د پاکستان حکومتي چارواکو د کراچۍ د احتجاج په اړه څه دریځ نه دی څرګند کړی خو سرکاري مامورین وايي د پاکستان ایین اقلیتونو ته د ازادۍ او د تحفظ ضمانت ورکوي او په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه په امن کې ژوند کوي
د کراچۍ پريس کلب کې د بې درکه شوي ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سمي دين بلوڅ يوې خبري غونډې ته ويلي چې د پلار د ورکېدو يې 15 کاله پوره شوي خو لا هم تمه لري چې پلار به يوه ورځ بيا خپل کور ته راځي. په دغه اړه نور تفصيل د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټنی په رپورټ کې وړاندې کوي:
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د کال 2023م په رپورټ کې ویلي چې په سیند او کراچۍ کې جرمونه زیات شوي د بشري حقونو کمېشن په سند صوبه کې د افغان کډوالو په ځورولو او نیولو، او د کچې په سیمه کې د غلو لخوا د خلکو تاوان دپارہ تښتولو باندې اندېښنه څرگندہ کړې دہ.
د کراچۍ د وفاقي اردو پوهنتون زده کونکو د ملاکنډ پوهنتون د مړ شوي زده کونکي موسی خان په حق کې لاریون کړی دوی همدارنګه د خپل پوهنتون د انتظامیې پرضد هم احتجاج کړی. تفصیل د ذولفقار بېټني په راپور کې.
د پاکستان د ونډو بازار د کاروباري اونۍ په لومړۍ ورځ د بې باورۍ له حالت سره مخ شوی د کاروباري ورځ له پيلېدو سره د ونډو بازار په ريکارډ کچه له ختلو وروسته منفي لوري ته روان شوی او د 1000 نه زيات پونټونو له کمي سره 1.44 فيصده غورځيدلی. تفصیل د ذوالفقار بيټنی په رپورټ کې.
پولیس وایي د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د بهرنیو وګړو په ګاډي ځانمرګي برید شوی چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. پولیس وایي د برید نه ټول بهرني وګړي خوندي وتلي اؤ دوه ترهګر هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي. تفصیل د ذولفقار بېټنی په رپورټ کې
د کوچني اختر په رانږدې کېدو د کراچۍ په صدر بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې خلک وايي د کوچني اختر دپاره سودا اخېستلو ته راغلي دي خو د اقتصادي بحران له کبله د څيزونو نرخونه ډير بره ختلي تفصیل د ذوالفقار بيټنی په راپور کې.
د محمود خان اڅکزي په کور د چهاپې پرضد په کراچۍ کې د شوي احتجاجي غونډې ګډونوالو غوښتل چې په دغه پېښه کې دې ښکېل کسان ونیول شي دوی همدارنګه د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر په کور باندې د شوې چهاپې په اړه د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوله.
په کراچۍ کې د پاکستان تحريک انصاف د اليکشن کمپاين غونډې او ريلي په مهال د پوليسو او د تحريک انصاف د پلویانو جګړې شوې
د پاکستان د 2024 کال ټولټاکنو ته 13 ورځې وخت پاته دی خو د کراچۍ پرنټینګ پریس مارکیټ کاروبارکونکو په وينا د دوی کاروبار 75 فیصده کم شوی. کاروبارکونکي يې لامل څه يادوي؟ د ډيوه خبريال ذوالفقار بيټنی يې د کراچۍ نه په رپورټ کې تفصیل وړاندې کوي.
د جبري بې درکه بلوڅانو کورنۍ د پاکستان په امنیتي ادارو الزام لګوي چې خلک له کورونو یا نورو ځایونو څخه په زوره وړي، نه يې عدالتونو ته وړاندې کوي او نه يې پټ ځايونه کورنيو ته ښکاره کوي۔
د ونډو د بازار کار پوه جبران سرفراز وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي د خلکو تمه وه چې د انتخاباتو د اعلان او شېډول د جاري کيدو ورسته به د ونډو بازار نور ښه شي خو يوازې د انتخاباتو اعلان د ونډو بازار نه شي باثباته کولې
د ژمي موسم راتلو سره سم د کراچۍ په بازارونو کې د استمعال شوو ګرمو جامو اخستلو دپاره د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې خلک وايي د ګرانۍ له امله د استعمال شوو جامو په بازارونو کې زيات ليدل کيږي. نور حال د ډيوه خبريال ذوالفقار بيټنی وړاندې کوي
د کراچۍ نرښځیان وايي، خلک له دوی نه کرکه کوي، ځوروي یې او پرې ظلم کوي دوی دغه خبرې په هغې غونډه کې کړي چې د کراچۍ په فرېير هال پارک کې د نرښځيانو د ټولنې لخوا د اتوار یا يکشنبې په ماښام د مورت مارچ په نامه جوړه شوې وه. دوی ویل چې دوی هم انسانان دي او د عامو خلکو په څېر حقونه لري.
نور کتل