لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو کورنۍ: بلوڅان په بهرنيو هيوادونو کې هم د بې درکیو څخه نه دي محفوظ


د بلوڅ بې درکه کسانو کورنۍ تور لګوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې ميشت يا پناه اخيستونکي بلوڅان د پاکستان استخباراتي ادارو له خوا په توګه جبري بې درکه کول پېل شوي دي، پاکستاني چارواکو په سمدستي توګه دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې پوځ وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي.

د جنورۍ په 27 نيټه د متحده عرب اماراتو نه بې درکه شوي تن عبدالحفيظ بلوڅ کورنۍ دعوه کوي چې عبدالحفيظ بلوڅ د پاکستان د استخباراتو په خواست په جبري توګه پورته کړل شوی او دوي اندېښمن دي چې پاکستان چارواکو ته به وسپارل شي او بيا به د نورو بلوڅانو په ډول تر کلونو بې درکه وي.

د عبدالحفيظ بلوڅ د خوشي کولو لپاره د شورو/ چهارشنبې په ورځ (2 فرورۍ) د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د بې درکه بلوڅانو کورنیو احتجاجي مظاهره کړې، او د متحده عرب اماراتو په حکومت يې غږ کړی چې عبدالحفيظ بلوڅ دې پاکستان ته په لاس نه ورکړي او که هغه په کم جرم کې ککړ وي د اماراتو په عدالتونو کې دې پرې مقدمه وچلول شي.

د متحده عرب اماراتو د حکومت لخوا په دغه اړوند کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره په داسې حال کې شوې چې د دې نه وړاندې‌ د جنورۍ په 28 نېټه د عبدالحفيظ بلوڅ کورنۍ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه کړې، او دعوه یې کړې وه چې هغه په دوبۍ کې د خپل کور د مخې نه اوچت کړی شوی او کورنۍ ته یې هيڅ مالومات نه دي ورکړل شوي.

د عبدالحفيظ بلوڅ خور فاطمه زهري بلوڅ احتجاجي غونډې ته ويلي چې ورور يې په بلوچستان کې د ناوړه حالاتو څخه د خپلې کورنۍ سره بهر هېواد ته لاړ شي او بيا د 10 کلونو نه هغه د خپلې کورنۍ سره په اماراتو کې مېشت وو او د هغه هلته ورکېدل د اندېښنې وړ خبره ده.

"زه د اماراتو حکومت ته دغه خواست کوم چې که زما ورور که د دوی سره وي او په کوم جرم کې ککړ وي هلته دې په خپل عدالت کې مقدمه پرې وچلوي، د پاکستان چارواکو ته دې په لاس نه ورکوي. مونږ د تيرو 12 کالو راهسې د خپلوانو د بې درکه کولو او په وژنو دردمن کيږو، د دې نه وړاندې زما يو ورور چې 13 کلن وو په بلوچستان کې د بې درکه کولو ورسته وژل شوی، بيا د هغې ورسته زما پلار هم ووژل شو، او د تير کال راهسې زما خاوند عبدالحميد زهري هم د کراچۍ نه بې درکه کړی شوی دی".

په پاکستان کې د بې درکه خلکو مالومولو دپاره جوړ کمېشن سېکټري فريد احمد خان وي او ای ډیوه ته ویلي، په عرب اماراتو کې د بلوڅانو په بې درکۍ نه دی خبر.

د يو بل بې درکه شوي تن راشد بلوڅ ورېره مهزيب بلوڅ وايي د دې نه وړاندې د هغې تره راشيد حسين بلوڅ هم 3 کاله وړاندې په متحده عرب اماراتو کې بې درکه کړی شوی وو چې 6 مياشتې وروسته يې بيا بغېر د پاسپورټ د پاکستاني استخباراتې ادارو چارواکو ته سپارلی وو او تر دې مهاله ورک د.

"عبدالحفيظ بلوڅ زما د تره راشيد حسين د بې درکه کيدلو گواه وو، هغه يې د عبدالحفيظ نه د وړاندې په دوبۍ کې د ګاډي نه راکوز کړی وو او جبري بې درکه کړی يې وو، بيا يې د هغه د پاسپورټ لپاره د عبدالحفيظ په کور هم چهاپه وهلې وه چې د پاسپورټ نه موندلو وروسته يې عبدالحفيظ بلوڅ ته هم د بې درکه کولو دهمکي ورکړې وه، وس مهال بې درکه کوونکي دومره پياوړي شوي چې د بهر هيوادونو څخه بلوڅان لادرکه کوي.مونږ انديښمن يو چې عبدالحفيظ بلوڅ به هم زما د تره په ډول د پاکستان د استخبارتي ادارو ته وسپارل شي او بيا به د نورو بلوڅانو په ډول تر کلونو بې درکه وي".

په پاکستان کې د بې درکه خلکو د مامولو لپاره جوړ کمېشن سېکټري وي او ای ډیوه ته ویلي، چې د راشيد حسين د بې درکه کېدو او د موندلو لپاره پلټنې روانې دي خو په عرب اماراتو کې د بې درکه شوو بلوڅانو څخه نه دی خبر.

د پاکستان په سيند صوبه کې د بې درکه شوو کسانو لپاره غږ پورته کونکی فعال سارنګ جهويو يادې احتجاجې غونډې ته وويل چې په پاکستان کې سيندي بلوڅ او پښتانه بې درکه کېدل عادي خبره ده او ورځ تر بله د بې درکه شوو خلکو شمېرې سېوا کيږي، خو بيا په متحده عرب اماراتو کې د داسې پېښو رامخته کيدل چرته چې اکثره خلک سياسي يا په بشري بنيادونوپناه اخلي ډېره د افسوس وړ خبره ده.

هغه تور ولګوو، " د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارټر د لاندې د پاکستان ادارې د خپل هېواد وګړو د بې درکه کولو په جرم کې ککړې دي، زه غوښتنه کوم په نړيواله کچه د بشري حقونو خوندي ساتلو ادارو ته چې د پاکستان په دغه زورورو ادارو دې فشار راولي او په زرګونو پښتنو سنديانو او بلوڅانو د جبري لادرکه کولو په مخنيوي کې کې دې خپل کردار ادا کړي‌".

د پاکستان پوځ وار په وار دغه تورنه ردوي او وايي چې ډير خلک د بلوچ ترهګر ډلو سره دي او د پاکستان رياست خلاف د ترهګرې تربيت اخلي.

په پاکستان کې په زوره د لا درکه شوو تنانو د موندنې لپاره جوړ سرکاري کمېشن وېلي چې سږکال د جنورۍ په میاشت کې 34 نور کسان په زور لادرکه کړې شوې دي.

د کمېشن د دستاویزاتو ترمخه دا مهال د پوځ په حراستي مرکزونو کې 939 کسان هم قيد دي چې پکې تر ټولو زياته شمېره 781 د خېبر پښتونخوا د اوسېدونکو ده.

په دغو مرکزونو کې د پنجاب د وګړو شمېره 91, د سندهـ صوبې 41,د بلوچستان 2،او د اسلام اباد 20 ده.

د لا درکه تنانو د قضيو د هواري کمېشن د کال 2022م د جنورۍ میاشتې لپاره په جارى کړی شوو شميرو کې ويل شوي چې په جبر د لا درکه تنانو په 46 قضيو باندې قانوني عمل بشپړ شوی او د دې ترڅنګ کمېشن د 15 لا درکه شوو کسانو درک هم لګولی دی.

د کمېشن د دستاویزاتو ترمخه په دغو 15 کسانو کې 12 لادرکه تنان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او دا راز د دريو نورو لادرکه تنانو درک هم لګول شوی څوک چې دا مهال د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې بنديوان دي.

تېرکال په 2021 کې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زیات د لا درکه تنانو 1,460 قضيې د کمېشن سره ثبت شوې وې.

په کال 2016 کې د 728, 2017 کې د868, 2018 کې د1098, 2019 کې د800 او کال د2020 کې د لا درکه تنانو 415 کېسونه د کمېشن سره درج کړی شوي وو.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ هم په هېواد کې د خلکو په زوره د لا درکۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او په خپله راتلونکې غونډه کې یې د خلکو په جبر د لا درکه کيدو د حال احوال پوښتلو لپاره د کمېشن د مشر رابللو پرېکړه کړې ده.

خو بیا په خپله د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري هم د سېنټ په غونډه کې پوښتنه راولاړه کړې وه چې تراوسه پورې د خلکو په زوره د لا درکه کولو عمل د جرم ګرځولو په اړه د قامي اسمبلۍ څخه منظوره کړی شوې مسوده سېنېټ ته ولې نه ده وړاندې کړی شوې؟.

هغې ويلي وو په جمهوریت کې د خلکو په زوره بې درکه کول د منلو وړ نه دي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG