لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ پولیس په خپله په جرمونو کې ککړ دي؟


د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ پولیس وايي، يو پولیس والا د غلا په پېښه کې يو عام تن په ډزو وژلی او بيا چې کله د دغه پوليس والا د نيولو هڅه شوې هغه خودکشي کړې او په ډز يې ځان وژلی دی.

د جنورۍ په 13م نېټه د کراچۍ په کشمير روډ باندې يوه پېښه رامنځته شوې، چې ويډیو یې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، په ويډیو کې ليدل کيږي، په پټ مخ يو تن راغلی، د دوه ښځو نه يې د تماچې په زور څه څيزونه اخستي، او بيا چې کله د کوره يو تن راوځي دغه تن پرې ډز کړی او په ځای يې وژلی دی.

د يادې پېښې په اړه د کراچۍ د پوليسو د پلټنو کولو ځانګړې څانګې (اېس ايي يو) مشر اېس اېس پي عارف عزيز جعفري وي او اې ډيوه سره خبرو کې ويلي،

"چې د جنورۍ په 13 نيټه په کشمير روډ باندې د غلا په مهال شاه رخ نومې تن وژل شوی او د دغه پېښې په پلټنو کې مالومه شوې وه، چې په دغه پېښه کې ککړ تن د پولیس خپل سرتيری (کانسټيبل) فرزند علي جعفري وو".

د نوموړي په خبره "چې کله پوليسو بيا د فرزندعلي د نيولو هڅه کوله هغه په خپل سر ډز کړی او خودکشي يې کړې ده".

دغه خبره د کراچۍ پوليس په ټویټر پاڼه هم خپره کړې ده.

په کراچۍ ښار کې دا لومړۍ پېښه نه ده چې پوليس پکې ککړ ګرځول شوی دي.

په کال 2018 کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد په پولیس مقابله کې وژنې ته پوليسو په خپله جعلي مقابله ویلي وو چې د هغه وخت د ملير ضلعې د پولیسو مشر راو انوار جعلي مقابله کړې او نقيب مسيد يې وژلی وو. د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د راو انوار سره د 25 کسان پرضد درج شوې او اوس په عدالت کې روانه ده.

په راو انوار د لسګونو په شمېره کې په جعلي مقابلو کې د وژنو تورونه دي، خو راو انوار دغه تورونه رد کړي دي.

د تير کال 2021 د دسمبر مياشت کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان ارسلان په ډزو د وژنې تور هم په پوليسو لګول شوی او بيا پکې د علاقې د پولیس مشر او يو سپاهي او يو بل تن نيول شوي او پرضد يې مقدمه درج شوې او دغه مقدمه هم اوس په عدالت کې روانه ده.

د کراچۍ يو ځايي خبريال افضل نديم ډوګر وايي، د کراچۍ په پوليسو د وړاندې نه داسې تورونه دي چې دوی په خپله په جرمونو کې ککړ دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "وړاندې به ډېر دغه ډول تورونه لګېده، اوس دغه تورونه يو څه کم شوي خو د پوليسو خلاف خلکو ثبوتونه وړاندې کړي چې دوی په جرمونو کې ککړ دي".

د نوموړي په وېنا، "پوليس د خپلو پوليسو خلاف ګواهي يا شهادتونه نه ورکوي نه پرې مقدمه هغه رنګ جوړوي چې دوي پکې سزا شي او د دوي خلاف قوي ثبوتونه هم عدالتونو ته نه وړاندې کول کيږي چې عدالت پرې سزاګانې ورکړي او دغه رنګ دوي په مقدمو کې ازاد شي، دا به څنګه وشي چې يو پوليس والا د بل پوليس واله خلاف کم قانوني ګام پورته کړي ځکه چې دوی دواړه په هغه کار کې پيټي بند وروڼه وي".

په کراچۍ کې د پوليسو په جرمونو کې د ککړتيا په اړه د کراچۍ د پوليسو ويانده شازيه جهان وايي په هره اداره کې ښه او بد خلک وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، "د یو تن په غلط کار يا جرم کولو باندې تاسو د ټولې ادارې په اړه نظر نه شئ قايمولی، زمونږ په اداره کې هم ښه او بد خلک شته، ځکه چې مونږ انسانان یو، او زمونږ په خپله اداره کې وخت په وخت حساب کتاب کيږي او د دې يو مسلسل عمل روان دی، او که د کوم پوليس خلاف څوک شکايت کوي نو د هغې پوره پلټنې کيږي، او بيا که کله دغه مقدمه عدالت ته ځي نو دا بيا د عدالت کار چې په مقدمه څه فېصله اوروي، او په خپله پولیس هم په محکمه کې دننه د تورن تن پرضد کارروايي کوي".

هغې وویل، په پولیس اداره کې چې افسرانو ته شکايت ورسي، هغه پرې ګام اخلي او په ځینو پېښو کې پوليس د نوکرۍ څخه هم لرې کړل شوي دي، نو د دې مطلب دا نه دی چې ټوله پوليس محکمه سمه نه ده.

نن د کراچۍ د لويديځ زون د پولیسو مشر ډي ايي جي ناصر افتاب مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، "په محکمه کې دننه عمليات پېل کړی شوي د ټولو پوليسو چلند کتل کیږي".

څيړونکی مظهرعباس وايي، "په پاکستان کې په ادارو د غبن تورونه لګي او تر ډېره حده دا سم هم دي چې دوی په غبن کې ککړ دي او په پولیس دا تورونه ځکه زیات لګي چې دوی هره ورځ د خلکو سره مخامخ کيږي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پولیس د رويې له امله خلک بیا ويريږي شکايت له تاڼو ته هم نه ځي.

هغه زیاته کړه "په ملک کې د ادارو د سمولو دپاره هيڅ نه کيږي تشې خبرې وشي او په عمل کې بيا څه هم ونه شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG