د پاکستان حکومت روان مالي کال دپاره د غنمو نرخ ۱۸۰۰ روپۍ ټاکلی دی او تیر کال دا نرخ ۱۶۵۰ روپۍ ؤ خو کرونده ګر وائي په غنمو خرڅونه زیات شوي او بايد چې پاکستان د ګاونډی هیوادونو نه د غنمو نرخ کم نه کړی .
د پاکستان د دوايانو يوې شخصي کمپنۍ د روس څخه د کرونا ضد ويکسين (سپوټنک) 50زره ډوزه راغوښتي خو د دغو ويکسينو قيمت نه دی ټاکل شوی ځکه تراوسه نه کارول کيږي اېښودی شوي دي، ډاکټران وايي پکار ده چې حکومت په دغه لړ کې کوټلې پاليسي جوړه کړي .
د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتهارټي شمېرې ښي په ملک کې د تېر جولای نه تر جنورۍ مياشتې پورې د موباېل استعمالونکو شمېر کې يو کروړ اضافه شوې ده۔ اداره وايي دغه موده کې د يوسل اته شپيته ميلين نه يو سل اته اوويا ميلين ه زيات شوې دې
په پاکستان کې که یو خوا د کرونا وبا ګڼې کورنۍ غمژنې کړي نو بلخوا ماهرین وايي اوس هم خلک احتیاط نه کوي، ماسکونه نه لګوي او په بازارونو او مارکیټونو کې د یو بل نه سماجي فاصله نه ساتي
دپاکستان مرکزی بینک وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ وړومبیو اوؤ میاشتو کې په حکومتي پورونو کې ۱۱ فیصدي اضافه شوې ده اؤ د ملکی بینکونو څخه اخستل شوي پورونه ۱۲.۴ فیصدي او غیر ملکي قرضې ۷۰۴۲ فیصدي لوړې شوې دي.
په پاکستان کې د تيرو دوه ورځو راهسې د کرونا څخه د مړو شمېره په داسې حال کې سېوا شوې چې په ملک کې تعليمي ادارې ټولې پرانستل شوي او حکومت وايي د 15 مارچ څخه د روزګار ځايونو ته د ټولو خلک تګ، سنېماګانې او نور بند کړی شوي ځايونه پرانيزي.
په داسې حال چې پاکستان کې د کرونا وایرس پېښې د روزانه په بنياد رپورټ کيږي مرکزي حکومت په ټول ملک کې د تجارتي هلو ځلو، د دودونو دهالونو، پارکونو، اؤ سینیماګانو دپرانستو ترڅنګ دهر رقم غونډو اجازه ورکړې ده.
دپاکستان مرکزی بینک سټیټ بینک وائي په ملکی کچه په بهرنۍ پانګونه کې ۲۷ فیصدي کمی راغلی او پوهان وائي پاکستان له به برآمدات زیاتول او د غیر ملکي سرمایه کارۍ دپاره ماحول پیدا کول وي.
دپاکستان دمرکزی حکومت لخوا د لسم این ایف سی ايوارډ دپاره شپږ کمیټۍ جوړې کړی شوي چې د صوبو او مرکز تر منځه د ویش دجوګه امدن دپاره تګلاره جوړه کړي.
په خیبرپښتونخوا کې د کمو بارانونو او د اوبو د کانالونو د بندیدو له وجې، د دې صوبې زارعینو ته ډېره ستونزې پیدا شوي دي. هغوی له انتظامیې غواړي چې کانالونه دې ژر بېرته پرانیزي. په دې اړه د ډېوه خبریال ریاض حسین دا رپوټ برابر کړی دی.
د خېبرپښتونخوا د بونېر ضلعې د پوليسو مشر وايي د بونېر د پيربابا د ايلم لوئې غر چې وړاندې پکې ترهګر موجود وؤ اوس دغه غر د ترهګرو څخه پاک کړل شوی او دغلته د پوليس يوه تاڼه او دوه چوکۍ جوړولی شي.
د دې مياشتې په ۲۶مه نېټه د هزاره پوهنتون له خوا هم د جامو دغه ډول قاعده جاري کړی شوې وه چې په ټولنيزو رسنيو کې پرې نيوکې شوې وې
د خېبرپښتونخوا پولیسو د صوبې د حکومت نه غوښتي چې د پلټنو دپاره ورسره پېسې کمې دي دا پېسې دې زیاتې کړی شي. خو پوهان وايي د پېسو زياتولو نه مهمه دا ده چې د پوليس د پلټنو روزنيز نظام دې ښه کړی شي. د تحریک انصاف حکومت دعوه کوي په خېبرپښتونخوا کې يې مثالي پولیس نظام جوړ کړی دی.
د پاکستان مرکزي بینک (سټیټ بینک اف پاکستان) وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ په مهال په شپږو میاشتو کې بهرنۍ پانګونه ۳۰ فیصدي راټيټه شوې ده او ملکي پورونه په پینځوؤ میاشتو کې ۸۲۹ اربه روپۍ زیات شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د صنعت په برخه کې د پرمختيا څانګه وايي، په صوبه کې د کارخانو او د کارخانه دارو د اسانتيا او ودې دپاره په يو شمېر پروژو کار ران دی خو کارخانه دار وايي حکومت بايد د وړاندې نه موجودو کارخانه دارو ته دغه اسانتياوې هم ورکړي ځکه چې د کرونا وبا دوی هم ځپلي دي.
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رائټس واچ [اېچ ار ډبليو] په خپل کلني رپورټ کې وايي، په پاکستان کې په حکومتي پاليسيو او چارواکو د تنقيد کولو په سر د بشري حقونو فعالان، وکيلان او جرنلېسټان ځورول شوي او مقدمې پرې جوړې کړی شوي دي.
د ګاډو مقامي خرڅوونکي او اخیستونکي وايي په نوو ګاډو د زيات ټېکس له امله زاړه ګاډي د دوو نه تر درې لاکه روپو پورې ګران شوي دي چې اثر يې د ۸۵۰ سي سي ګاډو نه واخله تر ۱۶۰۰ سي سي ګاډو باندې پرېوتی دی
عباس خان د مردان پوسټګریجویټ کالج نه د بي ای امتحان پاس کړی او غواړي چې لوړې زدکړې وکړي خو د هایر ایجوکیشن کمیشن نه د شخصي امتحان سلسله د بندېدو په اړه وايي ه بله لار نه لري چې زدکړې تر لاسه کړی بس تعلیم به پرېږدي
خیبر پښتونخوا صوبه کې سوداګر د ملک دننه د پټرولو او ډیزلو لوړو بیعو اندیښمن کړي اؤ وایي د وړاندې نه دکرونا وبا له امله تجارت اغیزمن شوی او دتیلو ورځ په ورځ لوړیدونکو بیعو سره به تجارت ته نور هم تاوان ورسیږي.
نور کتل