لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واده په کوم عمر کې پکار دی؟


صوبايي حکومت د "چایلډ میرج ریسټرینټ ایکټ" یا د ماشومانو د واده د مخنیوي قانون په نوم د قانون مسوده یا بل صوبايي اسمبلۍ ته په اینده نشست کې د پیښ کولو اراده لري
صوبايي حکومت د "چایلډ میرج ریسټرینټ ایکټ" یا د ماشومانو د واده د مخنیوي قانون په نوم د قانون مسوده یا بل صوبايي اسمبلۍ ته په اینده نشست کې د پیښ کولو اراده لري

د خیبر پښتونخوا حکومت په ماشوم والي کې په ودونو پابندي او د واده دپاره د عمر کم نه کم حد ١٨ کاله ټاکل غواړي.

ددې مقصد لپاره صوبايي حکومت د "چایلډ میرج ریسټرینټ ایکټ" یا د ماشومانو د واده د مخنیوي قانون په نوم د قانون مسوده یا بل صوبايي اسمبلۍ ته په اینده نشست کې د پیښ کولو اراده لري.

سرچینو وي او ای ډیوه ته ويلي د مجوزه قانون ترمخه به د واده لپاره د عم کم نه کم حد ١٨ کاله وټاکل شي. د کال ١٩٢٩ د قانون د لاندې د واده د عمر حد ١٦ کاله و.

ددې نه وړاندې، د کال ٢٠١۴ او د کال ٢٠١٦ ترمنځ پورې هم دغه رنگ قانوني مسوده یا بل صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړی شوی و خو بیا د ډیر د ځنډ ورسته دا اسمبلۍ منظور نه کړو او رد شو.

د زنانه ؤ د حقونو فعالین او د مدني ټولنې کارکونکي د ډیر وخت راهسې واده لپاره د عمر، په خصوصي توگه د جینکو د عمر، حد د زیاتولو غوښتنه کوي خو ځینې مذهبي ډلې چې په صوبايي اسمبلۍ کې هم نمایندگي لري ددې مخالفت کوي.

د مجوزه قانون د خلاف ورزۍ په صورت کې درې کاله د قید او د درنې جرمانې سزاگانې ورکړی کیدی شي.

د قانون د مجوزه مسودې ترمخه، واده کونکي هلک او جینۍ دپاره به دا لازمي وي چې د نکاح د رجسټر کولو یا د اندارج په وخت دواړه خپل خپل قامي شناختي کارډ پیښ کړي.

په دې اړه نور تفصیل پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG