د پاکستان د امنيتي ځواکونو کلا له ترهګرو نه دېرش ساعته وروسته بيرته واخېستل شوه د بلوچستان د داخله چارو د وزارت د وينا ترمخه د قلعه سيف الله په بريد کې د پاکستاني امنيتي ځواک څوارلس تنه او څلور ملکي وګړي وژل شوي خو د پوځ د ميډيا څانګه وايي، شپږ د فرنټير کور غړي او يو ملکي تن په بريد کې وژل شوي.
په کراچۍ کې د قوم پرستو ګوندونو لخوا د ۲۰۰۷ کال د سپریم کورټ د مغزول شوي مشر قاضي د بحالۍ په تحریک کې د وژل شویو کسانو سره د انصاف غوښتنه وکړه. دغه غونډې د عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا جوړې شوې وې. تفصیل د ذوالفقار بيټنی په رپورټ کې
ګرانۍ د سينګار د څيزونو بيې هم اغېزمنې کړي د کراچۍ په بولټن بازار کې د کاسميټېک دوکاندران وايي، د اختر په رانیږدې کيدو به د دوی په کاروبار کې تيزي ليدل کېده خو سږ کال د دوی کاروبار د نيمايي نه زيات کم شوی. دوکاندران یې لامل ګراني يادوي. نور حال د ذوالفقار بيټنې په رپورټ کې
د څارویو د سوکالۍ نړیوال سازمان ماهرينو د کراچۍ په ژوبڼ کې د ناروغې ماده هاتھۍ (فیل) نور جهان معاینه کړې او درملنه يې پیل کړې. د ژوبڼ انتظاميې په وينا يوه مياشت مخکې د نورجهان يوه پښه د جزوی فلج ښکار شوې وه او په بدن کې یې پړسوب ښکاره شوی و.
په کراچۍ کې د سيند ايالتي اسمبلۍ مخې ته د هندو مذهب پلویانو په سيند صوبه کې د هندو اقليت د ښځو د تښتولو، په جبري توګه د مذهب بدلولو او په زور سره د هغوی واده کولو خلاف لاريون کړی. لاریون کونکو په زور د مذهب بدلولو او د نابالغه هندو نجونو د تښتولو پرضد د قانون جوړولو غوښتنه کړې.
د سيند صوبې د پوليسو مشر ډیوې ته ویلي، دوی یواځې غیر قانوني کډوال نیسي او دعوه یې کړې چې په کراچۍ کې یو شمېر افغانان په جرمونو کې ککړ هم موندل شوي هغه د سيند صوبې په کچه د پېسو دپاره د ډاکوانو لخوا د پښتونخوا سره تعلق لرونکو کسانو اغوا کولو او په کراچۍ کې د جرمونو او ترهګرۍ په مسلو خبرې کړي دي.
د پاکستان د ونډو بازار نن د ګل/دوشنبې په ورځ [28 نومبر] د کاروباري اوونۍ د پېل کېدو نه 45 دقيقتې وروسته 729 پواينټونه کم شوی او بيا ماسپښين خواوشا دا نور غورځېدلی او کم پواينټونه 962 ته زيات شوي وو.
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د اتوار، پکشنبې، په ورځ شوي د احتجاج انتظام د بلوڅانو د يوالي کميټۍ کراچۍ او د بلوڅ بې درکه شویو کسانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم کړی و
سيند هايکورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال قاضي طاهر ته د عمر بند اورول شوې سزا لا قانونه ګرځولې، هغه يې بري کړی او د خوشي کولو امر يې کړی دی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د کراچۍ پوهنتون د بلوڅ بې درکه زده کوونکو کورنۍ او نور بلوڅ احتجاج کوونکي ښځې او سړي چې شمېره يې 28 وه، د شپې ناوخته پوليسو نيولي تشدد يې پرې کړی خو وروسته یې بيا پرېښودي دي.
نور کتل