت داوړو غړي په بريدونو کې وژل شوي دي، خو د مزاکراتو لړۍ روانه وه، د دوي په وينا د عمر خالد خراساني د وژنې وروسته هم پکار ده چې مزاکرات روان وساتل شي.
د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او امنيتي ادارو سرچينو ډيوه ته تاييد کړه چې د تحريک طالبان پاکستان مهم مشر عبدالولي چې د عمر خالد خراساني په نوم مشهور وو، په افغانستان کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
پښتون ملت پاله عوامي نېشنل ګوند په 16م اګست د پښتون قامي امن په نوم جرګه رابللې ده، د ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي،د جرګې مهمه موضوعات به د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره روانې خبرې او په سيمه کې د بدامنۍ په اړه وي.
د مومندو پوليس وايي د چهارشنبې په ماښام د تحصيل امبار موسا کور علاقه کې د پوليسو په چوکۍ نامعلومه تنانو ډزې کړي چې يو پوليس عسکر پکې زخمي شوی دی
پاکستان ويلي، د امریکايي چارواکو بيان يې په خبري ادارو ليدلی چې امریکې په کابل کې د ترهګرۍ ضد عمليات کړي خو په بيان کې د القاعده د مشر ايمن الظواهري نوم يا د هغه د وژنې ذکر نه دی شوی، څيړونکي وايي پاکستان په شعوري توګه دغه ډول بيان ورکړی دی او د امريکا د دريځ تاييد يې کړی دی.
د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګره ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د شورو شوو خبرو اترو لپاره کابل ته لېږل شوې دریمه جرګه کې ځینی طالب پلوه غړي هم ګډون لري.
د څيړنيزي ادارې فاټا ريسرچ سنټر د شمېرو تر مخه د تېر جون په مياشت کې په قبايلي ضلعو کې د امنيتي ادارو14 اهلکار وژل شوي او 9 ټپيان شوي وو
نور کتل