په بلوچستان پوهنتون کويټه کې هنري نندارتون جوړی شوی په دغه نندارتون کې د پاکستان په کچه تر شپېتو زياتو هنرمندانو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړی. د هنر مقصد څه وي او په ټولنه کې د دې مقام څه دی؟ حفيظ الله ستوری يې تفصيل راکوي
د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي سيمې د ليويز چارواکي په وينا "د هرنايي په هزاره ډم نومې سيمه کې چاودنه شوې چې پکې يو تن مړ او درې ټپيان شوي دي، وايي ټپيان يې د سيمې روغتون ته وړي دي".
بخت نامه کاکړه څوک وه او ولې يې په پښتون تاريخ کې نوم وځلېدو؟ د پېرنګيانو په راج کې يواځې سړي د ازادۍ په بهير کې نه وو بلکې ډېرې پښتنې د سړیو ترڅنګ ولاړې وې. بخت نامه کاکړ د بلوچستان د مچ په جېل کې د لسو کالو پورې بنديوانه وه. د هغې د ژوند، ننګ او مينې رنګ درته حفيظ الله ستوری شيراني بيانوي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ او چمن سيمو کې پر ليویز ځواک او پولیس اهلکارو وسله وال بريدونه شوي، د چارواکو په وينا د ليويز ځواک دوه عسکر او يو بريدګر پکې وژل شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکزي ښار کوټې نه پېښور ته تلونکي اورګاډي کې چاودنه شوې د چارواکو په وینا په چاودنه کې يوه ښځه مړه او پينځه تنه نور مسافر ژوبل شوي خو ځايي ميډيا د ژوبلو شمېره نهه ياده کړې ده.
په بلوچستان کې تېر کال د ترهګرۍ په پرتله په ترافيکي پېښو کې زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي د کوټې یوه اوسېدوکي مبارکه هم په یوې ترافيکي پېښه کې د ټول عمر لپاره په پښو باندې معزوره شوې ده هم همت یې له لاسه نه دی ورکړی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کې په بمي چاودونو کې د ايف سي دوه افيسران او يو ځای تن وژل شوی او درې عسکر ژوبل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د پولیسو په جومات د مرګوني برید د قربانیانو په یاد د بلوچستان په کوټه کې غونډه شوې. د غونډې ګډونوالو د وژل شویو کسان په یاد شمعې بلې کړي او هغوی ته يې دعا کړې ده. نور حال د ډيوې د خبریال حفيظ الله شيراني په راپور کې.
د کوټې کراچۍ پر لويه په خاصه د لسبلې په حدود کې تر دې وړاندې هم وړاندي هم د ټرېفېک لوی حادثې شوي دي. په مارچ 2014 کې د کوټې کراچۍ په لويه لار د لسبېلې په ګډاني سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې 38 تنه مړه شوي او 15 ټپيان شوي وو
نور کتل