د پاکستان سترې محکمې خبر يا نوټس اخيستی چې د ۲۵م ايينې بدلون وروسته په قبايلي سيمو کې عدالتونه او پوليس تراوسه ولې نه دي پرځای شوي، عدالت په ۱۵م اکتوبر د حکومت او اړونده ادارو څخه ځواب غوښتی دی.
د خېبرپښتونخوا حکومت پلان لري چې د دولتي يا سرکاري سکولونو د تعليم د معيار ښه کولو دپاره استازان خپل بچي په دولتي سکولونو کې داخل کړي، خو استازان وايي يواځې استازان نه، باید ټول دولتي واکمن او کارمندان خپل بچي سرکاري سکولونو ته راولي.
په مومند قبايلي ضلع کې د دوه غېر دولتي سکولونو ښځې او نارينه استازان د درېو ورځو راهسې ماشومانو ته احتجاجا سبق نه وايي، دا استازان وايي تنخواګانې ورته نه ورکول کيږي ځکه دوی احتجاج کړی دی.
په پېښور کې افغان کډوالو د کمیټۍ ترجمان شېرزاد د وي او ای ډیوه خبریال ارشدمومند سره مرکه وویل افغانان د عمران خان دغه اعلان "نېک اقدام گڼي." شېرزاد وویل افغانان په پاکستان کې په تعلیم، تجارت او په نورو چارو کې بوخت دي خو په هېواد کې د پاتي کېدو سهولت د نه لرلو په وجه د محرومیت سره مخامخ وو
دسوشل میډيا زیاتیدونکي استعمال اوس د وتلو فنکارانو مخه هم ځانته راګرځولې اؤ پېغله سندرغاړې ګل پاڼه وایي چې اوس زیاتره فنکاران د یوټیوب د چینلونو دلارې ګټه وټه ترلاسه کوي.
په پاکستان کې مخالفه ګوندونه، د سياسي او اقتصادي چارو کارپوهان د وزير اعظم عمران خان قام ته په کړې اوږدې وينا داسې نيوکې کوي چې نوموړي کومې ادعاوې کړي دي، يو خو دا د حقيقت نه لرې او بل يي ترسره کول هم اسان کار نه دی.
د قبايلي ضلعې مومندو څخه نزدې لس کاله وړاندې په کډالو شوؤ ۱۴۵ کورنیو کې ۵۶ بيرته ستنې شوي دي.
د "تاج محمدخان او نمرو"د اولسي قيصې ترڅنګ د ګڼو نورو داستانو او شاعرۍ خالق د مومندو ضلعې عوض خان مومند د ۷۵ کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی.
د خېبر پښتونخوا د ډينګي ماشي او ناروغۍ په وخت د انتظام د ادارې مشره ډاکټره شاهين افريدي وايي د بارانونو په موسم کې د ډينګي خورېدو امکان زيات شوی او د دوي محکمې په دغه لړ کې خلکو ته د پوهاوي خبرداری "الرټ" جاري کړی دی.
پاکستان کې "په سوشل ميډیا د انتخابي کرکجنو وېناګانو"د سر خط لاندې ترسره شوې څيړنه کې ويل شوي چې په ملک کې د فېس بک د زياتو کارونکو باجود ټويټر د کرکجنو وېناګانو دپاره زيات کاريږي که څه هم د ټويټر د کاروؤنکو شمېره کمه ده.
د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېدافریدی وايي د زلمي فاؤنډېشن لخوا د باجوړ، مومند، خېبر، کرمې، اورکزو او شمالي او جنوبي وزيرستان ۲۰زرو ماشومانو ته به د سکولونو بستې يا بېګونه ورکوي.
نن په جديده ۲۱ پيړۍ کې چې ډيرو کلتوري توکو خپل ارزښت د لاسه ورکړی ولې پښتنه ټولنه کې اوس هم شملې ته هم هاغسې په درنه سترګه کتل کيږي څنګه چي به ورته زرګونه کاله پخوا کتل کيدل ،
دپاکستان سینیټ قبائیلي سیمو ته د سپریم کورټ اؤ پېښور هائېکورټ د واک د پراخولو د قانوني مسودې منظوري ورکړې ده
د پاکستان د قبايلي سیمې فاټا سره تعلق لرونکي سياستمدار، زده کوونکي او خبريالان وايي د فاټا د قامي چوکاټ کې شاملېدو په لار کې غټ خنډ د مسلم ليګ ن حکومت دی او دا چې د فاټا قامي چوکاټ ته راستو پوځ هم ملاتړ کوي خو ښکاري پوځ په دې کار کې سنجيده نه دی.
په مومند اېجنسۍ کې خلکو د موبایل شبکو او د کېمیایي سرو د بندیز او د ځایي کالج بل ځای ته د لېږدولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او د مومندو باجوړ لاره یې د احتجاج په توګه تړلې ده.
نور کتل