د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې په شمال کې د قلعه سېف الله ضلعې په مسلم باغ سیمه کې د اېف سي په قلعه وسله وال برید د اووه عسکرو، يو ملکي وګړي او شپږو ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پخواني وزیر اعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې د موبایل بند کړل شوی انټرنېټ لا تر اوسه هم بند دی. د انټرنېټ بندېدو د خلکو ژوند، معیشت او تعلیم اغېزمن کړی. تفصیل د حفیظ الله شیراني په راپور کې.
بلوچستان کې د ډبرو د سکرو په کان کې بند پاتې شوي کسان لا تر اوسه هم نه دي موندل شوي. د بلوچستان په دوکۍ کې د کولې/سکرو د درنګ د نړېدلو له سؤبه دوه درنګيان د يوې اوونۍ وروسته هم لا تر اوسه نه دي راويستل شوي او نه يې د مړه ژوندي درک شته. کورنۍ او نور خواخوږي يې د خدای په اسره ناست دي.
د بلوچستان په دوکۍ سيمه کـې د سکرو/ کولې په کان کې بند دوه مزدوارن څلور ورځې پس هم نه دي را ايستل شوي د چارواکو په خبره د ژوندي پاته کېدو امکان يې کم شوی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمه کې د ترهګرۍ ضد سي ټي ډي پوليسو يو افسر په چاودنه کې وژل شوی دی.
د بلوچستان سیاسي ګوندونو او مدني تنظیمونو په سرشمېرنې باندې اعتراضونه او پوښتنې راپورته کړي او هم یې له حکومت څخه د هغې د وخت اوږدولو غوښتنه کړې. په پاکستان کې د اوومې مردم شمارۍ یا سرشمېرنې نن وروستۍ ورځ وه. حفیظ الله شیراني پرې راپور راستولی.
د پاکستان د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې عملیاتو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو څلور اهلکار وژل شوي، پوليسو د يو ترهګر د وژلو دعوه هم کړې ده.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو سره په نښتو او بريدونو کې يو پوځي او دوه پوليس وژل شوي دي، پوځ او پوليسو د درېو ترهګرو وژلو دعوې هم کړي دي. صوابۍ کې هم په پوليسو لاسي بم غورځول شوی يو پوليس او څلور لاروي پکې ژوبل شوي دي. د ټولو بريدونو زمه وارۍ ټي ټي پي منلي دي.
د پاکستاني پوځ د بلوچ وسله وال مشر د نيولو دعوې ته د بلوڅ څېړونکو غبرګون پاکستاني پوځ د بلوڅ وسلوال کمانډر ګلزار امام نیول یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده خو بلوڅ خبریالان او څېړونکي په دې نظر دي چي په بلوچستان کې یو شمېر تنظیمونه فعالیت لري. د دوی نظر د پوځ د بیان څخه جلا دی.
د بلوچستان د سر ښار کوټې په ګډون په زیاترہ ښارونو کې ګراني زیاته شوې، د بورې یوہ بوری په سلګونه روپۍ ولې ګرانه شوې لاملونه یې څه دي؟ تفصیل د حفیظ الله شیراني په رپورټ کې
د بلوچستان سر ښار کوټې ته څېرمه د نیو کچلاغ په جلوګیر سیمه کې په اېف سي ځواک بريد شوی او د دوه اېف سي دوه عسکر پکې وژل شوي دي، تحريک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.
د بلوچستان د پولیسو له لوري د ځانمرګي بريد په تور د نيول شوې ماهل بلوڅې کورنۍ او د لا درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز په ګډه سره د کوټې په پريس کلب کې خبري کانفرنس کړی. دوی د پوليسو له لوري د نيول شوې ماهل بلوڅ په کېس کې د انصاف غوښتنه کړې.
په بلوچستان کې ھم د نورو سیمو په څېر روانې ګرانۍ خلک زیات اغېزمن او خفه کړي دي. خلک پدې وخت کې څنګه ځان ساتي ؟ د ډیوہ خبریال حفیظ الله شیراني د کوټې ښار پر باچاخان چوک کې له ځینو مزدور کارو سرہ خبرې کړي.
د لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز دغه بيان ته په زوره اخستل شوی بيان ويلي، او دعوه یې کړې سي ټي ډي دغه کار د لا درکه بلوڅانو د مبارزې کمزورې کولو په موخه کړی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د بلوچستان صوبې په لورالايي کې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال په پښتونخوا او نورو سيمو کې د انامنۍ تازه پېښو ته په اشارې سره وويل چې استعماري قوتونو يو وار بيا دې سيمې ته نوی جنګ راوړی، په اتفاق به یې مخنیوي کيږي.
نور کتل