اوس د پښتنو روايتي څپلۍ او څادرې په انلاين بڼه په کور تر لاسه کولی شئ جهانګير احمد او ملګري يې په انلاين بڼه څپلۍ او څادرې خرڅوي. دوی په روايتي توګه جوړ د څپلو او څادرو په سلګونو کالو زړه د خرڅ طريقه بدله کړې او د څپلو خوښونکي يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې راپېدا کړې دي.
سعودي عرب پاکستان ته د مومند ډېم د پاره 24 کروړه ډالره قرضه ورکوي، ځايې خلک وايي که د دوي مسلې حل شي او په مومند ډېم په وخت کار سر ته ورسيږي نو دا به د سيمي د سوکالۍ سبب وګرځي.
د پښتنو د سياست ستر مبارز باچا خان کتاب "زما ژوند او جدوجهد" په غږيزه بڼه تیارېږي. دا کتاب د امېر شهباز قلندر په نوم ځوان غږيزې بڼې ته اړوي. د باچا خان بابا کتاب په کال ۱۹۸۳ کې په پښتو ژبه چاپ او بیا په کال ۲۰۲۱ کې په انګريزۍ کې هم ترجمه شوی دی. په دې اړه نور حال د ارشد مومند په راپور کې.
په خېبر پښتونخوا صوبه کې د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې د پوليسو په وژنو کې زياتوالی راغلی دی، د پوليس شمېرو ترمخه په درېو مياشتو کې په 25 بريدونو کې 125 پوليس اهکار وژل شوي او 212 ټپيان شوي دي.
په پېښور کې د جمعې په ماښام نامعلومو وسله والو يو سيک دوکاندار وژلی دی. په پېښور کې د سيک مذهب لرونکي وايي، په پرله پسې توګه د هدفي وژنو له امله په ګڼ شمېر سيک کورنيو له پېښور نه کډې کړې دي. دوي له حکومت نه غوښتنه کړې چې د دوي تحفظ دې يقیني کړای شي. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې
د خېبر پښتونخوا کرمې ضلعه کې ځايې خلک په يو ځای جوړ د سيک مذهب لرونکو زيارت او د امام بارګاه خيال ساتي. سيکان چې کله زيارت ته راشي په امام بارګاه او د کلي په حجرو کې پاتې کيږي۔ ځايې خلک وايي د سيک مذهب لرونکي زياتره د لوي اختر په ورځو کې کرمې ته د خپلو مذهبي مقاماتو د زيارت د پاره ورځي.
د پېښور پوليس لاين چاودنه کې يو بل ټپي شوي پوليس مړ شوی چې له دې سره د جنورې په ۳۰ نېټه په ځان مرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ تنو ته ورسېد د وژل شویو کسانو خپلوان وايي، د بريد پلټنې دې وشي او ککړ کسان دې اغېزمن شویو کورنيو ته ښکاره کړل شي. نور حال د ارشد مومند په دې رپوټ کې.
په پاکستان کې د ترهګرۍ د بریدونو له زیاتېدو سره د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي څېړونکي وايي، تر څو چې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ پېښې کېږي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به تاوجنې وي. نور حال د ارشد مهمند په راپور کې.
څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان داسې ګڼل چې د افغانستان د نورو جمهوري حکومتونو په نسبت به يې د دوی سره اړيکې ښې وي، خو ښکاري چې د طالبانو سره د پاکستان په اړيکو کې بداعتمادي زياته شوې ده.
په خېبر پښتونخوا کې په بېلابېلو څانګو کې مخکښو او پیاوړو ښځو ته د "بنت هوا" په نوم ايوارډونه ورکړل شوي. د بنت هوا ايوارډ ناظمین وايي، د ټولې صوبې نه د ۳۰۰ نه زياتو ښځو د دې ايوارډ لپاره په مقابلو کې برخه اخېستې وه چې ۸۰ پکې بريا ترلاسه کړه. نور حال د ارشد مومند په دې راپور کې.
یو پولیس عسکر دعوه کړې چې د پېښور پولیس لاین د چاودنې پرضد احتجاج کولو باندې له نوکرۍ ویستل شوی
وکيل شبير حسېن ګيګياني وايي د پېښور هايي کورت د فېصلې احترام کوي خو ګڼې چې دې سره به ډيرې پيچدګۍ مخې ته راشي۔ "ايف سي ار ختم شوې دې، که د سي ار پي سي او قانون شهادت لاندې کار کوي نو بيا خو يو متوازي نظام جوړ شو، کوم چې د ائين خلاف ده زمه نذر دا دې کېدې شه زه غلط يم خو زمه رايي دا ده. "
د پېښور هايي کورټ پرېکړه کړې، هغه کېسونه چې له وړاندې نه د ایف سي ار قانون لاندې روان وو او د قبایلي ضلعو له ضم کېدو نه وروسته عدالتونو ته راغلي وو هغه به د هماغه قانون لاندې فیصله کېږي.
د پېښور پوهنتون د فلسفې په څانګه کې ولې په تېرو څو کلونو کې زده کونکو داخله نه ده اخېستې؟ څېړونکي وايي، له فلسفې نه لېرې کېدل په ټولنه کې سخت دریځي او عدم برداشت زیاتوي او د ژوند د نورو اړخونو په اړه پوښتنې بې ځوابه پاتې کېږي. نور حال د ارشد مهمند په راپور کې.
د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشرې شيرين مزاري دعوه کړې چې د پوځ پخواني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د غړو بيا بیا ابادول غوښتې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خیبرپښتونخوا له کرمې ضلعې سره په خرلاچي لاره باندې مسافرو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي د ځايې انتظامیې چارواکي وايي، په خرلاچي دروازه د پوليو ټيمونه په مستقله توګه ناست وي، او هره ورځ د اووه سوه نه تر اته سوه پورې کسانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.
نور کتل