له شمالي وزیرستان څخه دافغانستان ستانه شویو کډوالواتحادې مشرجنت ګل ډیوې ته وویل دپوځي عملیاتو پرمهال دپاکستان پوځ افغان کډوالو ته ویلي و چې ۱۵ ورځې وروسته دخپلو شتمنیو پوښتنه وکړی خواوس چې ۵ کاله تیرشول له خپلو جایداونوڅخه د حال احوال اخستواجازه نه ورکول کیږي
دافغانستان ددفاع وزارت وايي،په کندز او بغلان ولایتونو کې دافغان ځواکونو په علمیاتو کې دطالبانو له زندانونو څخه ۴۷ تنه بندیان خوشې کړل شوي دي.
دافغانستان سویلي خوست ولایت د ګلانو کیمپ ته د ډیورنډ کرښې پورې غاړې دشمالي وزیرستان څخه تازه راغلو کډوالو ویلي عاجلو مرستو ته اړیتا لري.
د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې ټاکل شوې ده چې صدر اشرف غني پریولړمهمو مسایلو داسلامي هیوادونو دهمکاریو د سازمان غونډې ته وینا وکړي
د افغانستان دپلازمینې کابل ښار د پولیسو دپینځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبرڅلور لارې کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه ځانمرګي برید شوی چې دلمړنیو معلوماتو په اساس پکې شپږ تنه وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل دي.
د افغانستان پلازمینې کابل ښار کې د حکومتي مامورینو په موټر چاودنه شوې چې له امله یې د امنیتي چاروکو په وینا ۱۰ تنه ټپیان شوي دي، بل لور ته په ننګرهار نهه داعشيان وژل شوي دي.
د پلازمینې کابل دصرافانوټولنې زیاته کړه نن د چهارشنبې یا بده په ورځ په افغانستان کې یوډالرپه۸۰ افغانی او ۵۰ پیسې او ۱۰۰۰ پاکستانی کلدارې په ۵۳۷ افغانی بدلیدې اودې ټولنې روان حالت هم اندیښمنونکی یاد کړ
دکندهارسیمیزو چارواکوویلي په دې ولایت کې پوځي چارواکو په نیول شویو ایراني مزائیلو څیړنې روانې کړي دي. افغان چاورکو دا خبره هم کړې ده چې له دې مزائیلو سره د تړاو په تورڅوک نه دي نیول شوي
خلیلزاد په خپل یو تازه ټویټ کې د افغان سولې پروسې په اړه ویلي چې د امریکا یو له لومړیتوب څخه دا دی چې د افغانستان روانې جګړې ته سیاسي هواری ولټوي.
دافغانستان لویدیز هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې په موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د یوتن ماشوم په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.
پاکستان سره په ګډه پوله دافغانستان دسویلي کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو دکندهار ولایت لپاره د داعش ډلې مهم قومندان ملاعبدالسلام نیولی دی.
دافغانستان پلازمینې کابل ښار په کارته نو سیمه کې وسله والو په ولسي جرګه کې دفرهنګي چارو دکمیسیون صلاح کاره اؤ وتلې خبریاله مینه منګل په ډزو سره وژلې ده.
ډیورنډکرښې ته څیرمه دافغانستان دسویلي خوست ولایت سپرې ولسوالۍ کې میشت وزیرستاني کډوال یو ځل بیا دپاکستاني ځواکونو له لوري دهوايي اوځمکنیو بریدونو له ویرې خوندي سیمو ته پناه وړي.
دافغانستان دسویلي خوست ولایت سیمه ییزچارواکي وايي ددې ولایت دسپرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګن شمیر ولس میشتو سیمو دپاکستان پوځ هوايي بمبار او د توپو بریدونه کړي دي چې عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د سولې مشورتي جرګې د پرانیستلو په مهال د جرګې له ګډون والو وغوښتل چې د سولې د راتلونکي برخلیک د ټاکلو په اړه دې په تدبیرسره پرېکړه وشي.
د ارګ په خپاره شوي بیان کې صدر ویلي دي د افغانستان دښمنانو پر ملکي مامورینو اوعامه تاسیساتو بریدکولو، ویرې او وحشت خورولو سره یوځل بیا ثابته کړه چې له وژنو او جنایت پرته بل هدف نه لري.
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي ټاکل شوې په راتلوونکې میاشت کې په لوګر ولایت کې د پاکستان هیواد په مالي لګښت جوړشوی سل بستریز روغتون هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نور کتل