د مريم نواز د هزارې صوبې جوړولو بيان ته په خېبرپښتونخوا کې ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون ښودلی او دغه بيان یې غندلی دی.
د پېښور پوهنتون سوشل ورک څانګه کې د نابینا زده کونکو د پاره کمپيوټر مرکز جوړ شوی په دې مرکز کې د رضا کارو په مرسته د نصاب غږيز کتابونه ترتيب کيږي او د بصارت نه محرومه زدکونکو ته کمپيوټر ښودل کېږي. نور حال د ارشد مومند په دې ويډيو راپور کې
د پېښور پوليس لاين ځانمرګي بريد کې د وژل شویو کسانو د کورنيو غړو، سياسي او ټولنيز فعالانو او د جوماتونو امامانو په يو غږ د امن غوښتنه کړې او د ترهګرۍ د زياتيدونکو پېښوغندنه يې کړې ده. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې
په پېښور کې د جمعې پهه ورځ د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې شهبازشریف وويل، په 30 جنورۍ چې د پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې نمونځ کوونکي وژل شوي وو، دا افسوسناکه پېښه وه ترهګر د چيک پوستې نه تېر شوی او جومات ته رسېدلی، ټول قام غمجن دی او پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمېدو وروسته دا پېښه څنګه وشوه؟
د پېښور له چاودنې وروسته د عام اولس لخوا په ټولنيزو رسنيو باندې د امنيت په اړه په حکومتي چارواکو نيوکې روانې دي
دنهې په ورځ بهار علي خپل کشر رور افتخار علي خاورو ته وسپارلو، رور يې د ګل په ورځ د پوليس لاين جومات ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ،هغه وايي کور کې یې پلار، خوېندې او نور ورونه د افتخار غم بې حاله کړي دي
د خيبر پختونخوا د نګران حکومت څوارلس کسيزې کابينې د زيارت په ورځ څوګند پورته کړی. په کابينه کې څوک څوک شامل دي؟ تفصيل يې ارشد مومند راکوي.
په افغانستان کې د طالبانو په زور واک کې د راتلو وروستو په زرګونو کورنۍ پاکستان ته کډوالې شوي دي۔ دويي وايي چې د بچو د تعليم د پاره يې کوم بندوبست نه دی شوی۔ په دې کډوالو کې ګڼ شمېر جينکۍ هم دي چې په افغانستان يې په تعليم بنديز دی۔ نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې کتلی شئ
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې مشر اکبر خان ډيوه ته وويل په ټولنه کې د غیرت لفظ فقط ښځې سره تړلې شوی دی او ښځو دپاره کلتوري کرښې راښکل شوي دي چې ښځې دې هغو کرښو نه ووځي
په پوهنتون برید کې د وژل شویو کسانو په یاد کې د غونډې په موقع د يو وژل شوي زدکونکي پلار فضل ربي وايي" ما ته چې څومره درد رسېدلی هغه بل چا ته نه دی رسېدلې ، زمه اولاد وو او زمه پرې د ملا تير مات شوې چې د شپې په خوب په ډاډا اوړم هم راياديږي"
د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د پېښور په سر بند تاڼه د بريد نه وروسته ميډيا سره خبرو کې ويلي وو د تحريک طالبان پاکستان لخوا د ترمل سایټ وېفن يا هغه وسله چې د شپې په وخت يې په دوربين کې د ساه لرونکي څيز د ليدو توان لري ،په پېښور کې په وړومبي ځل کارول شوې ده
د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې چې د امن دپاره احتجاجي ناسته دوام لري، په ډېره اسماعیل خان کې د دغه ناستې د ملاتړ دپاره لاریون او احتجاجي مظاهره شوې او مومندو کې هم سياسي ګوندونو او ځايې مشرانو د امن جرګې په نوم غونډه کړې ده.
نور کتل