حکومتي چارواکو د خلیل افریدي په شمول پنځه خبریالان د جمعې په ورځ په لنډي کوتل کې په داسې مهال ونیول چې د پخوانو موټرو د نندارتون په موقع د خلیل افریدي موټر سره خبریالانو یو بم تړلی ولیدلو
د پاکستان په تېرو عمومي انتخاباتو کې طالبانو او د هغوي پلويانو د کيڼ اړخو او ملت پالو ګوندونو په جلسو او غونډو يو شمېر حملې کړې وې او د دغو ګوندونو انتخابي کمپاين يې تر ډېره حده محدود ساتلی وو.
د خیبر پښتونخوا د تاجرانو د تنظېم چیمبر اف کامرس مشر زاهد الله شنواري وي او ای ډیوه ته وايي افغانستان پاکستان سره د ټرانزټ تجارت په معاهده کې هندوستان هم شاملول غواړي او افغانستان د پاکستان په تجارتي شیانو د ماليي یا ټیکس لگولو مخالفت کوی نو ځکه یې په پاکستاني ټرکونو پابندي لگولي ده
په ساېنسي بنیادونو د پلټنو یا تفتیش نشتوالی، د شهادتونو نه ورکول، د عدالتونو لخوا پولیسو ته د ملزمانو ریمانډ نه ورکول او د ډي این ای یا فارنزک لیبارټرۍ نشتوالي له امله زیات تره ملزمان د مقدمو نه بري کړی شي.
دپاکستان د ټولټاکنو کمیشن وایي چې دهیواد په قبائیلي سیمو کې د میرمنو د ووټونو په درج کولو کې ۲۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د زنانه ؤ د حقونو فعالین او د مدني ټولنې کارکونکي د ډیر وخت راهسې واده لپاره د عمر، په خصوصي توگه د جینکو د عمر، حد د زیاتولو غوښتنه کوي خو ځینې مذهبي ډلې چې په صوبايي اسمبلۍ کې هم نمایندگي لري ددې مخالفت کوي
د حکومت نظر پوښتنه ښايي د سکول نه بهر په ماشومانو کې اکثریت د جینکو دی، یعنې د پنځه کاله عمر نه واخلې تر د ١٦ کلونو عم پورې ١٠ لکه جینکۍ سکولونو ته نه ځي. د سروی رپورټ ترمخه د ١٥ لکه نیمايي ماشومان د غربت او یا د مور او پلار د بې غورۍ له کبله سکول کې نه دي داخل شوي